په حکومت کی منځنی اختلافات د نا امنی واصلی عامل

د وحدت ملی د حکومت له جوړیدو څخه تر اوسه سه کم یوه کاله کیږی خو متاسفانه تر اوسه پوری دا حکومت د دی توان نه دی پیدا کړی چی پخپل مینځ کی سو تفاهمات او اختلاف نظرونه له مینځه وړی.

په حکومت کی د دواړو رهبرانو ترمینځ مخالفتونه سبب شوی دی چی د افغانستان په ټولو چارو کی ستونزی او مشکلات رامینځته شی او په اداراتو کی په جدی توګه انارشیزم را روان شی. داسی مالومیږی که د دوی اختلافات نور هم زیات شی د افغانستان حکومت به د سقوط وړ وی.

د امنیتی له لحاظه ټول نړی په دی باندی پوهیږی چی حکومت کاملا ناکام پاتی دی او د منیځنی اختلافاتو له امله د صلح وزیر راځی د جنګ وزیر کیږی چی دا مساله ډیر خنده آور و جالبه مسالی دی خو د دوی له نظره مهم دادی چی له خپل ټیم او له خپل قومیت څخه یو کس پیدا کړی او په چارو یی بوخت کړی.

دا منځنی اختلافات د دی لامل ګرځی چی په هر ولایت او منطقه کی مردمی خیزشونه رامینځته شی او یو ځل بیا د خلکو له نظامی اقدامات پیل شی هغه وخت نو د حکومت زور هم پر دوی باندی نه رسیږی او یو ځل بیا ملوک الطوایفی شروع کیږی. داچی داسی سیاسی او نظامی بهیرونه جوړیږی دا هم طبیعی دی ځکه چی حکومت د دی توانایی نه لری چی د خلکو له ژوند او حقوقو څخه دفاع وکړی او ورځ تر ورځ هم د حکومت د مخالفینو ګواښونه زیاتیږی او په هر ولایت کی د دوی حاکمیت لوړیږی نو په داسی یوه حالت کی خلک مجبور دی چی له خپل ځان او مال څخه دفاع وکړی او خپله د تجاوز مخه و نیسی.

ویل کیږی چی استاد عطا محمد نور او جنرال دوستم د حکومت لومړی مرستیال په شمال کی ګډ عملیات پیل کړی دی او خلکو ته وعده ورکړی دی چی طالبانو سره په جدی توګه مبارزه کوی. په اوسنی شرایطو کی دا ګډون د خلکو په منفعت دی خو کا دا کار په نورو ولایاتو کی وشی چی حتمن کیږی بیا له دی نوم هم ناوړه استفاده کیږی چی بیا هم په دی مساله کی حکومت مقصر دی ځکه چی نه دی توانیدلی دی چی د خلکو امنیت تامین کړی نو خلک اجبار په داسی یو عمل لاس پوری کړی دی.

دا حکومت که واقعا د دی توان نه لری چی خپلی منځنی مخالفتونه مدیریت کړی او د ملت او خلکو دپاره کار وکړی نو ټول خلک په دی هیله دی چی دا حکومت باید له مینځه وځی او دوی د ملت په وړاندی په صادقانه توګه ووایی چی دوی د حکومت کولو وړ کسان نه وی. او که وضعیت همداسی دوام وکړی نو د افغانستان خلک انتظار لری چی زر تر زره بیا هم افغانستان د طالبانو په لاس راځی او دا حکومت د طالبانو په واسطه سقوط کوی.

د دی مخالفتونو له امله نه یواځی دا چی د طالبان او د افغانستان د حکومت مخالفینو په جنوبی ولایاتو کی خپلی فعالیتونو ته قوت ورکړی دی چی حتی په شمالی ولایاتو کی د دوی له لاسه هره ورځ یوه ولسوالی سقوط کوی نو د وحدت ملی حکومت دپاره لوی ګواښ دی او دا ګواښونه نه حل کیږی ترهغه پوری چی د رهبرانو منځنی اختلافونه له مینځو و نه ځی او دوی له قوی او کلک تصمیم سره را نه شی او خلکو ته یو ځل بیا وعده ور نه کړی چی د افغانستان د خلکو دپاره کار کوی.

د افغانستان د خلکو هیله له دی حکومت څخه دادی چی د خدای په لحاظ او د دی غم ځپلو خلکو په خاطر دا منځنی مخالفتونه لری کړی او د دی ملت دپاره جدی کار پیل کړی. خلک تاسو ته رای ورکړی دی چی د دوی ستونزه حل شی نه داچی خلکو لاهم ستونزه ډیر شی.

که دا حکومت واقعا د دی کار توانایی نه لری نو په صادقانه توګه پریږدی چی یو صادق او مدبر شخص راشی او د خلکو د ستونزو دپاره لاری چاری هواری کړی. خلک او قومیت نه غواړی، مذهبی اختلافات نه غواړی فقط ډوډی غواړی او کار و بار غواړی.

0 پیام برای این مطلب ثبت شده