حکومت او حکومتی چارواکو

د وحدت ملی حکومت وروسته له جنجالی او بی نتيجه ټولټاکني څخه د تفاهم پر اساس د ولس مشر اشرف غني او داکتر عبدالله عبدالله تر مينځ رامينځته شوه چي تر اوسه پوري هغه شرايط چي په تفاهم نامه کي ذکر شوي وه هيڅ يو يي هم عملي شوي نه دي.

د دي حکومت د جوړيدو څخه وروسته د افغانستان خلک په دي باور وه چي دا دوه سره حکومت د دي توان به و نلري چي د افغانستان د خلکو دپاره امنيت راوړي او د خلکو د رفاه او هوسايني په برخه کي جدي کار وکړي. ځکه چي د دي حکومت د تشکيليدو موخه د قدرت تقسيمول وه او په داسي يوه حالت کي دواړو اړخونو په دي باندي لګيا دي چي څنګه و کولاي شي چي ډير امتيازات تر لاسه کړي. په دي اساس د افغانستان د وحدت ملي حکومت د سو مياشتو دپاره کابينه نه درلوده او تر اوسه پوري چي څه کم دوه کاله د دي حکومت څخه تيريږي په مهمو لوړو چارو کي سرپرست کسان په کار بوخت دي دا د حکومت د ضعف او بيکاري نښي دي.

کله چي دا حکومت رامينځته شو او د ټولټاکني پايله نامالومه اعلان شو دا د افغانستان د خلکو دپاره لويه نښي وه چي په دي هيواد کي قانون پلي کيدل په يو خوب او آرمان تبديل شوي دي د دخلکو له سرنوشت او شعور سره لويه لوبي وشوه او دا حکومت د داسي يو انتخابات په نتيجه رامينځته شوه نو د افغانستان خلکو په دي باندي پوه شوي دي چي د دي حکومت اصلي تکليف د خلکو دپاره خدمت نه دي بل چي دا حکومت پخپل مينځي امتلافاتو کي بوخت دي او د امتيازاتو د اخيستلو په برخه هلي ځلي کوي.

دا چي د دي حکومت لويو چارواکو له يوه خوا له دي حکومت څخه امتياز اخلي او د دي حکومت په تشکيلات کي کار کوي او له بلي خوا بيا له همدي حکومت سره مخالفت کوي او د خلکو اذهان خرابوي دا په دي مانا دي چي د وحدت ملي حکومت يوازي د امتيازاتو د تقسيمولو دپاره جوړ شوي دي نه د خلکو او د هيواد د خدمت دپاره.

دا کسان حکومت ته لوي ګواښ دي ځکه چي د افغانستان په څلورو خواوو کي د افغانستان د حکومت مهمو څيري خلک اغوا کوي او حکومت په بي کفايتي ملامتوي او له بلي خوا دوي پخپل سر پرته د حکومت د هماهنګي پر اساس له طالبانو او داعشيانو سره جګړي کوي او تل حکومت په بي برنامه ګي او بي کفايتي تورنه وي او د وحدت ملي حکومت د ورځو د تيريدو په ترڅ کي خپلي لويو حاميانو له لاسه ورکوي او د دواړو اړخونو مهمو کسانو له دي حکومت څخه خپلي انزجار آشکاروي. اوس په داسي يوه حالت کي واقعا قضاوت سخت دي چي آيا د وحدت ملي د حکومت رهبران په دي باندي مقصر دي او يا دا کسان چي که څه هم د حکومت په لوړو چارو کي په کار بوخت دي خو بيا هم د حکومت پرضد کار کوي او د حکومت منتقدين دي؟

زما په نظره لمړني مقصر د وحدت ملي د حکومت رهبران دي ځکه چي دوي د مديريت له لحاظه کاملا ضعيف دي او هيواد او خلکو دپاره کوم کړن لاري او برنامي نه لري دوي د دي پرځاي چي برنامي جوړ کړي او پخپلو برنامي باندي حساب کړي دوي پر اشخاصو باندي حسابوي او دا اشخاص چي شخصي ګټه و نه لري خلکو دپاره کار نه کوي نو مخالفتونو باندي بوخت کيږي. له بلي خوا د افغانستان د خلکو هيله د حکومت له مهمو څيري څخه دادي چي د انتقاد او مخالفت پر ځاي د دي حکومت او د دي هيواد د پرمختک او انکشاف دپاره کار وکړي ځکه د دي حکومت لوړپورو چارواکو هم همدغه کسان دي.

د حکومت د چارو ترمينځ‌د يووالی نشتون

يووالي چي د حکومت د موفقيت يوازني عامل دي په وحدت ملي حکومت کي شتون نه لري.او د لويو چارو ترمينځ وحشتناک ستونزه او بي اعتباري رامينځته شوي دي.

حکومت د ولسي جرګه پريکړه نه مني او ولسي جرګه تل د حکومت فرمانونه ردوي. دا ناوړه معادلي د نورو مهمو ارګانونو او حکومت ترمينځ شتون لري دا يعني د قدرت انارشيزم او د حکومت د تباهي عامل.

د مهاجرينو په هکله وزير غواړي چي په بحرنيو هيوادونو کي افغانانو ته سهولت راکړل شي او دوي بايد هلته ستوګنيز شي خو ولس مشر غني بيا آلمان نه غوښتي دي چي افغانان بيرته راستون کړي دا په داسي حال کي دي چي د افغانستان ځوانان ټول د اوزګاري او بيکاري له امله بحرنيو هيوادونو ته سفر کوي.

که ولس مشر غني غواړي چي تل دپاره تقنيني فرمانونه صادر کړي او د دي په کيسه کي نه وي چي د ولسي جرګي له خوا تاييد کيږي که نه نو بايد دا پارلمان منحل شي او د دي بودجه د تعليم او تربيت او د امنيت په مسايلو باندي مصرف شي، که داسي نه دي نو ولس مشر غني نبايد پخپل سر تقنيني فرمانونه صادر کړي او د حکومت د دري واړو مهمو نهادونو ترمينځ شخړه رامينځته کړي.

د مخابراتي مالياتو په اړه چي د ولسي جرګي له خوا رد شوه د وکيلانو ادعا دادي چي مونږ دغه مسالي سره موافق يو خو دا بايد له قانوني لياري څخه طي مراحل شي نه داچي ولس مشر پخپل سر تقنيني فرمانونه ورکړي نو ولسي جرګه په څه مانا دي؟ همداسي په نورو چارو کي هم د ولسمشري ماڼي او نورو زيربطو اداراتو ترمينځ شخړي او ستونزي مخ په زياتيدو دي يعني دا چي د ولسمشري ماڼي ستونزه يوازي د سپيدار ماڼي سره نه دي بل چي ولسمشر د مطلق العناني سياست له امله له ډيرو دولتي اداراتو سره ستونزه پيدا کړي دي.

د وحدت ملي د حکومت له جوړيدو څخه راهيسي د افغانستان خلک په وير او ماتم ژوند کړي دي او تل سره له نورو ستونزو او مشکلاتو د اقتصادي او ناامني ستونزي هم دوي تر فشار لاندي راوړي دي.

سره له داسي ستونزو او مشکلاتو د افغانستان خلک بيا هم هيله من دي او حکومت ته سترګي په لاره دي چي شايد د افغانستان د وحدت ملي حکومت چارواکو خلکو ته په وجداني سترګي وګوري او د خلکو دپاره د کار و بار زمينه برابره کړي، دا په دي مانا چي خلک تر اوسه پوري هم له خپلي حکومت څخه انتظار لري او له بلي خوا حکومت هم تر اوسه پوري چانس لري چي بيرته خپلي له لاسه تللي اعتماد تر لاسه کړي خو کله چي حکومت په مشکوکو کړنو باندي بوخت وي او د خلکو له سرنوشت سره لوبي وکړي بيا دا د خلکو دپاره د منني وړ نه دي ځکه چي د افغانستان خلک خپلي 15 کلني لاس ته راوړني په هيڅ وجه باندي د افغانستان د خلکو دښمنانو ته نه ورکوي. که حکومت او هغه کسان چي د دواړو رهبرانو شا و خوا نيولي دي او غلطه مشوري ورکوي په داسي کړنو باندي ادامه ورکړي نو هيڅکله هم د خلکو او د حکومت ترمينځ د اړيکو ښه والي نه تر لاسه کيږي.

د حکومت بی توجهی اود امنيت وضعيت

د طالبانو د بيرته ودولو له مودي څخه وروسته د دوي د ترهګري فعاليتونو فورمول او کړنلاري دا وه چي دوي د هوا د وضعيت په اساس په ژمه کي ډير فعاليت نه درلوده او تل د دوي لويو فعاليتونو د تودي هوا په وخت تر سره کيده.

په دي اساس د افغانستان حکومت د ژمي په وخت کي د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا ډير دردسر نه درلوده خو په دي وروستيو کي د دوي فعاليتونه دومره زيات شوي دي چي حتي په ژمه کي هم دوي خپل فعاليتونه تر سره کوي او د دوي د ترهګري مخه نه نيسي، پوښتنه دادي چي دا تغيير د دوي د جنګ په سياست کي په څه مانا دي او آيا د افغانستان حکومت د دي مسالي په خاطر کوم اقدام کړي دي يا نه؟

د کندز سقوط هم په داسي يوه وضعيت کي تر سره شوه چي حکومت په ډيرو بي توجهي سره عمل وکړ او تل وويل چي وضعيت تر کنترول او مديريت لاندي دي خو نتيجه يي دا وشوه چي کندز سقوط وکړ او له امله يي هم ملکي خلکو ته زيانونه ورسيدل او هم دولتي تاسيساتو ته.

د افغانستان په ګوټ ګوټ ځايونو کي د امنيتي له لحاظه ستونزه شتون لري خو کله کله د حکومت د مخالفينو قدرت و عمليات دومره زياتيږي چي حتي د يو ولايت د سقوط عامل هم کيږي. دا په دي مانا دي چي حکومت د امنيت د ټينګولو په اړه يا دقيق برنامه نه لري او يا هم د مخالفينو پرضد د مقابلي توان نه لري.

په دي څو ورځو کي د هلمند ولايت امنيتي وضعيت مخ په خرابيدو دي چي حتي د ځيني سرچينيو په اساس د هلمند ولايت د سقوط امکان هم موجوده وه خو بيا هم د دفاع وزير وويل چي وضعيت تر کنترول او مديريت لاندي دي. که دا کنترول او مديريت لکه هغه مديريت غوندي وي چي په کندز کي وه خو دا وضعيت د تشويش وړ دي. حکومت حتما بايد د امنيت په برخه کي جدي کړنلاري تعريف کړي او په جدي توګه د ترهګرو د فعاليتونو مخه ونيسي.

داچي طالبان او نورو وسله والو ډلو په ژمه کي هم پخپلو فعاليتونو باندي بوخت دي او په قدرت او جرات سره د افغانستان د حکومت په مقابل جنګ کوي دا په دي مانا دي چي حکومت ضعيف شوي دي او برعکس د حکومت مخالفو وسله والو ډلو توانمند شوي دي. د دوي امکانات او تجهيزات دومره قوي او زيات دي چي حکومت سره له دي امکانات او تجهيزات نه شي کولي چي د دوي د فعاليتونو مخه ونيسي.

د افغانستان د خلکو انتظار او هيله له حکومت څخه دا دي چي حد اقل د خلکو ځاني امنيت خو ونيسي او د افغانانو د وينو د توييدي مخه و نيسي. امنيت او د امنيت په فضا کي ژوند کول د هر افغان حق دي او حکومت په دي باندي مکلف دي چي د خلکو امنيت تامين کړي نو د افغانستان د خلکو هيله هم دادي چي حکومت د دوي امنيت تامين کړي او د مخالفو وسله والو ډلو د فعاليتونو مخه ونيسي چي خلک په امن فضا کي خپل کار او فعاليتونه تر سره کړي.

دا چي په زرګونو ځوانانو خپل وطن پريږدي او نورو هيوادونو ته مهاجرت کوي لمړني عامل يي دادي چي دوي حد اقل امنيت نه لري او په داسي يوه وضعيت کي چي د خلکو ژوند هر لحظه او هره ورځ په خطر کي وي نه شي کولي چي کار وکړي او يا په نورو اجتماعي او سياسي برخو کي فعاليت ولري.

داعش راتلونکی دپاره‌لوی ګواښ

لکه سنګه چی د افغانستان خلک ټول په جريان کي دي د ولس مشر کرزي د حکومت له اوايلو څخه تر وحدت ملي حکومت پوري د افغانستان د حکومت او نړيوالو قواوو ټول نيرو او هڅه د طالبانو د له مينځه وړلو په اړه مصرف شوه او کله کله هم د افغانستان په ځينو ځايونو کي د حزب اسلامي ګوند هم ځيني فعاليتونه درلوده.

د افغانستان خلک ښه په ياد لري چي د طالبانو د سقوط څخه وروسته او د موقت اداري د جوړولو په وخت طالبان داسي فاحش شکست خوړي وه چي نه يوازي د دوي لوړپورو چارواکو چي حتي معمولي کسان يي پخپلو کورو کي رواني امنيت نه درلوده. هماغه وخت د افغانستان د معاصر سياسي تاريخ د عطف نقطه وه چي بايد حکومت له دي فرصت نه ډير ښه استفاده کړي وه خو پس له سو کلنو څخه چي د افغانستان حکومت د حامد کرزي په رهبري خلکو ته مالومه شوه چي دوي نه پوره تخصص لري چي په چارو باندي بوخت دي او نه هم پوره تحصيلات او له بلي خوا دوي د هيواد او وطن په مقابل جدي تعهد هم نه لري لږ لږ د ځينو حزبونو انتقادونه شروع شوه او له بلي خوا حکومت په اداري فساد ککړ شوه او حکومت د دي مسايلو د مخ نيوي دپاره توانايي نه درلوده کله چي خلک او د طالبانو بقايا وليدل چي دا حکومت هم دومره طاقت او توان نه لري چي د ځينو کارونو مخه ونيسي نو يو ځل بيا د ځينو هيوادونو په حمايت دوي خپلي فعاليتونه شروع کړل او د افغانستان په ځينو ځايونو کي نظامي عمليات هم پيل کړل.

تر دي ځايه پوري هم طالبان د حکومت په مقابل کي ګواښ نه وه او د جدي تهديداتو د ايجادولو توان نه درلوده خو د افغانستان د حکومت ضعف او بي توجهي د دي عامل شوه چي دوي ورځ په ورځ وده وکړي او حکومت ته په يو ګواښ تبديل شي. د طالبانو خطر دومره زياد شوه چي حتي د بحرنيو قوتونو په همکاري هم د دوي مخ نيوي حکومت دپاره ناممکن مساله باندي تبديل شوه چي باالآخره د افغانستان حکومت په دي باندي قانع شوه چي بايد طالبانو سره مذاکره او صلح وشي چي په دي اړه هم په مليونونو دالر مصرف شوه خو پايله يي خلکو ته تر اوسه پوري مالومه نه دي. د افغانستان د وحدت ملي حکومت د جوړولو څخه وروسته د طالبانو جرات دومره ډير شوه چي حتي د دوي په لاس د افغانسان ځيني ولايتونو هم سقوط کړل.

د طالبانو درد سر تر اوسه پوري نه دي تمام شوي چي بلي ګواښ د خلکو د ځاني او رواني امنيت دپاره رامينځته شوي دي چي هغه داعش دي. داعش هم تر اوسه پوري دومره توان او قدرت نه لري چي د افغانستان د حکومت په مخ ودريږي او حکومت سره مخامخ مقابله وکړي خو د وحدت ملي حکومت تغافل او بي توجهي بيا هم د دي سبب کيداي شي چي داعش هم لکه طالبانو غوندي د حکومت او د افغانستان د خلکو په وړاندي په لوي ګواښ باندي بدل شي.

د افغانستان د حکومت لويو چارواکو هم په دي اړه تشويش لري او له بلي خوا بحرنيانو هم څو ځله ويلي دي چي په راتلونکي کال د داعش حملات او ګواښونه زيات شي او د افغانستان امنيتي وضعيت لا هم خراب شي خو حکومت هيڅ کوم جدي اقدام په دي اړه تر اوسه نه دي کړي.

داعش د افغانستان په لويو ښارونو لکه جلال آباد کي راډيو لري او منظم تبليغات کوي خو د افغانستان حکومت هيڅ کوم جدي او عملي تدبير د دوي په وړاندي نه لري. حکومت که واقعا د دي مسالي په وړاندي جدي تصميم و نه نيسي او د دوي د فعاليتونو مخه نه نيسي بدون د شکه چي د هوا په ګرميدو کي او په راتلونکي کال کي داعش په افغانستان کي په لوي ګواښ باندي تبديل کيږي.

آيا داعش او القاعده واقعاد دولت له خوا حمايت کيږی

دا لمړنی ځل نه دی چی د افغانستان د حکومت ځيني لوړپورو چارواکو د افغانستان حکمت تورنوي چي داعش او القاعده د حکومت له خوا حمايت کيږ. د ولس مشر کرزي په دوره کي هم ځيني کسان حکومت تورن کړي وه چي طالبانو سره په سياست کي شريک او هيڅکله هم نه غواړي چي طالبان له مينځه وځي له همدي امله د ولس مشر کرزي په حکومت کي هيڅکله هم د طالبانو پر ضد جدي عمليات د حکومت له خوا تر سره شوي نه وه.

اوس چي خلک په دقت سره ګوري او د هغي کسانو خبري په ياد راوړي چي د کرزي حکومت ته ويلي وه چي طالبان او نورو ترهګرو ګروپونو د حکومت او بحرنيو هيوادونو له خوا حمايت کيږي، په ايقان سره دا مني چي واقعا په هغه وخت کي حکومت له طالبانو سره ډير مرسته کړي دي او هيڅکله د دي غوښتونکي نه وه چي بايد طالبان له مينځه وځي چي غټه مثال يي د طالبانو د زندانيانو آزاد کول او په لوګر کي دوي ته امن مرکز جوړول دي او سل نور کارونه چي تر اوسه پوري پټ دي او خلک يي نه دي ليدلي.

د نوي حکومت له رامينځه کيدو څخه وروسته تر اوسه پوري وضعيت هم د اقتصادي له خوا او هم د امنيتي له خوا مخ په خراپيدو دي او د دي تر څنګ په دي حکومت کي يو ځل بيا د خلکو په مينځ د نفاق او تفرقه مساله هم رامينخته شوي دي او له بلي خوا د حکومت په مينځ کي هم دومره زيات اختلافات شتون لري چي ز مونږ دولت مردان اصلا نورو مسايلو دپاره وخت نه لري تل د قدرت د تقسيمولو او د خپلي قومي او شخصي منافعو د ترلاسه کولو په مساله کي مصروف دي او مملکت پاتي شوي دي چي خداي پوهيږي سرنوشت يي څه کيږي ځکه چي اوس خو په يو موهوم او مبهم لوري را روان دي او نامالومه پايله لري.

په داسي يوه بده وضعيت کي ځيني کسان حکومت تورنوي چي القاعده او نورو مخالفو ګوندونو د حکومت له خوا حمايت کيږي په ځانګړي توګه د جنګ د دګر انتقالول له جنوب نه شمال ته چي خلک وايي حکومت په دي مساله کي مستقيما لاس لري او دا طرح د کرزي طرح وه چي د غني له خوا تر سره کيږي.

شواهد او بيلګي هم دا ثابتوي چي حکومت واقعا د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندي جدي تصميم نه لري چي دوي بايد له مينځه وځي او ځيني وختونو د دوي دپاره امن ځاي هم برابروي لکه څنګه چي په بغلان کي دا کار وکړ او دهنه غوري طالبانو ته وسپارل شو. بله واضحه بيلګه يي د کندز سقوط وه چي په جادويي توګه سقوط وکړ او تر اوسه پوري مالومه نه دي چي آيا واقعا د دي سقوط اصلي عاملين څوک دي او دا ولايت څنګه سقوط وکړ؟

همداسي په سلګونو بيلګي شتون لري چي د افغانستان حکومت د طالبانو او نورو ترهګري ډلي په وړاندي کوم جدي تصميم نه لري ځکه چي چارواکو اصلا دا مسايلو ته په جدي توجه نه کوي.

په تازه ګي سره د ولسي جرګي غړي ظاهر قدير هم حکومت په دي متهم وکړ چي القاعده حمايت کوي او د داعش اصلي کسان او لوړپورو څيري په کابل کي دي او له هماغه ځاي څخه خپلي تصاميم او کړن لاري جوړوي. له بلي خوا د حکومت د امنيت ملي مشاور ته هم وويل چي ټول حکومت په لاس نيولي دي په داسي حال کي چي د اجرايي صلاحيت هم نه لري.

که د افغانستان حکومت واقعا د طالبانو د داعشو او د نورو ترهګري ډلي حامي نه دي او په حکومت د طالبانو او د نورو مخالفو ګوندونو نمايندګان په لوړو قدرتونو باندي بوخت نه دي بايد خلکو ته ثابته کړي چي نه طالبان حمايت کوي او نه نورو ترهګري ډلي. د افغانستان د حکومت سکوت هم يوه مانا لري.