د حکومت ضعیفه اراده او دخلکو ستونزه

لکه څنګه چی مالومیږی په دی شا و خوا یوه کال کی د وحدت ملی حکومت د خلکو او د خپلی ډنډی پر وړاندی هیڅ کوم اراده نه لری او تر اوسه پوری هم نه دی توانیدلی چی خپلی کابینه تکمیل کړی.

د دی حکومت د جوړیدو څخه وروسته مالوم وه چی دا حکومت به د ارادی او د تدبیر وړ حکومت نه وی او د خلکو ستونزه به لا ډیر شی، ځکه چی د دی حکومت پر جوړیدو باندی هم زیښت ډیر مشکلات او ستونزی رامینځته شوی وه او پس له ډیرو کړکیجونو څخه داسی یو نیمګړی حکومت رامینځته شوه.

د دی حکومت د دواړو چلونکی تر مینځ جدی او اساسی اختلافات تر اوسه پوری هم شته دی او دا اختلافات هم لکه څنګه چی مالومیږی هیڅکله هم نه حل کیږی ځکه چی دوی د حکومت جوړولو پر اساساتو باندی اختلاف نظر لری او له بلی خوا دوی یو له بل سره متخاصم کښتنه لری نو په داسی یوه حالت کی د دی امکان ډیر لږ دی چی اختلافات له مینځه وځی.

خلک حیران پاتی دی چی د حکومت مسوولین پر چه شی باندی مصروف دی چی د افغانستان په ګوټ ګوټ ځایونو کی وینه توییږی او خلک مړ کیږی خو دوی چی په ماڼی ناست دی نه د خلکو د حیات په کیسه کی دی او نه هم د هیواد په بد بختیو کی ځان شریک بولی.

د حکومت د لوړپورو چارواکو بی توجهی او غفلت سبب ګرځیدلی دی چی له یوه خوا د امنیتی له لحاظه د خلکو ستونزی مخ په زیاتیدو شی او له بلی خوا د اوزګاری او بیکاری کجه دومره لوړ شی چی خلک مجبور کړی چی یا د داعش پلویان شی او یا هم د نورو مخالفینو سره یوځای شی.

تر اوسه پوری جنګ او جنجال د افغانستان په ځینو ولایاتو کی جریان درلوده خو اوس د دی بدخته پدیدی لمنی دومره فراخه شوی دی چی د افغانستان په ټولو ولایاتو کی د ناامنی امکان شتون لری او خلک د مخالفینو له لاسه هوسا ژوند له لاسه ورکړی دی.

په شمال کی د مخالفینو وده داسی بی سابقه دی چی حتی د جمهور رییس د لمړی مرستیال پر کور او محافظینو باندی هم برید کیږی او په نورو مهمو ځایونو کی انتحاری بریدونه تر سره کیږی. له دی نه مالومیږی چی حکومت ډیر بی توجه دی او اصلا د داسی ګواښونو پر وړاندی کوم جدی او اساسی اراده نه لری او واقعا نه غواړی چی د داسی فعالیتونو د تر سره کولو څخه مخ نوی وکړی.

له بلی خوا امریکاییان او بحرنی ځواکونو د دی پرځای چی د مخالفینو پر پوستی باندی بریدونه وکړی دوی هم راځی د افغانستان ملی اردو کسانو باندی هوایی بریدونه کوی او دوی له مینځه وړی. په دی حکومت کی نو پوښتنه شتون نه لری چی خلکو نه پوښتنه وشی چی د خلکو وژنه هزینه لری او نه باید هرڅوک په عجولانه توګه خلک پخپل هدف لاندی ونیسی.

د خلکو غوښتنه له دی حکومت څخه دادی چی د خدای په لحاظ پریږدی خپلی منځنی مخالفتونه دا ملت وژغوری او د دی غمځپلی ملت دپاره کار وکړی. خلک امنیت غواړی په هرقیمت باندی باید حکومت دوی ته امنیت راوړی او له بلی خوا خلک کار او بار غواړی چی حکومت مکلف دوی ته د کار زمینه برابره کړی. که یوه حکومت واقعا د دی کار توان و نه لری او و نه شی کولی چی حتی دا مقدمانی امکانات خلکو ته برابره کړی نو باید په شرافت مندانه توګه استعفا ورکړی او پریږدی چی یو بل کس راشی د تدبر او تعقل سره سم خلکو دپاره کار وکړی او دا ملت له غم و وینی څخه وژغوری.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده