د افغانستان بحرنی سياست بايد درست تعريف شی

افغانستان په دی څو لسيزو کي معيوب، ناکار او غلطه بحرني سياست لري کله کله اصلا د بحرنيو اړيکو څخه هيڅ کوم واضح او روښانه تعريف نه لري او ځيني اوقات داسي عجولانه او غير منطقي سياست د بحرنيو په چارو کي نيول کيږي چه نه د افغانستان او نه هم د منطقه ګټه په کي خوندي کيږي.د طالبانو به وخت کي خو اصلا د امارت اسلامي حکومت بحرني سياست فلج وو ځکه چي پرته له نيمګړي او يوطرفه اړيکي چي عربستان او پاکستان سره درلوده نورو هيوادونو سره هيڅکوم سياسي اړيکه نه درلوده. پس له طالبانو څه چي حامد کرزي په رهبري حکومت جوړشو او ويل کيده چي دا حکومت به د معاصر او نيوي بنسټونو پر اساس تشکيل کيږي او سياسي چارو هم په مدرن توګه هم د بحرنيو سياسي کړنو او هم په کورنيو سياسي چارو په مخ ځي او د افغانستان د ملي منافعو پر اساس د دي هيواد اړيکي له نورو هيوادونو سره په ټينګ شي. اوس داسي مالوميږي چي د ولس مشر کرزي 13کلني حکومت هم په کورني سياست او هم په بحرني سياست کي ناکام وو او هيڅکله هم له سياست څخه کوم واضح او روښانه تعريف نه درلوده. پاکستان چي تل افغانستان سره په چل او نيرنګ دي او محصولات او صادرات يي په افغانستان کي افراطي طالبان او القاعده دي تل د کرزي د حکومت له طرفه ورور خطاب شوي دي او هيڅکله هم د سياست له لياري دوي سره خبري اتري نه دي شوي چي له دخالت څخه لاس واخلي. د پاکستان راکتي بريدونه د افغانستان په سرحداتو کي په ځانګړي توګه د کنړ په ولايت کي د کرزي د حکومت له خوا بي جواب پاتي شو چي دا هم معيوب او ناکاره سياست ګڼل کيږي.

د ولس مشر کرزي د حکومت کورني سياست هم له فساد او بدنامي څخه ډک وو تر هغه افغانستان په نړي کي د فساد مدال واخيسته او لمړي درجه خپل کړه. زورواکان، قومي مشران، تفنګداران او غير تخصصي کسان د کرزي په حکومت کي شريکان وو او د افغانستان ټول بنسټونه د خپلي شخصي ګټي دپاره وران کړي دي. د کرزي د حکومت دا غلطه سياست د طالبانو او القاعده د راتلو لوي او مهم عامل ګڼل کيږي. که تير شوي حکومت واقعا د خلکو او د دي غم ځپلي ملت د خدمت دپاره راغلي وو سره له هغه لوي او غټي مرستو چي نړي له افغانستان سره کړي وو اوس افغانستان بايد خودکفا شوي وو او ډيرو بنسټيز کارونه پکي تر سره شوي وو خو متاسفانه د نړي مرستي هغه پسي ګاني وو چي د افغانستان د ګرګانو په لاس راغي او ټول يي تار و مار شول.

وروسته د کرزي حکومت څخه پس له ډيرو شخړو او جنجالونو څخه و دحدت ملي حکومت د داکتر اشرف غني احمدزي او داکتر عبدالله عبدالله په مشري له ډيرو دعيدونو او پوف و چوف سره رامينځته شو چي تر اوسه پوري هيڅ کوم کار چي د ملت او د خلکو په نفع وي نه دي کړي. د انتخاباتو په مبارزاتو کي دوي داسي باټ او لاف ويلي دي چي او خلک حيران پاتي دي چي د دوي پروني وعيدونه او باټونه څه شو او اوس دوي ولي دسي غلي ناست دي؟ داکتر سميع حامد وايي:

فرق بين شيخ و روشن فکر اينجا بيش نيست

کار اين چُف کردن است و کار آن پُف کردن است

د چُف حکومت تير شو اوس د پُف حکومت رامينځته شوي دي چي پرته له کوم محاسبي څخه پُف کوي خو تر سره نه کيږي. ښه په ياد لرم چي د دي حکومت په اوايلو کي ولسمشر غني وويل چي تر 6 مياشتو معلمينو ته حتما به کور درکړو، خو متاسفانه تر اوسه پوري اصلا کوم اقدامات په دي هکله نشته دي.

له بلي خوا د دواړو رهبرانو په ډيرو مسايلو کي مخالفتونه او د کابينه ځنډيدل او نورو مسايلو حکم کوي چي تر اوسه پوري دا حکومت د کورنيو سياستو په هکله ناکام دي او کوم واضح او روښانه سياست او برنامه نه لري.اوس د دي حکومت بحرني سياست هم مالوميږي چي پښه نه دي او د معياري او دقيقو سياسي شعور په واسطه نه دي جوړ شوي ځکه چي د عربستان او د يمن په اړه ډير په عجله تصميم و نيول سره له دي چي په دي باندي ښه پوهيږي چي عربستان او ايران په منطقه کي خپلي نيابتي جګړي لري کله په افغانستان او کله هم په عراق، سوريه او يمن کي.د افغانستان حکومت بايد په ډير احتياط او دقت سره په داسي مسايلو کي تصميم و نيسي او عجولانه تصاميم د افغانستان په ګټه نه دي او ز مونږ اړيکي له نړي سره محدودوي. افغانستان تر اوسه پوري په داسي حد نه دي رسيدلي چي د منطقي د هيوادونو په جګړو کي طرف واقع شي او خپلي ګاونډي هيواد متضرر کړي.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده