د حکومت مشکوکه کړنی او د خلکو انزجار

د وحدت ملی د حکومت له جوړيدو څخه راهيسي د افغانستان خلک په وير او ماتم ژوند کړي دي او تل سره له نورو ستونزو او مشکلاتو د اقتصادي او ناامني ستونزي هم دوي تر فشار لاندي راوړي دي.

لکه څنګه چي مالومه ده په ډيرو نظرسنجيو کي د افغانستان وحدت ملي حکومت د خلکو له طرفه 20٪ پلويان هم نه لري او له 80٪ نه زيات خلک له دي حکومت څخه ناراضي دي. اوزګاري، نا امني، د رهبرانو ترمينځ مينځني شخړي، په دولت کي د سالم مديريت نشتون، د رهبرانو ضعف، په کابينه کي د ناښايستو کسانو ګمارل، د رهبرانو د بي کفايتي له امله د نړي بي توجهي او داسي نور مسايلو سبب ګرځيدلي دي چي د خلکو او د حکومت ترمينځ جدي او خطرناک فاصله ايجاد شي او حکومت د خلکو په وړاندي خپلي محبوبيت له لاسه ورکړي. له بلي خوا رسمد دي حکومت دواړو رهبرانو ژمنه کړي وه چي د دوي په حکومت کي خلک لاندني ستونزي به و نه لري خو متاسفانه چي برعکس خلک له هر وخت څخه ډيرپه دي ستونزو باندي ګرفتار دي.

سره له داسي ستونزو او مشکلاتو د افغانستان خلک بيا هم هيله من دي او حکومت ته سترګي په لاره دي چي شايد د افغانستان د وحدت ملي حکومت چارواکو خلکو ته په وجداني سترګي وګوري او د خلکو دپاره د کار و بار زمينه برابره کړي، دا په دي مانا چي خلک تر اوسه پوري هم له خپلي حکومت څخه انتظار لري او له بلي خوا حکومت هم تر اوسه پوري چانس لري چي بيرته خپلي له لاسه تللي اعتماد تر لاسه کړي خو کله چي حکومت په مشکوکو کړنو باندي بوخت وي او د خلکو له سرنوشت سره لوبي وکړي بيا دا د خلکو دپاره د منني وړ نه دي ځکه چي د افغانستان خلک خپلي 15 کلني لاس ته راوړني په هيڅ وجه باندي د افغانستان د خلکو دښمنانو ته نه ورکوي. که حکومت او هغه کسان چي د دواړو رهبرانو شا و خوا نيولي دي او غلطه مشوري ورکوي په داسي کړنو باندي ادامه ورکړي نو هيڅکله هم د خلکو او د حکومت ترمينځ د اړيکو ښه والي نه تر لاسه کيږي.

په بغلان کي هغه مشکوک تفاهم نامه چي د راستون شوي هيات له نظره د حکومت او د سيمي د سپين ږيرو او خلکو تر مينځ امضا شوي دي او د بغلان د ولايتي شورا د وکيلان د ويناوو له مخي دا تفاهم نامه د حکومت او د طالبانو ترمينځ امضا شوي دي، دا په شدت سره د افغانستان د ساکنو اتباعو تر مينځ دښمني رامينځته کوي او دا کار د خلکو د ملي وحدت دپاره ډير خطرناک کار دي او د دي کار عاملين او طراحان هم به مسوول وي.

که دا تفاهم نامه واقعا له طالبانو سره امضا شوي وي دا کار نه يوازي دا چي د طالبانو ګوند په رسمي توګه پيژندل دي چي رسما حکومت په ناسالمه توګه دوي په نظام شريک کړي دي او د افغانستان د تجزيي زمينه برابروي.

حکومت په دي باندي ښه پوهيږي چي د افغانستان خلک نور نه غواړي چي د طالبانو د حکومت د چتر لاندي ژوند وکړي او د دي مسالي طراحان هم بايد په دي باندي پوه شي چي دا يو ناممکن او عجولانه تصميم دي او هيڅکله هم به کامياب نه شي.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده