انتحار، د طالبانو قوتیا د حکومت ضعف

مړینی او خشونت د افغانستان د خلکو او د حکومت د ټولو چارواکو دپاره په معمولی خبرو باندی تبدیل شوی دی، داسی مالومیږی چی انتحار او انفجار د افغانستان د سیاسی او اجتماعی په بهیرونو کی یو فرهنګ شوی دی او د افغانستان د وحدت ملی حکومت د دی فرهنګ د وده ولو دپاره ایجاد شوی دی.

د افغانستان لوړپورو چارواکو وروسته له انتحار څخه ځی او د انفجار په ځای انځورونه ضبطوی، پوښتنه دادی چی تاسو د دی انځورو په اخیستلو باندی څه کوی آیا د دی انځورونو په شا کی کوم منطق او سیاسی شعور هم شتون لری که نه؟ کله چی په شاه شهید کی خطرناک انتحاری شوی وه هم داکتر عبدالله او نورو لوړپورو امنیتی چارواکو هلته تللی وه او دوی ټول هغه ځای ولیدله خو دا شان تخریبی عملیات او دښمانه کړینی په مقابل هیڅ کوم منطقی او سیاسی تصمیم و نه نیول شوه. د دی قوی او خطرناک انتخاری چی د دفاع وزارت په مخه شوی وه یوځل بیا داکتر عبدالله او نورو لوړپورو چارواکو ساحی ته تللی وه او له ساحی څخه لیدنه وکړ خو د څه دپاره؟ د دی دپاره چی د دی انفجار قوت وسنجوی؟ د دی دپاره چی تخریبات یی څومره وه؟ د دی دپاره چی سومره خلک په کی مړ شوی وه؟ دا کار د رسنیو له لیاری هم کتلای شی دوی فقط غواړی چی د خلکو په سترګو کی خاوری واچوی، دوی غواړی چی یو ځل بیا خلکو ته فریب ورکړی او خپل ځان د خلکو په ویره شریک بولی.

رییس جمهور ته خطاب او رییس اجرایی ته خطاب چی د خلکو غم دا نه دی چی تاسو خپل ځان د دوی د ویری شریک و بولی، د دوی غم دا نه دی چی تاسو د واقعی له ساحی څخه لیدنه وکړی. تاسو تر سو پوری د خلکو د فریب په خاطر خدعه کوی تر کومه پوری د افغانستان د غم ځپلو خلکو په مقابل نمایشی کارونه تر تر سره کوی؟ کومی دی هغه وجدانونه چی تاسو یی د انتخاباتی مبارزاتو په وخت تمثیلیده؟ کومه ده هغه وعیدونو چی د امنیت د تامینولو او د اقتصاد د ودولو په اړه یی درلودی؟

د انفجاری موادو ډکه موټر د کابل د ولمسمشری د ماڼی دروازی ته نږدی رسیږی خو حکومت خبر نه دی، دا څه مانا او مفهوم لری؟ آیا حکومت دومره ضعیف دی چی وروسته له 15 کلنو څخه تر اوسه پوری هم د دی توان نه لری چی حتی د کابل ښار امنیت ونیسی؟ آیا طالبان دومره قوی شوی دی چی اوس د دی توان هم لری چی د دفاع وزارت په مخه او د یو مهمی امنیتی ریاست په مخه کی انتحار او حمله وکړی او د دی توان هم ولری چی وروسته د حملی او وروسته د خلکو د وژلو څخه و تیښتی؟ داسی نه مالومیږی چی د افغانستان حکومت دومره ضعیفه وی چی د دی حکومت مخالفی وسله والو له دی ضعف څخه استفاده وکړی او په داسی مهمو ځایونو کی حملات تر سره کړی او له بلی خوا د حکومت مخالفو وسله والو کسان هم دومره قوت نه لری چی حکومت د دوی د داسی کړنو د مخنیوی دپاره کم زوره وی.

اوس خلک په دی باور باندی اعتقاد کړی دی چی د حکومت او د نظام په مینځ کی مهمو کسانو شتون لری چی طالبانی فکر لری او له طالبانو سره جدی همکاری کوی. دوی د حکومت له امکاناتو څخه استفاده کوی او طالبانو ته وده ورکوی. واضحه ده طالبان د داسو اعمالو او کړنو د ترسره کولو توان نه لری تر هغه چی په حکومت کی ځینی کسان دوی سره همکار نه وی.

حکومت د دی انفجار په اړه باید جدی تحقیقات وکړی. د دی عمل په شا کی حتمن د حکومت لوړپورو چارواکو لاس لری که حکومت واقعا د دی هدف ولری چی دا مساله واضح شی او په دی باندی پوه شی چی کوم کسان د داسی اعمالو د تر سره کولو په اړه لاس لری او واقعا داسی کسان باید مالوم شی او د قانون په منګولو باید وسپارل شی.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده