د حکومت ضعيفه مديريت او د ستونزو زياتوالی

حکومت پخپلو چارو باندی هم صحيح مديريت نه لري او د لويو چارو ترمينځ وحشتناک ستونزه او بي اعتباري رامينځته شوي دي. حکومت د ولسي جرګه پريکړه نه مني او ولسي جرګه تل د حکومت فرمانونه ردوي. دا ناوړه معادلي د نورو مهمو ارګانونو او حکومت ترمينځ شتون لري دا يعني د قدرت انارشيزم او د حکومت د تباهي عامل.

که ولس مشر غني غواړي چي تل دپاره تقنيني فرمانونه صادر کړي او د دي په کيسه کي نه وي چي د ولسي جرګي له خوا تاييد کيږي که نه نو بايد دا پارلمان منحل شي او د دي بودجه د تعليم او تربيت او د امنيت په مسايلو باندي مصرف شي، که داسي نه دي نو ولس مشر غني نبايد پخپل سر تقنيني فرمانونه صادر کړي او د حکومت د دري واړو مهمو نهادونو ترمينځ شخړه رامينځته کړي.

د مخابراتي مالياتو په اړه چي د ولسي جرګي له خوا رد شوه د وکيلانو ادعا دادي چي مونږ دغه مسالي سره موافق يو خو دا بايد له قانوني لياري څخه طي مراحل شي نه داچي ولس مشر پخپل سر تقنيني فرمانونه ورکړي نو ولسي جرګه په څه مانا دي؟ همداسي په نورو چارو کي هم د ولسمشري ماڼي او نورو زيربطو اداراتو ترمينځ شخړي او ستونزي مخ په زياتيدو دي يعني دا چي د ولسمشري ماڼي ستونزه يوازي د سپيدار ماڼي سره نه دي بل چي ولسمشر د مطلق العناني سياست له امله له ډيرو دولتي اداراتو سره ستونزه پيدا کړي دي.

د وحدت ملي د حکومت له جوړيدو څخه راهيسي د افغانستان خلک په وير او ماتم ژوند کړي دي او تل سره له نورو ستونزو او مشکلاتو د اقتصادي او ناامني ستونزي هم دوي تر فشار لاندي راوړي دي.

لکه څنګه چي مالومه ده په ډيرو نظرسنجيو کي د افغانستان وحدت ملي حکومت د خلکو له طرفه 20٪ پلويان هم نه لري او له 80٪ نه زيات خلک له دي حکومت څخه ناراضي دي. اوزګاري، نا امني، د رهبرانو ترمينځ مينځني شخړي، په دولت کي د سالم مديريت نشتون، د رهبرانو ضعف، په کابينه کي د ناښايستو کسانو ګمارل، د رهبرانو د بي کفايتي له امله د نړي بي توجهي او داسي نور مسايلو سبب ګرځيدلي دي چي د خلکو او د حکومت ترمينځ جدي او خطرناک فاصله ايجاد شي او حکومت د خلکو په وړاندي خپلي محبوبيت له لاسه ورکړي. له بلي خوا رسمد دي حکومت دواړو رهبرانو ژمنه کړي وه چي د دوي په حکومت کي خلک لاندني ستونزي به و نه لري خو متاسفانه چي برعکس خلک له هر وخت څخه ډيرپه دي ستونزو باندي ګرفتار دي.

سره له داسي ستونزو او مشکلاتو د افغانستان خلک بيا هم هيله من دي او حکومت ته سترګي په لاره دي چي شايد د افغانستان د وحدت ملي حکومت چارواکو خلکو ته په وجداني سترګي وګوري او د خلکو دپاره د کار و بار زمينه برابره کړي، دا په دي مانا چي خلک تر اوسه پوري هم له خپلي حکومت څخه انتظار لري او له بلي خوا حکومت هم تر اوسه پوري چانس لري چي بيرته خپلي له لاسه تللي اعتماد تر لاسه کړي خو کله چي حکومت په مشکوکو کړنو باندي بوخت وي او د خلکو له سرنوشت سره لوبي وکړي بيا دا د خلکو دپاره د منني وړ نه دي ځکه چي د افغانستان خلک خپلي 15 کلني لاس ته راوړني په هيڅ وجه باندي د افغانستان د خلکو دښمنانو ته نه ورکوي. که حکومت او هغه کسان چي د دواړو رهبرانو شا و خوا نيولي دي او غلطه مشوري ورکوي په داسي کړنو باندي ادامه ورکړي نو هيڅکله هم د خلکو او د حکومت ترمينځ د اړيکو ښه والي نه تر لاسه کيږي.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده