د حکومت بی توجهی اود امنیت وضعیت

د طالبانو د بیرته ودولو له مودی څخه وروسته د دوی د ترهګری فعالیتونو فورمول او کړنلاری دا وه چی دوی د هوا د وضعیت په اساس په ژمه کی ډیر فعالیت نه درلوده او تل د دوی لویو فعالیتونو د تودی هوا په وخت تر سره کیده.

په دی اساس د افغانستان حکومت د ژمی په وخت کی د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا ډیر دردسر نه درلوده خو په دی وروستیو کی د دوی فعالیتونه دومره زیات شوی دی چی حتی په ژمه کی هم دوی خپل فعالیتونه تر سره کوی او د دوی د ترهګری مخه نه نیسی، پوښتنه دادی چی دا تغییر د دوی د جنګ په سیاست کی په څه مانا دی او آیا د افغانستان حکومت د دی مسالی په خاطر کوم اقدام کړی دی یا نه؟

د کندز سقوط هم په داسی یوه وضعیت کی تر سره شوه چی حکومت په ډیرو بی توجهی سره عمل وکړ او تل وویل چی وضعیت تر کنترول او مدیریت لاندی دی خو نتیجه یی دا وشوه چی کندز سقوط وکړ او له امله یی هم ملکی خلکو ته زیانونه ورسیدل او هم دولتی تاسیساتو ته.

د افغانستان په ګوټ ګوټ ځایونو کی د امنیتی له لحاظه ستونزه شتون لری خو کله کله د حکومت د مخالفینو قدرت و عملیات دومره زیاتیږی چی حتی د یو ولایت د سقوط عامل هم کیږی. دا په دی مانا دی چی حکومت د امنیت د ټینګولو په اړه یا دقیق برنامه نه لری او یا هم د مخالفینو پرضد د مقابلی توان نه لری.

په دی څو ورځو کی د هلمند ولایت امنیتی وضعیت مخ په خرابیدو دی چی حتی د ځینی سرچینیو په اساس د هلمند ولایت د سقوط امکان هم موجوده وه خو بیا هم د دفاع وزیر وویل چی وضعیت تر کنترول او مدیریت لاندی دی. که دا کنترول او مدیریت لکه هغه مدیریت غوندی وی چی په کندز کی وه خو دا وضعیت د تشویش وړ دی. حکومت حتما باید د امنیت په برخه کی جدی کړنلاری تعریف کړی او په جدی توګه د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیسی.

داچی طالبان او نورو وسله والو ډلو په ژمه کی هم پخپلو فعالیتونو باندی بوخت دی او په قدرت او جرات سره د افغانستان د حکومت په مقابل جنګ کوی دا په دی مانا دی چی حکومت ضعیف شوی دی او برعکس د حکومت مخالفو وسله والو ډلو توانمند شوی دی. د دوی امکانات او تجهیزات دومره قوی او زیات دی چی حکومت سره له دی امکانات او تجهیزات نه شی کولی چی د دوی د فعالیتونو مخه ونیسی.

د افغانستان د خلکو انتظار او هیله له حکومت څخه دا دی چی حد اقل د خلکو ځانی امنیت خو ونیسی او د افغانانو د وینو د توییدی مخه و نیسی. امنیت او د امنیت په فضا کی ژوند کول د هر افغان حق دی او حکومت په دی باندی مکلف دی چی د خلکو امنیت تامین کړی نو د افغانستان د خلکو هیله هم دادی چی حکومت د دوی امنیت تامین کړی او د مخالفو وسله والو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسی چی خلک په امن فضا کی خپل کار او فعالیتونه تر سره کړی.

دا چی په زرګونو ځوانانو خپل وطن پریږدی او نورو هیوادونو ته مهاجرت کوی لمړنی عامل یی دادی چی دوی حد اقل امنیت نه لری او په داسی یوه وضعیت کی چی د خلکو ژوند هر لحظه او هره ورځ په خطر کی وی نه شی کولی چی کار وکړی او یا په نورو اجتماعی او سیاسی برخو کی فعالیت ولری.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده