هند ته سفرد څه دپاره؟

د چارشنبه په ورځ د افغانستان د اجرایه رییس داکتر عبدالله عبدالله د اقتصادی او منطقه ای د پراختیایی همایش دپاره هند ته سفر وکړ.

د دی رسمی سفر اصلی موخی او اهداف د افغانستان او هند ترمینځ د روابطو تقویه کول او د هندی تاجرانو دعوت وه ځکه چی د هند هیواد د سرمایه ګذاری له لحاظه لوی ظرفیتونه لری او له بلی خوا د انسانی نیرو له لحاظه هم هندوستان په منطقه کی مهم هیواد دی.

د افغانستان او هند روابط دواړو هیوادونو دپاره مهمه مساله دی ځکه چی هندوستان له افغانستان سره ښه اړیکی درلوده او تل افغانستان سره مرسته کړی ده او د هندوستان مرستی افغانستان دپاره مهم او اساسی دی ځکه چی د هندوستان کمکونه د افغانستان د زیربنایی د مسایلو په اړه مهم او ارزښمند دی.

د اجراییه رییس په دی سفر کی د هندوستان له تاجرانو سره خبری کړی دی چی دوی دپاره د سرمایه ګزاری فرصتونه د انرژی، کرهنی، داخلی تولیدات، روغتیا او د تکنالوژی معلوماتی په برخو کی برابر دی او دوی کولای شی چی په دی برخو کی افغانستان سره تجارتی اړیکی ولری ځکه چی د افغانستان خلک په هندوستان حکومت او خلکو باندی اعتماد لری او له بلی خوا د افغانسان خصوصی نهادونو هم توانیدلی دی چه تر یو حده پوری د خلکو د اعتماد وړ وګرځی نو د اجراییه رییس د هندوستان له خصوصی شرکتونو څخه غوښتلی چی په یاد شوی برخو کی دوی کولای شی چی په افغانستان کی سرمایه ګذاری وکړی

داکتر عبدالله عبدالله د منطقه ای همګرایی پر اصل باندی ټینګار وکړ او وویل چی متقابل اقتصادی اړیکی په منطقه کی د سولی او ثبات په برخه کی مهمه مساله دی. د سیمی هیوادونو باید خپلی تجارتی او ترانزینی اړیکی وده ورکړی او د سیمی د هیوادونو د رفاه او ترقی په خاطر د آزادو مبادلاتو زمینه هم باید برابره شی .

داکتر عبدالله پخپلو ویناوی وویل چی په افغانستان کی د هندی تاجران دپاره د سرمایه ګذاری فرصتونه برابروی او د هند تاجران دعوت شول چی افغانستان سره تجاری اړیکی ولری.

ویل کیږی چی د هند او افغانستان ترمینځ یو تفاهم نامه هم امضا شوی دی چی د هغه تفاهم نامه پر اساس د سیاسی پاسپورتونو د ویزا په خاطر سهولتونه را مینځته شوی دی.

منطقه ای اړیکی چی د ولس مشر غنی د سیاست په چارچوب کی هم شتون درلوده بلی مهمی مسالی وه چی داکتر عبدالله عبدالله په هندوستان کی مطرح کړ. مهمه مساله دادی چی د افغانستان حکومت باید توجه وکړی چی له یوه خوا د افغانستان او هندوستان اړیکی د پاکستان د ناراحتی عامل نه شی او له بلی خوا د افغانستان حکومت نه باید د پاکستان په خاطر د هندوستان د سرمایه ګذاری او تجارتی فرصتونه له لاسه ورکړی.

د افغانستان حکومت پخپلو اړیکو کی د هندوستان او پاکستان تر مینځ باید توازن د نظر لاندی ولری چی نه باید افغانستان د پاکستان او هند د رقابت ډګر وګرځی او له بلی خوا هم نه باید مونږ خپلی فرصتونه له لاسه ورکړو.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده