د عبدالهادی مسلميار د مشرانو جرګی رييس خبری د شهيد کاظمی د شهادت اتمی کليزی په غونډه کی

نحمده و نصلی علی رسوله الکريم ،اما بعدفاعوذو باالله من الشيطن الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان جلالت مآب اجراييه رييس، محترمو جهادي رهبرانو، دملي شورا غړو، کاظمي صاحب، د شهيد کاظمي د لياري ملګرو!

السلام عليکم و رحمته الله و برکاته.

محترمو ورونو!هغه څه چي د شهيد کاظمي د خط و مشي او د هغه د ملګرو د خط و مشي په رابطه بحث وه جناب داکتر صاحب عبدالله عبدالله ستاسو حضور ته وړاندي کړ. د افغانستان د يو مسلمان بچي په صفت، د يو مجاهد په صفت، د شهيد کاظمي شهادت ټول مجاهدينو ته او ټول افغانانو ته تسليت وايم. الله تعالي دي تر ټولو شهداوو باالخصوص د شهيد کاظمي او د دي ملګروجاي جنت وګرځوي.

شهيد کاظمي د افغانستان د مجاهدينو د صف او د افغانستان د رهبرانو د صف نه يو هغه څوک وه چي دنيا او خلکو ته يي ښوده چي مجاهدين د سنګر خلک هم دي او د حکومت داري او د نظام د جوړولو خلک هم دي. دوي هغه کسان دي چي په هر راستا او په هر بخش کي چي مسووليت ور وسپارل شي خپل مسووليت په صحيح مانا سره ادا کولاي شي.واقعا لکه څنګه چي داکتر صاحب عبدالله وويل که د شهيد کاظمي په څير په تيره دوره اويا په اوسني دولت کي د ملي شورا او په مجموع کي د ټول پارلمان اعضا په هماغه شکل مسووليت ادا کړي وه او په هماغه شکل باندي د خلکو او د حکومت تر مينځ دا فاصلي چي دي د دي په کمولو کي هڅي وکړي او د خلکو ستونزي د هغه فشار په وسيله چي قانون د افغانستان ملي شورا او پارلمان ته ورکړي او باعث وګرځي چي پر حکومت فشار راوړي او دا فاصلي راکمي کړي نو ډير ستونزي به حل شوي وي. شهيد کاظمي نه يوازي د افغانستان د جهاد او اداره دپاره يو الګو وه چي د افغانستان د پارلمان په تاريخ کي هم دکار يو الګو وه.

الله دي د هغوي شهادت قبول کړي، نن مونږ دلته چي راټول شوي يو دعا ورته کو او د غه خاطرات به تل زمونږ او ستاسو په زړونو کي وي. زه د مشرانو جرګي له آدرس نه د شهيد کاظمي کورني ته، د جهاد محترمو مشرانو ته، بالخصوص د اجراييه رييس صاحب چي دلته د هغوي د همګارانو او د سختو ملګرونه د هغوي د همقطارانو نه وه ،دوي ته او د افغانستان ټول ملت ته تسليت وايم. الله تعالي دي په دي ملک کي صلح او امن راوړي. الله تعالي دي د شهداوو د ويني او د شهداوو د قربانيو په برکت د دي مسلمان ملت عرض ور واوري. زه نه غواړم چي ستاسو درد سر جوړ شم په آخر کي يو ځل بيا د مشرانو جرګي له آدرس او د افغانستان د ملت له آدرس نه دغه غميزه او دغه تاريخي ورځ د افغانستان خلکو ته تسليت وايم. الله تعالي دي نور خفګانونه د افغانستان نه ليري کړي االسلام عليکم و رحمته الله و برکاته.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده