د رهبرانو تر مینځ تر اوسه هم اختلافات

لکه څنګه چی مالومیږی د افغانستان د ولس مشر او اجرایی رییس عبدالله عبدالله سره تر اوسه هم د ډیرو مواردو په اړه جدی اختلافات شتون لری. نژدی یوه کال د وحدت ملی د حکومت له جوړیدو څخه تیریژی خو تر اوسه پوری هم د رهبران ترمینځ اختلافات حل شوی نه دی.

داسی مالومیږی چی دا دوه اړخیز حکومت یوه خوا یی غواړی چی یو مطلق العنانی حکومت ولری او بلی خوایی ځان په حکومت نیمایی شریک بولی او په دی اساس د دوی ترمینځ تل اختلافات شتون لری. د دوی لمړنی اختلافات د انتخاباتو په څرنګوالی وه او وروسته له دی نه چی دوی په دی موافق شوه چی باید ملی وحدت حکومت جوړ کړی او اشرف غنی جمهور رییس شی او عبدالله عبدالله د اجراییه رییس په حیث کار وکړی بیا دوی د قدرت د تقسیمولو په برخه کی ستونزو سره مخامخ شوه چی له دی امله دوی نه شو کولی چی تر شپږ وه میاشتنی د پاره خپلی کابینه جوړ کړی او تر اوسه پوری هم دوی د دفاع وزیر نه لری.

دوی دواړو پخپلو ویناوو کی یو بل سره مشورت او تفاهم نه لری ځکه چی یو یی یوه خبره کوی څو ورځ وروسته بل طرف یی رد کوی چی دا کار له یوه خوا د دوی د مدیریت ضعیفه نښی دی او له بلی خوا د خلکو اعتماد د دولت په اړه له مینځه وړی.

داکتر عبدالله عبدالله وروسته د وزیرانو د شورا اعلان کړی وه چی د دی میاشتی د 28 نیټه کی د برقی تذکری ویش شروع کیږی او ډیر ټینګار هم کړی وه چی دا تاریخ دقیق تاریخ دی او کار به حتمن شروع کیږی خو ولس مشر غنی یو ځل بیا هم نه پریښود چی په هغه نیټه کی دا کر پیل شی او د ځینو بهانی په اساس دا کار وځنډیده.

نه یوازی دا چی د رییس جمهور او اجرایی رییس تر مینځ ستونزه شتون لری چی حتی دوی له خپل مرستیالانو سره هم ستونزه لری لکه څنګه چی دوستم تللی دی شمال خوا ته او دلته په کابل کی دا سو ځله کیږی چی ځینی کسان په تلویزیونونو کی وایی چی دوستم شمال ته د نسل کشی په خاطر تللی دی او ولسمشر غنی تر اوسه پوری هیڅ کوم عکس العمل نه دی ښودلی دی دا سکوت د اشرف غنی په دی مانا چی واقعا دوستم نسل کشی دپاره تللی دی او د غنی فرمان نه منی.

ز مونږه هیله او د افغانستان د خلکو هیله له حکومت څخه دادی چی دوی خپل مینځی اختلافات حل کړی او د خلکو د هوساینی دپاره جدی هلی ځلی وکړی او افغانستان د جوړیدو په خاطر کار وکړی. په دی اساس وخت چی افغانستان په جدی توګه له امنیتی ګواښونو سره مخامخ دی او هر ورځ د افغانستان په ځینو ځایونو کی انسانی فاجعه رامینځته کیږی په داسی یوه اساس وخت کی ضرورت دادی چی دوی د خلکو او د هیواد په فکر وی نه د خپلی شخصی او قومی ګټو په خاطر کار وکړی.

تر اوسه پوری خلک داسی فکر کوی چی هر یو د دی رهبران غواړی چی خپل قوم او خپل ټیم دپاره چانه زنی وکړی او د قدرت د ترلاسه کولو دپاره هلی ځلی وکړی خو ز مونږ هیله دادی چی دواړو معظم رهبرانو د خلکو دپاره لمړنی امکانات چی د دوی حق دی برابره کړی خلک امنیت غواړی خلک کار غواړی او خلک له حکومت نه نظم او دسپلین غواړی د یوه حکومت وظیفه دی چی خلکو دپاره امنیت راوړی او د خلکو دپاره د کار زمینه برابره کړی.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده