“وکیل” باید نماینده درد مردم باشد (شهیدسید مصطفی کاظمی)

در آستانه پانزدهم عقرب، سالروز جان باختن تنی چند از نمایندگان مردم درپارلمان و شمار زیادی از دانش آموزان و مردم عادی در حادثه خونین و تروریستی بغلان قرار داریم. در این ارتباط نکاتی چند قابل یادآوری می باشد:

-وقوع این حادثه به احتمال قریب به یقین کار مافیای اقتصادی و سیاسی بود که، از نتیجه آغاز فعالیت کمیسیون اقتصادی مجلس نمایندگان نگران و خود را در معرض افشا شدن می دیدند.

-بی تفاوتی حکومت گذشته و کنونی در حقیقت یابی چنین قضایایی، حداقل در ریشه یابی و افشا سازی عاملین آنان، گواه آنست که نبض سیاست و مدیریت کشور در انحصار مافیای سیاسی و اقتصادی در پیوند و حمایت بیرونی ها قرار دارد. بنابراین علاوه بر ناتوانی و محدودیت دستگاه های اجرایی و عدلی و تقنینی ، دموکراسی و ارزش های نظام سیاسی درحد یک ابزار و پوشش توجیه کننده به زیان نظام سیاسی و تباهی سرنوشت مردم، مصادره شده است.

-افتضاح انتخاباتی پارلمانی و ریاست جمهوری، وجودپارلمان دست آموز و مافیایی، تنزل جایگاه و نقش نهادهای ملی و وضعیت ناامیدکننده کشور برای مردم از دولتمردان و سیاستگران، نشان دهنده آنست که افغانستان با گذشت هر روز و پشت سرنهادن هرتحولی ده ها گام درحال عقب گرد سیاسی و تاریخی است. هیچ روزنه امید برای گشایش و حل گره ها و چالش های کنونی در مدیریت کشور قابل تصور نیست.

-در خصوص مسئولیت نمایندگان، باید گفت اکثریت اعضای مجلس نمایندگان-بجز تعدادی اندک و کمتر از شمار انگشتان یک دست- نماینده باندها وشبکه های مافیایی هستند، نه نماینده درد مردم؛ که غاصبانه برکرسی پارلمان چنگ انداخته اند.

عبدالکشور اخلاقی

نا امنی اود حکومت سکوت

که څه هم د افغانستان خلک ډير زيښت مشکلات او ستونزي لري خو نا امني داسي د خلکو کمر ماتي کړي دي چي ټول خلک په دي انتظار دي چي دوي حد اقل امنيت ولري او د انتحار او انفجار له شره خلاص شي. نا امني او د حکومت د مخالفينو وده ول له تير شوي حکومت څخه تر اوسه پوري په شدت او حدت سره را روان دي او په دي هکله نه حکومت او نه بحرنيو قواوو کوم جدي او مسوولانه اقدام کړي دي.

دا هرچا ته روښانه دي چي نه طالبان او نه نورو مخالفو مسلحو ګوندونو په افغانستان کي د دي توان لري چي حکومت سره داسي مواجهه وکړي بل چي تر اوسه پوري د افغانستان مخکني حکومت او اوسني حکومت جدي او مسوولانه اقدام د ترهګرو د له مينځه وړلو دپاره نه دي کړي دي او مخالفين هم له دي فرصت څخه ښه استفادي کوي.

په داسي يوه حالت کي چي د افغانستان ټول خلک د مخالفو مسلحو ګوندونو پرضد دي او د افغانستان هيڅ سړي نه غواړي چي داسي غير مسوول مسلح کسان په دي خاوره کي فعاليت ولري حکومت قطعا د دي توان لري چي دوي تار و مار کړي ځکه چي دوي د خلکو له حمايت څخه برخوردار نه دي خو اصلي خبره دا دي چي حکومت يا واقعا نه غواړي چي داسي غيرمسوولو ګوندونو سره په جدي مبارزه وکړي او يا هم چي دا حکومت د دي کار توان او اجازه نه لري خو د افغانستان خلک په دي باندي نه پوهيږي.

په دي اواخرو کي د دي ناامني لمني په ټول افغانستان کي ډير هواره شوي دي نه يوازي په کابل بل چي د افغانستان په ټولو ولاياتو کي نا امني ډير شوي دي او حکومت هم په دي هکله سکوت کړي دي.

اوس د خلکو اصلي غوښتني دادي چي حکومت نه بايد د دي مهمي مسالي په خاطر سکوت اختيار کړي او په جدي توګه بايد له ترهګرو سره مبارزه وکړي او دا مخالفو مسلحو کسانو ته اجازه ور نه کړي چي د خلکو ويني تويي کړي او پخپل سر قانوني او جزايي اجراات وکړي.

که حکومت په دي هکله غفلت وکړي او د مخالفو مسلحو ګوندونو مخه و نه نيسي بيا هم يو سياسي انارشيسم رامينځته کيږي او ځيني کسان او احزاب له دي فرصت څخه ناوړه استفاده کوي. حکومت د دي ناوړي استفادي د مخنوي دپاره بايد داسي يوه سياست اتخاذ کړي چي مخ کي له دي نه چي خلک او سياسي احزاب غوښتنه وکړي حکومت د هغه د چمتو کولو په برخه تصميم اتخاذ کړي.

دا حکومت دومره بي کفايته شوي دي چي اصلا د خلکو چيغ او فرياد دا حکومت ته کوم مانا او مفهوم نه لري ځکه چي په نورو هيوادونو کي پس له څو لسيزو هم يو واري تظاهرات نه کيږي خو دلته په افغانستان کي په اوني دا کار تر سره کيږي عامل يي هم دادي چي خلک په تنګ راځي او نور د عملي ګامونو د اوچتولو نه توان لري او نه اجازه نو مجبور کيږي چي مظاهراتو ته اقدام وکړي او په صورت خپلي انزجار له حکومت څخه اظهار کړي. حکومت بايد په دي باندي پوه شي چي که خلک نظامي قدرت او توان درلوده هيڅکله تظاهراتو ته اقدام نه وي کړي بل چي مستقيما له حکومت سره تسويه حساب کړي وه خو حکومت نه بايد دومره ميدان پر خلکو باندي تنګ کړي چي بالآخره له مجبوريت څخه د حکومت پر ضد ولاړ شي.

حکومت او د خلکو غوښتنه

د هر حکومت جدی او اساسی مسووليت چي له هر مسالي څخه لومړي توب لري دا دي چي د خلکو قانوني غوښتني ته لبيک ووايي او د خلکو دپاره د هوسايني ژوند زمينه برابره کړي. او له بلي خوا منابع په عادلانه توګه په ټولو ځايونو کي تقسيم شي.

د توتاپ مسالي په يو بن بست تبديل شوي دي چي له يوه خوا خلک او له بلي خوا حکومت خپل سيات او نظريات په دي برخه لري. خو اصلي مساله دادي چي د افغانستان د ځينو برخو خلک غوښتنه لري او د ځينو نورو ولاياتو خلک د دي غوښتني په ضد اعتراضات کړي دي او په داسي يوه حالت کي حکومت مکلف دي چي اول د خلکو د غوښتني پلټني پيل کړي چي ثابت شي چي آيا د خلکو غوښتني قانوني بڼه لري او آيا د دوي د غوښتني په شا کي کوم سياسي کړني لاس نه لري او آيا د دوي غوښتني واقعا د خلکو د حقوقو د حقاق دپاره دي او يا بيا هم زيني خلک هڅه کوي چي د خلکو له احساساتو څخه استفاده وکړي او خپلي سياسي ګټي ته ځان ورسوي؟

يعني حکومت مکلف دي چي بايد په دي برخه جدي پلټنه پيل کړي او دا مساله بايد ثابت شي چي د خلکو غوښتنه څومره قانوني مصداق لري او بايد بررسي شي چي که د دوي غوښتني د حکومت له خوا ومنل شي دا کار څومره عملي کيداي شي. او له بلي خوا بيا هم حکومت بايد تحقيق کړي چي د هغه خلکو غوښتنه څومره قانوني بڼه لري چي د باميان او وردک د خلکو پر ضد په پکتيکا او ځيني نورو ولاياتو تر سره شوه؟

په هر صورت کي دا د دولت مسووليت دي او حکومت په دي باندي مکلف دي چي بايد يا د خلکو غوښتني تر سره کړي او د دي کار د عملي کولو دپاره هلي ځلي وکړي او لاري چاري وسنجوي. د مالي او تخنيکي له لحاظه د دي پروژي امکاناتو ته د حل لياري پيدا کړي.

او يا هم دا چي که حکومت واقعا نه غواړي چي دا پروژي د خلکو د غوښتني په اساس عملي شي او د دي کار دپاره قانوني دليل لري بايد چي د خلکو سره يي شريک کړي او خلکو سره مخامخ خبري وکړي خپل دلايل ووايي و د دوي دلايلو ته غوږ و نيسي بيا د ملي منافعو سره سم داسي يو تصميم و نيسي چي هم د خلکو منافع په کي خوندي وي او هم د ملي منافعو پر اساس وي او له بلي خوا د امکانات او مالي‌ او تخنيکي له لحاظه هم بايد د دي پروژي د پلي کيدل امکان هم شتون و لري.

په عربي کي يو ضرب المثل دي چي (طلب الکل فوت الکل) نه خلک داسي يو تصميم و نيسي چي د حکومت له لاس څخه پوره نه وي او د خلکو دا غوښتني د دي پروژي د فوت عامل و ګرځي او نه حکومت داسي يو تصميم و نيسي چي ټولو منافعو خپل ځان ته د نظر لاندي و لري او د خکلو غوښتني ته توجه و نه کړي چي بيا هم دا فوت الکل کيږي.

په هيله يو چي حکومت د افغانستان د خلکو سره د توتاپ د پروژي په هکله جدي خبري وکړي او د دي پروژي د پلي کيدلو دپاره لياري پيدا کړي او د ملي منافعو سره سم هم د خلکو غوښتني ته توجه وکړي او هم د دي پروژي د پلي کيدلو دپاره جدي اقدامات وکړي.

د ولس مشر غنی خبری، له نظره تر عمله

د ولس مشر غنی وروستنی خبری په ولسی جرګه کی بد نه وه او په ځينو مواردو کي د هغي ويناي او موقف مشخصه وه. د انتخاباتي مبارزاتو له وخت څخه تر اوسه پوري ولس مشر غني پرته له لفظي اشتباهاتو څخه ښه خبري کوي او تل له ډيرو برنامي څخه يادونه کوي او په ځينو مواردو کي مهم تصاميم هم لري. له بلي خوا په دقت سره خپلي ويناوي بيانوي خو اصلي خبره دادي چي افغانستان او د افغانستان خلک په داسي يوه حالت کي رسيدلي دي چي ويناوي او خبري کول د دول درد نه شي درمل کيداي.

ولس مشر غني کله چي رييس جمهور شوه د حکومت په لمړنيو ورځو کي څو جدي فرمانونه ورکړل او خلکو ته په ډاډ سره وويل چي پخپل تصاميم کي جدي دي خو متاسفاه د ولس مشر لمړني فرمانونو ته سپکاوي وشوه او په جدي توګه پيګيري و نه شوه. پس له څو فرامانونو څخه ولسمشر او د اجرايي رييس د قدرت په تقسيولو کي مصروف شول او تر اوسه پوري هم مصروف دي.

د قدرت د تقسيم جنجال دومره زيات دي په دي حکومت کي او له ټولو بنيادي کارونو څخه لمړيتوب پيدا کړي دي او دوي نه پريږدي چي د مملکت داري په کارونو کي لاس و وهي.

دا په دي مانا چي د ولس مشر غني د خبري تر عمله پوري زيښت ډير فاصلي شتون لري که واقعا دا فاصله نه وي او هغه شي چي وايي تر سره يي کړي افغانستان ګل و ګلزار کيده.

امنيت چي هم د افغانستان حکومت دپاره او هم د افغانستان د خلکو دپاره په يو لوي و غټ چالش او کړکيج باندي تبديل شوي دي بايد د ولسمشر په اولويت کي وي او حد اقل د افغانستان د خلکو دپاره امنيت برابره کړي. دوي د امنيت د تامينولو دپاره ډير وعيدونه ورکړي دي خو د خلکو غوښتنه دادي چي دوي حتمن په عملي توګه خلکو دپاره د امنيت د راوستلو په هکله جدي او اساسي ګامونه واخلي.

د ولس مشر وروستني خبري په پارلمان کي د امنيت د راوستلو دپاره ښه خبري وه او د افغانستان د حکومت او خلکو دښمنانو ته ښه پيام درلوده او د ولس مشر موقف د طالبانو او نورو مخالفو ګويندونو په وړاندي مشخصه وه او په ډير واقع بينانه توګه وويل چي طالبان سوله نه غواړي دوي د افغانستان د خلکو په وړاندي دښمني رامينځته کوي او ملکي خلک وژني دا مهمه خبره دي چي تقريبا د لمړي ځل دپاره ولس مشر خپلي جدي موقف بيانوي.

که څه هم کله کله ولس مشر (هغه طالبان) وايي خو په يقين سره چي هم د افغانستان خلک او هم حکومت په دي باندي پوه شوي دي چي طالبان (دغه او هغه) نه لري دوي ټول د افغانستان د خلکو او د انسانيت په وړاندي جګړي کوي او خلک وژني.

اوس مهمه خبره دادي چي د ولس مشر غني له نظره تر عمله پوري سومره فاصله دي؟ د افغانستان خلک انتظار لري چي د ولس مشر په دي ويناوي کي د نظر او عمل ترمينځ فاصله نه وي او دا مساله بايد په چدي توګه پيګيري شي او د طالبانو او نورو ترهګرو ګوندونو په وړاندي په جدي توګه مبارزه وشي او د افغانستان د خلکو او حکومت مخالفين بايد په دي باندي باور وکړي چي د افغانستان د امنيتي قواوو په وړاندي د مبارزه توان نه لري.

انتحار، د طالبانو قوتيا د حکومت ضعف

مړيني او خشونت د افغانستان د خلکو او د حکومت د ټولو چارواکو دپاره په معمولي خبرو باندي تبديل شوي دي، داسي مالوميږي چي انتحار او انفجار د افغانستان د سياسي او اجتماعي په بهيرونو کي يو فرهنګ شوي دي او د افغانستان د وحدت ملي حکومت د دي فرهنګ د وده ولو دپاره ايجاد شوي دي.

د افغانستان لوړپورو چارواکو وروسته له انتحار څخه ځي او د انفجار په ځاي انځورونه ضبطوي، پوښتنه دادي چي تاسو د دي انځورو په اخيستلو باندي څه کوي آيا د دي انځورونو په شا کي کوم منطق او سياسي شعور هم شتون لري که نه؟ کله چي په شاه شهيد کي خطرناک انتحاري شوي وه هم داکتر عبدالله او نورو لوړپورو امنيتي چارواکو هلته تللي وه او دوي ټول هغه ځاي وليدله خو دا شان تخريبي عمليات او دښمانه کړيني په مقابل هيڅ کوم منطقي او سياسي تصميم و نه نيول شوه. د دي قوي او خطرناک انتخاري چي د دفاع وزارت په مخه شوي وه يوځل بيا داکتر عبدالله او نورو لوړپورو چارواکو ساحي ته تللي وه او له ساحي څخه ليدنه وکړ خو د څه دپاره؟ د دي دپاره چي د دي انفجار قوت وسنجوي؟ د دي دپاره چي تخريبات يي څومره وه؟ د دي دپاره چي سومره خلک په کي مړ شوي وه؟ دا کار د رسنيو له لياري هم کتلاي شي دوي فقط غواړي چي د خلکو په سترګو کي خاوري واچوي، دوي غواړي چي يو ځل بيا خلکو ته فريب ورکړي او خپل ځان د خلکو په ويره شريک بولي.

رييس جمهور ته خطاب او رييس اجرايي ته خطاب چي د خلکو غم دا نه دي چي تاسو خپل ځان د دوي د ويري شريک و بولي، د دوي غم دا نه دي چي تاسو د واقعي له ساحي څخه ليدنه وکړي. تاسو تر سو پوري د خلکو د فريب په خاطر خدعه کوي تر کومه پوري د افغانستان د غم ځپلو خلکو په مقابل نمايشي کارونه تر تر سره کوي؟ کومي دي هغه وجدانونه چي تاسو يي د انتخاباتي مبارزاتو په وخت تمثيليده؟ کومه ده هغه وعيدونو چي د امنيت د تامينولو او د اقتصاد د ودولو په اړه يي درلودي؟

د انفجاري موادو ډکه موټر د کابل د ولمسمشري د ماڼي دروازي ته نږدي رسيږي خو حکومت خبر نه دي، دا څه مانا او مفهوم لري؟ آيا حکومت دومره ضعيف دي چي وروسته له 15 کلنو څخه تر اوسه پوري هم د دي توان نه لري چي حتي د کابل ښار امنيت ونيسي؟ آيا طالبان دومره قوي شوي دي چي اوس د دي توان هم لري چي د دفاع وزارت په مخه او د يو مهمي امنيتي رياست په مخه کي انتحار او حمله وکړي او د دي توان هم ولري چي وروسته د حملي او وروسته د خلکو د وژلو څخه و تيښتي؟ داسي نه مالوميږي چي د افغانستان حکومت دومره ضعيفه وي چي د دي حکومت مخالفي وسله والو له دي ضعف څخه استفاده وکړي او په داسي مهمو ځايونو کي حملات تر سره کړي او له بلي خوا د حکومت مخالفو وسله والو کسان هم دومره قوت نه لري چي حکومت د دوي د داسي کړنو د مخنيوي دپاره کم زوره وي.

اوس خلک په دي باور باندي اعتقاد کړي دي چي د حکومت او د نظام په مينځ کي مهمو کسانو شتون لري چي طالباني فکر لري او له طالبانو سره جدي همکاري کوي. دوي د حکومت له امکاناتو څخه استفاده کوي او طالبانو ته وده ورکوي. واضحه ده طالبان د داسو اعمالو او کړنو د ترسره کولو توان نه لري تر هغه چي په حکومت کي ځيني کسان دوي سره همکار نه وي.

حکومت د دي انفجار په اړه بايد جدي تحقيقات وکړي. د دي عمل په شا کي حتمن د حکومت لوړپورو چارواکو لاس لري که حکومت واقعا د دي هدف ولري چي دا مساله واضح شي او په دي باندي پوه شي چي کوم کسان د داسي اعمالو د تر سره کولو په اړه لاس لري او واقعا داسي کسان بايد مالوم شي او د قانون په منګولو بايد وسپارل شي.