آیا داعش او القاعده واقعاد دولت له خوا حمایت کیږی

دا لمړنی ځل نه دی چی د افغانستان د حکومت ځینی لوړپورو چارواکو د افغانستان حکمت تورنوی چی داعش او القاعده د حکومت له خوا حمایت کیږ. د ولس مشر کرزی په دوره کی هم ځینی کسان حکومت تورن کړی وه چی طالبانو سره په سیاست کی شریک او هیڅکله هم نه غواړی چی طالبان له مینځه وځی له همدی امله د ولس مشر کرزی په حکومت کی هیڅکله هم د طالبانو پر ضد جدی عملیات د حکومت له خوا تر سره شوی نه وه.

اوس چی خلک په دقت سره ګوری او د هغی کسانو خبری په یاد راوړی چی د کرزی حکومت ته ویلی وه چی طالبان او نورو ترهګرو ګروپونو د حکومت او بحرنیو هیوادونو له خوا حمایت کیږی، په ایقان سره دا منی چی واقعا په هغه وخت کی حکومت له طالبانو سره ډیر مرسته کړی دی او هیڅکله د دی غوښتونکی نه وه چی باید طالبان له مینځه وځی چی غټه مثال یی د طالبانو د زندانیانو آزاد کول او په لوګر کی دوی ته امن مرکز جوړول دی او سل نور کارونه چی تر اوسه پوری پټ دی او خلک یی نه دی لیدلی.

د نوی حکومت له رامینځه کیدو څخه وروسته تر اوسه پوری وضعیت هم د اقتصادی له خوا او هم د امنیتی له خوا مخ په خراپیدو دی او د دی تر څنګ په دی حکومت کی یو ځل بیا د خلکو په مینځ د نفاق او تفرقه مساله هم رامینخته شوی دی او له بلی خوا د حکومت په مینځ کی هم دومره زیات اختلافات شتون لری چی ز مونږ دولت مردان اصلا نورو مسایلو دپاره وخت نه لری تل د قدرت د تقسیمولو او د خپلی قومی او شخصی منافعو د ترلاسه کولو په مساله کی مصروف دی او مملکت پاتی شوی دی چی خدای پوهیږی سرنوشت یی څه کیږی ځکه چی اوس خو په یو موهوم او مبهم لوری را روان دی او نامالومه پایله لری.

په داسی یوه بده وضعیت کی ځینی کسان حکومت تورنوی چی القاعده او نورو مخالفو ګوندونو د حکومت له خوا حمایت کیږی په ځانګړی توګه د جنګ د دګر انتقالول له جنوب نه شمال ته چی خلک وایی حکومت په دی مساله کی مستقیما لاس لری او دا طرح د کرزی طرح وه چی د غنی له خوا تر سره کیږی.

شواهد او بیلګی هم دا ثابتوی چی حکومت واقعا د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندی جدی تصمیم نه لری چی دوی باید له مینځه وځی او ځینی وختونو د دوی دپاره امن ځای هم برابروی لکه څنګه چی په بغلان کی دا کار وکړ او دهنه غوری طالبانو ته وسپارل شو. بله واضحه بیلګه یی د کندز سقوط وه چی په جادویی توګه سقوط وکړ او تر اوسه پوری مالومه نه دی چی آیا واقعا د دی سقوط اصلی عاملین څوک دی او دا ولایت څنګه سقوط وکړ؟

همداسی په سلګونو بیلګی شتون لری چی د افغانستان حکومت د طالبانو او نورو ترهګری ډلی په وړاندی کوم جدی تصمیم نه لری ځکه چی چارواکو اصلا دا مسایلو ته په جدی توجه نه کوی.

په تازه ګی سره د ولسی جرګی غړی ظاهر قدیر هم حکومت په دی متهم وکړ چی القاعده حمایت کوی او د داعش اصلی کسان او لوړپورو څیری په کابل کی دی او له هماغه ځای څخه خپلی تصامیم او کړن لاری جوړوی. له بلی خوا د حکومت د امنیت ملی مشاور ته هم وویل چی ټول حکومت په لاس نیولی دی په داسی حال کی چی د اجرایی صلاحیت هم نه لری.

که د افغانستان حکومت واقعا د طالبانو د داعشو او د نورو ترهګری ډلی حامی نه دی او په حکومت د طالبانو او د نورو مخالفو ګوندونو نمایندګان په لوړو قدرتونو باندی بوخت نه دی باید خلکو ته ثابته کړی چی نه طالبان حمایت کوی او نه نورو ترهګری ډلی. د افغانستان د حکومت سکوت هم یوه مانا لری.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده