نا امنی اود حکومت سکوت

که څه هم د افغانستان خلک ډیر زیښت مشکلات او ستونزی لری خو نا امنی داسی د خلکو کمر ماتی کړی دی چی ټول خلک په دی انتظار دی چی دوی حد اقل امنیت ولری او د انتحار او انفجار له شره خلاص شی. نا امنی او د حکومت د مخالفینو وده ول له تیر شوی حکومت څخه تر اوسه پوری په شدت او حدت سره را روان دی او په دی هکله نه حکومت او نه بحرنیو قواوو کوم جدی او مسوولانه اقدام کړی دی.

دا هرچا ته روښانه دی چی نه طالبان او نه نورو مخالفو مسلحو ګوندونو په افغانستان کی د دی توان لری چی حکومت سره داسی مواجهه وکړی بل چی تر اوسه پوری د افغانستان مخکنی حکومت او اوسنی حکومت جدی او مسوولانه اقدام د ترهګرو د له مینځه وړلو دپاره نه دی کړی دی او مخالفین هم له دی فرصت څخه ښه استفادی کوی.

په داسی یوه حالت کی چی د افغانستان ټول خلک د مخالفو مسلحو ګوندونو پرضد دی او د افغانستان هیڅ سړی نه غواړی چی داسی غیر مسوول مسلح کسان په دی خاوره کی فعالیت ولری حکومت قطعا د دی توان لری چی دوی تار و مار کړی ځکه چی دوی د خلکو له حمایت څخه برخوردار نه دی خو اصلی خبره دا دی چی حکومت یا واقعا نه غواړی چی داسی غیرمسوولو ګوندونو سره په جدی مبارزه وکړی او یا هم چی دا حکومت د دی کار توان او اجازه نه لری خو د افغانستان خلک په دی باندی نه پوهیږی.

په دی اواخرو کی د دی ناامنی لمنی په ټول افغانستان کی ډیر هواره شوی دی نه یوازی په کابل بل چی د افغانستان په ټولو ولایاتو کی نا امنی ډیر شوی دی او حکومت هم په دی هکله سکوت کړی دی.

اوس د خلکو اصلی غوښتنی دادی چی حکومت نه باید د دی مهمی مسالی په خاطر سکوت اختیار کړی او په جدی توګه باید له ترهګرو سره مبارزه وکړی او دا مخالفو مسلحو کسانو ته اجازه ور نه کړی چی د خلکو وینی تویی کړی او پخپل سر قانونی او جزایی اجراات وکړی.

که حکومت په دی هکله غفلت وکړی او د مخالفو مسلحو ګوندونو مخه و نه نیسی بیا هم یو سیاسی انارشیسم رامینځته کیږی او ځینی کسان او احزاب له دی فرصت څخه ناوړه استفاده کوی. حکومت د دی ناوړی استفادی د مخنوی دپاره باید داسی یوه سیاست اتخاذ کړی چی مخ کی له دی نه چی خلک او سیاسی احزاب غوښتنه وکړی حکومت د هغه د چمتو کولو په برخه تصمیم اتخاذ کړی.

دا حکومت دومره بی کفایته شوی دی چی اصلا د خلکو چیغ او فریاد دا حکومت ته کوم مانا او مفهوم نه لری ځکه چی په نورو هیوادونو کی پس له څو لسیزو هم یو واری تظاهرات نه کیږی خو دلته په افغانستان کی په اونی دا کار تر سره کیږی عامل یی هم دادی چی خلک په تنګ راځی او نور د عملی ګامونو د اوچتولو نه توان لری او نه اجازه نو مجبور کیږی چی مظاهراتو ته اقدام وکړی او په صورت خپلی انزجار له حکومت څخه اظهار کړی. حکومت باید په دی باندی پوه شی چی که خلک نظامی قدرت او توان درلوده هیڅکله تظاهراتو ته اقدام نه وی کړی بل چی مستقیما له حکومت سره تسویه حساب کړی وه خو حکومت نه باید دومره میدان پر خلکو باندی تنګ کړی چی بالآخره له مجبوریت څخه د حکومت پر ضد ولاړ شی.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده