د کندز سقوط حکومت دپاره لوی ګواښ

لکه څنګه چی په جريان کي يو کندز ولايت په مجموعي توګه د طالبانو په لاس سقوط وکړ. دا په داسي حال کي دي چي څو ورځي مخکي د بغلان ولايت ځيني برخي د دولت له خوا طالبانو ته وسپارل شوه.

تر اوسه پوري هم د وحدت ملي حکومت نه مني چي طالبان د افغانستان او د افغانستان دخلکو دښمنان دي او بايد د خلکو دښمنان له مينځه وځي دا چي حکومت د دوست او دښمن څخه واضح تعريف نه لري دا لوي سبب دي چي دوي پخپلو ناوړو کړنو ټينګار ولري او خپلي اهدافو ته ځان ورسوي .د کندز ولايت ټولو برخو د طالبانو په لاس کي دي او حکومتي چارواکو ټول يي په هوايي ډګر کي محاصره دي ، له بلي خوا د خلکو شتمني ته ډير زيان رسيدلي دي او حکومتي او حکومتي ادارات سوځيدلي دي د طالبانو پرچم د ښار په ټولو برخو کي ولاړ دي ، د ولايت مقر او قومانداني امينه او نوررياستونو د طالبانو په لاس کي دي، بانکونه او لوي بازارنونه چپاول شوي دي خو بيا هم ولسمشر غني وايي چي کندز د حکومت د مديريت لاندي دي.

ولسمشر غني په خلکو باندي ريشخند وايي يا پخپل ځان باندي خلک زيانمن شوي دي د خلکو کورونه چور شوي دي او خلکو ته مرګ ژوبلي راغلي دي خو بيا هم حکومت په دير خون سردي سره وايي چي خلکو تشويش مکوي.

ځيني محلي خبرنګاران وايي چي د کندز سقوط طالبانو ته هم د تعجب وړ خبر وه دوي هم حيران پاتي شوي وه چي په ډير آساني سره دوي توانيدلي دي چي کندز ترلاسه کړي دي. دوي وايي چي د طالبانو تعداد په دي عملياتو کي ډير محدود وه او پرته له کوم مقاومت څخه دوي د کندز ښارترلاسه کړل.په دي اساس خلک شکمن دي او وايي چي کندز هم معامله شوي دي له بلي خوا ځيني سياسي کارپوهان وايي چي د افغانستان پوزيان او امنيتي قوتونو هم د جنګ اجازه نه لري او حکومت په داسي حساسا وقتونو کي هم دوي ته اجازه نه ورکوي چي د مخالفينو په وړاندي مقاومت وکړي.

د کورنيو چارو وزير په ډير آساني سره وايي چي که د يو ولايت ځينو برخو د مخالفينو په لاس راځي دا په دي مانا نه دي چي هغه ولايت سقوط کړي دي، خو بيا داسي نه وايي چي په کندز کي حکومت محاصره دي او د کندز د ولايت او امنيي قومانداني مقام هم د طالبانو په لاس کي دي او هم سوځول وي دي نو د يو ولايت سقوط په څه مانا دي د کورنيو چارو وزارت د وزير له نظره.

کله چي د امنيت ملي له رييس څخه پوښتنه کيږي چي د دهنه غوري سپارل طالبانو ته د کندز په سقوط کي څومره اغيزناک بولي؟ هغه سکوت کوي او د حقيقت کتمان کوي او د دي سوال ځواب نه وايي. د دفاع وزير هم ډير جالب بحث درلوده او وايي چي کندز ته هم بايد يو منظم طرح جوړ کړو ځکه چي يوازي د جنګ له لياري د کندز ستونزه نه حل کيږي دا په څه مانا دي يعني دا چي په کندز کي هم د بغلان طرح تطبيق شي او ځيني برخي يي طالبانو ته وسپارل شي. دا واقعا حکومت ته لوي ګواښ دي او حکومت ته شرم دي چي يو ولايت په کامله توګه سقوط کوي او حکومت دومره ناتوان دي چي نه يوازي د هغه ولايت د بيرته نيولو دپاره قدرت او طرح لري چي حتي په دي فکر دي چي د انعام او امتياز ورکولو له لياري بيرته مخالفين قانع کړي او له بلي خوا مخامخ ملت ته دروغ وواي چي کندز د مديريت لاندي دي .

کله چي د امنيت رييس وايي چي پس له هغي نه چي دهنه غوري طالبانو ته سپارل شوي دي لياري امنيت شوي که واقعا ستاسو طرح د افغانستان د امنيت دپاره دا وي نو حکومت د څه دپاره ؟ دا د شرم وړ خبري دي چي حکومت د يو منظقي د امنيت لپاره ناتوان دي خو طالبان هلته امنيت راوړي شي.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده