د رهبرانو تر مينځ تر اوسه هم اختلافات

لکه څنګه چی مالوميږي د افغانستان د ولس مشر او اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره تر اوسه هم د ډيرو مواردو په اړه جدي اختلافات شتون لري. نژدي يوه کال د وحدت ملي د حکومت له جوړيدو څخه تيريژي خو تر اوسه پوري هم د رهبران ترمينځ اختلافات حل شوي نه دي.

داسي مالوميږي چي دا دوه اړخيز حکومت يوه خوا يي غواړي چي يو مطلق العناني حکومت ولري او بلي خوايي ځان په حکومت نيمايي شريک بولي او په دي اساس د دوي ترمينځ تل اختلافات شتون لري. د دوي لمړني اختلافات د انتخاباتو په څرنګوالي وه او وروسته له دي نه چي دوي په دي موافق شوه چي بايد ملي وحدت حکومت جوړ کړي او اشرف غني جمهور رييس شي او عبدالله عبدالله د اجراييه رييس په حيث کار وکړي بيا دوي د قدرت د تقسيمولو په برخه کي ستونزو سره مخامخ شوه چي له دي امله دوي نه شو کولي چي تر شپږ وه مياشتني د پاره خپلي کابينه جوړ کړي او تر اوسه پوري هم دوي د دفاع وزير نه لري.

دوي دواړو پخپلو ويناوو کي يو بل سره مشورت او تفاهم نه لري ځکه چي يو يي يوه خبره کوي څو ورځ وروسته بل طرف يي رد کوي چي دا کار له يوه خوا د دوي د مديريت ضعيفه نښي دي او له بلي خوا د خلکو اعتماد د دولت په اړه له مينځه وړي.

داکتر عبدالله عبدالله وروسته د وزيرانو د شورا اعلان کړي وه چي د دي مياشتي د 28 نيټه کي د برقي تذکري ويش شروع کيږي او ډير ټينګار هم کړي وه چي دا تاريخ دقيق تاريخ دي او کار به حتمن شروع کيږي خو ولس مشر غني يو ځل بيا هم نه پريښود چي په هغه نيټه کي دا کر پيل شي او د ځينو بهاني په اساس دا کار وځنډيده.

نه يوازي دا چي د رييس جمهور او اجرايي رييس تر مينځ ستونزه شتون لري چي حتي دوي له خپل مرستيالانو سره هم ستونزه لري لکه څنګه چي دوستم تللي دي شمال خوا ته او دلته په کابل کي دا سو ځله کيږي چي ځيني کسان په تلويزيونونو کي وايي چي دوستم شمال ته د نسل کشي په خاطر تللي دي او ولسمشر غني تر اوسه پوري هيڅ کوم عکس العمل نه دي ښودلي دي دا سکوت د اشرف غني په دي مانا چي واقعا دوستم نسل کشي دپاره تللي دي او د غني فرمان نه مني.

ز مونږه هيله او د افغانستان د خلکو هيله له حکومت څخه دادي چي دوي خپل مينځي اختلافات حل کړي او د خلکو د هوسايني دپاره جدي هلي ځلي وکړي او افغانستان د جوړيدو په خاطر کار وکړي. په دي اساس وخت چي افغانستان په جدي توګه له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي او هر ورځ د افغانستان په ځينو ځايونو کي انساني فاجعه رامينځته کيږي په داسي يوه اساس وخت کي ضرورت دادي چي دوي د خلکو او د هيواد په فکر وي نه د خپلي شخصي او قومي ګټو په خاطر کار وکړي.

تر اوسه پوري خلک داسي فکر کوي چي هر يو د دي رهبران غواړي چي خپل قوم او خپل ټيم دپاره چانه زني وکړي او د قدرت د ترلاسه کولو دپاره هلي ځلي وکړي خو ز مونږ هيله دادي چي دواړو معظم رهبرانو د خلکو دپاره لمړني امکانات چي د دوي حق دي برابره کړي خلک امنيت غواړي خلک کار غواړي او خلک له حکومت نه نظم او دسپلين غواړي د يوه حکومت وظيفه دي چي خلکو دپاره امنيت راوړي او د خلکو دپاره د کار زمينه برابره کړي.

د حکومت ضعيفه اراده او دخلکو ستونزه

لکه څنګه چی مالوميږي په دي شا و خوا يوه کال کي د وحدت ملي حکومت د خلکو او د خپلي ډنډي پر وړاندي هيڅ کوم اراده نه لري او تر اوسه پوري هم نه دي توانيدلي چي خپلي کابينه تکميل کړي.

د دي حکومت د جوړيدو څخه وروسته مالوم وه چي دا حکومت به د ارادي او د تدبير وړ حکومت نه وي او د خلکو ستونزه به لا ډير شي، ځکه چي د دي حکومت پر جوړيدو باندي هم زيښت ډير مشکلات او ستونزي رامينځته شوي وه او پس له ډيرو کړکيجونو څخه داسي يو نيمګړي حکومت رامينځته شوه.

د دي حکومت د دواړو چلونکي تر مينځ جدي او اساسي اختلافات تر اوسه پوري هم شته دي او دا اختلافات هم لکه څنګه چي مالوميږي هيڅکله هم نه حل کيږي ځکه چي دوي د حکومت جوړولو پر اساساتو باندي اختلاف نظر لري او له بلي خوا دوي يو له بل سره متخاصم کښتنه لري نو په داسي يوه حالت کي د دي امکان ډير لږ دي چي اختلافات له مينځه وځي.

خلک حيران پاتي دي چي د حکومت مسوولين پر چه شي باندي مصروف دي چي د افغانستان په ګوټ ګوټ ځايونو کي وينه توييږي او خلک مړ کيږي خو دوي چي په ماڼي ناست دي نه د خلکو د حيات په کيسه کي دي او نه هم د هيواد په بد بختيو کي ځان شريک بولي.

د حکومت د لوړپورو چارواکو بي توجهي او غفلت سبب ګرځيدلي دي چي له يوه خوا د امنيتي له لحاظه د خلکو ستونزي مخ په زياتيدو شي او له بلي خوا د اوزګاري او بيکاري کجه دومره لوړ شي چي خلک مجبور کړي چي يا د داعش پلويان شي او يا هم د نورو مخالفينو سره يوځاي شي.

تر اوسه پوري جنګ او جنجال د افغانستان په ځينو ولاياتو کي جريان درلوده خو اوس د دي بدخته پديدي لمني دومره فراخه شوي دي چي د افغانستان په ټولو ولاياتو کي د ناامني امکان شتون لري او خلک د مخالفينو له لاسه هوسا ژوند له لاسه ورکړي دي.

په شمال کي د مخالفينو وده داسي بي سابقه دي چي حتي د جمهور رييس د لمړي مرستيال پر کور او محافظينو باندي هم بريد کيږي او په نورو مهمو ځايونو کي انتحاري بريدونه تر سره کيږي. له دي نه مالوميږي چي حکومت ډير بي توجه دي او اصلا د داسي ګواښونو پر وړاندي کوم جدي او اساسي اراده نه لري او واقعا نه غواړي چي د داسي فعاليتونو د تر سره کولو څخه مخ نوي وکړي.

له بلي خوا امريکاييان او بحرني ځواکونو د دي پرځاي چي د مخالفينو پر پوستي باندي بريدونه وکړي دوي هم راځي د افغانستان ملي اردو کسانو باندي هوايي بريدونه کوي او دوي له مينځه وړي. په دي حکومت کي نو پوښتنه شتون نه لري چي خلکو نه پوښتنه وشي چي د خلکو وژنه هزينه لري او نه بايد هرڅوک په عجولانه توګه خلک پخپل هدف لاندي ونيسي.

د خلکو غوښتنه له دي حکومت څخه دادي چي د خداي په لحاظ پريږدي خپلي منځني مخالفتونه دا ملت وژغوري او د دي غمځپلي ملت دپاره کار وکړي. خلک امنيت غواړي په هرقيمت باندي بايد حکومت دوي ته امنيت راوړي او له بلي خوا خلک کار او بار غواړي چي حکومت مکلف دوي ته د کار زمينه برابره کړي. که يوه حکومت واقعا د دي کار توان و نه لري او و نه شي کولي چي حتي دا مقدماني امکانات خلکو ته برابره کړي نو بايد په شرافت مندانه توګه استعفا ورکړي او پريږدي چي يو بل کس راشي د تدبر او تعقل سره سم خلکو دپاره کار وکړي او دا ملت له غم و ويني څخه وژغوري.

د حکومت سکوت، د شمال سقوط

له سو کلنو څخه را په دی خوا د طالبان او د حکومت مخالفين اصلي مراکز د افغانستان په جنوبي ولاياتو کي وه او د افغانستان هغي ولايات ناامن هم شوي وه چي تر اوسه پوري هم د نا امني لمن هلته هواري دي.

په اوايلو کي چي طالبان او نورو ترهګري ډلي په افغانستان کي دومره وده نه وه کړي او تازه خپلي فعاليتونو شروع کړي وه حکومت د دي توانايي درلوده چي په منظمه توګه د دوي مخ نيوي وکړي او دوي له مينځه وړي. ځکه چي هغه وخت له يوه طرفه دوي ضعيف وه او له بلي خوا په اوايلو کي طالبان او نورو مخالفينو له دي حکومت څخه سخت ډاريده.

اوس داسي مالوميږي چي هغه يوه منظمه برنامه وه او حکومت هم د دي صلاحيت نه درلوده چي د طالبانو او د نورو ترهګري ډلي مخنيوي وکړي او دوي له مينځه وړي. دا پروسه ادامه پيدا کړ تر هغه پوري چي دوي په جنوبي ولاياتو کي پوره قدرت ترلاسه کړه او خپلي جنګي فعاليتونه هم پيل کړ. بيا هم حکومت د دوي پرضد هيڅ کوم جدي اقدام و نه کړ تر هغه چي خلک او ټول طالبان او نورو ترهګري ډلي په دي باندي پوه شول چي دا حکومت د خپل ځان د دفاع توان نه لري يا دا چي د دوي په برنامو کي ز مونږ پر ضد جګړي شتون نه لري په دي اساس دوي ډير مخور شول او جرات يي پيدا کړ چي اوس د افغانستان ډيرو ځايونو د دوي تر قدرت لاندي دي او خلک هم د خپلي مسايلو د حل و فصل دپاره دوي ته مراجعه کوي.

اوس چي يو نوي ګواښ د داعش په نوم هم پيدا شوي دي او د طالبانو فعاليتونه هم ډير زيات شوي دي د جنګ مرکز له جنوب څخه شوال ته منتقل شوي دي او په اوايلو کي بيا هم په شوال کي دوي ډير قدرت نه درلوده او د خلکو په مينځ کي هم ځاي نه درلوده خو بيا هم حکومت سکوت او سهل انګاري وکړ تر هغه چي په شمال کي هم دوي خپل نفوذ پيدا کړ او اوس يو جدي ګواښ باندي بدل شوي دي.

په شمال کي وضعيت ډير د تشويش وړ شوي دي ځکه چي په منظمه توګه په ولاياتو کي ولسواليګاني په سقوط مواجه کيږي او د حکومت پوستي او امنيتي مراکز د طالبانو تر لاس راځي که وضعيت داسي دوام ولري نو په لږ وخت کي د شمال ډيرو ولاياتو د طالبانو په لاس راځي. حکومت د دي مسالي په وړاندي جدي هسي او هلي ځلي نه کوي او تل سکوت کوي د حکومت دا سکوت د شمال د سقوط عامل ګرځيدلي دي.

کله چي حکومت جدي توجه و نه کړي د خلکو خيزشونه را مينځته کيږي چي په لمړي قدم کي ښه دي او د طالبانو د له مينځه وړلو دپاره ښه اقدام دي خو په راتلونکي کي کيداي شي چي دا خلک بيا هم د افغانستان د ثبات دپاره يو بل ګواښ وي په دي خاطر حکومت مکلف دي چي د شمال د بي امني په خاطر جدي اقدامات وکړي.

د خلکو انتظار هم له حکومت څخه دادي چي امنيت تامين کړي او نه پريږدي چي يو ځل بيا د طالب او داعش حکومت رامينځته شي او د خلکو څو کلني هسي بيا هم خاوري سره خاوري کړي. نو په کار دي چي حکومت خپلي ډنډي تر سره کړي او د خلکو د امنيت د تامينولو دپاره هلي ځلي وکړي.

په حکومت کی منځنی اختلافات د نا امني واصلی عامل

د وحدت ملی د حکومت له جوړيدو څخه تر اوسه سه کم يوه کاله کيږي خو متاسفانه تر اوسه پوري دا حکومت د دي توان نه دي پيدا کړي چي پخپل مينځ کي سو تفاهمات او اختلاف نظرونه له مينځه وړي.

په حکومت کي د دواړو رهبرانو ترمينځ مخالفتونه سبب شوي دي چي د افغانستان په ټولو چارو کي ستونزي او مشکلات رامينځته شي او په اداراتو کي په جدي توګه انارشيزم را روان شي. داسي مالوميږي که د دوي اختلافات نور هم زيات شي د افغانستان حکومت به د سقوط وړ وي.

د امنيتي له لحاظه ټول نړي په دي باندي پوهيږي چي حکومت کاملا ناکام پاتي دي او د منيځني اختلافاتو له امله د صلح وزير راځي د جنګ وزير کيږي چي دا مساله ډير خنده آور و جالبه مسالي دي خو د دوي له نظره مهم دادي چي له خپل ټيم او له خپل قوميت څخه يو کس پيدا کړي او په چارو يي بوخت کړي.

دا منځني اختلافات د دي لامل ګرځي چي په هر ولايت او منطقه کي مردمي خيزشونه رامينځته شي او يو ځل بيا د خلکو له نظامي اقدامات پيل شي هغه وخت نو د حکومت زور هم پر دوي باندي نه رسيږي او يو ځل بيا ملوک الطوايفي شروع کيږي. داچي داسي سياسي او نظامي بهيرونه جوړيږي دا هم طبيعي دي ځکه چي حکومت د دي توانايي نه لري چي د خلکو له ژوند او حقوقو څخه دفاع وکړي او ورځ تر ورځ هم د حکومت د مخالفينو ګواښونه زياتيږي او په هر ولايت کي د دوي حاکميت لوړيږي نو په داسي يوه حالت کي خلک مجبور دي چي له خپل ځان او مال څخه دفاع وکړي او خپله د تجاوز مخه و نيسي.

ويل کيږي چي استاد عطا محمد نور او جنرال دوستم د حکومت لومړي مرستيال په شمال کي ګډ عمليات پيل کړي دي او خلکو ته وعده ورکړي دي چي طالبانو سره په جدي توګه مبارزه کوي. په اوسني شرايطو کي دا ګډون د خلکو په منفعت دي خو کا دا کار په نورو ولاياتو کي وشي چي حتمن کيږي بيا له دي نوم هم ناوړه استفاده کيږي چي بيا هم په دي مساله کي حکومت مقصر دي ځکه چي نه دي توانيدلي دي چي د خلکو امنيت تامين کړي نو خلک اجبار په داسي يو عمل لاس پوري کړي دي.

دا حکومت که واقعا د دي توان نه لري چي خپلي منځني مخالفتونه مديريت کړي او د ملت او خلکو دپاره کار وکړي نو ټول خلک په دي هيله دي چي دا حکومت بايد له مينځه وځي او دوي د ملت په وړاندي په صادقانه توګه ووايي چي دوي د حکومت کولو وړ کسان نه وي. او که وضعيت همداسي دوام وکړي نو د افغانستان خلک انتظار لري چي زر تر زره بيا هم افغانستان د طالبانو په لاس راځي او دا حکومت د طالبانو په واسطه سقوط کوي.

د دي مخالفتونو له امله نه يواځي دا چي د طالبان او د افغانستان د حکومت مخالفينو په جنوبي ولاياتو کي خپلي فعاليتونو ته قوت ورکړي دي چي حتي په شمالي ولاياتو کي د دوي له لاسه هره ورځ يوه ولسوالي سقوط کوي نو د وحدت ملي حکومت دپاره لوي ګواښ دي او دا ګواښونه نه حل کيږي ترهغه پوري چي د رهبرانو منځني اختلافونه له مينځو و نه ځي او دوي له قوي او کلک تصميم سره را نه شي او خلکو ته يو ځل بيا وعده ور نه کړي چي د افغانستان د خلکو دپاره کار کوي.

د افغانستان د خلکو هيله له دي حکومت څخه دادي چي د خداي په لحاظ او د دي غم ځپلو خلکو په خاطر دا منځني مخالفتونه لري کړي او د دي ملت دپاره جدي کار پيل کړي. خلک تاسو ته راي ورکړي دي چي د دوي ستونزه حل شي نه داچي خلکو لاهم ستونزه ډير شي.

که دا حکومت واقعا د دي کار توانايي نه لري نو په صادقانه توګه پريږدي چي يو صادق او مدبر شخص راشي او د خلکو د ستونزو دپاره لاري چاري هواري کړي. خلک او قوميت نه غواړي، مذهبي اختلافات نه غواړي فقط ډوډي غواړي او کار و بار غواړي.

پاکستان سره اطلاعاتی تړون، ګواښونه او هيلی

د کابل او اسلام آباد تر مينځ يو اطلاعاتي تړون لاسليک شوه. دا تړون د افغانستان د ځينو سياسي څيري او ګوندونو د نقد او عکس العمل لامل هم ګرځيدلي دي. ځيني کسان حکومت ملامتوي او دا تړون د افغانستان د ملي منافعو پرضد بولي او ځيني کسان بيا دا تړون ته په ښه سترګي ګوري او د دي تړون پر اساساتو باندي موافق دي.

رزاق مامون وايي چي دا اطلاعاتي تړون چي د افغانستان او پاکستان ترمينځ لاسليک شوي دي د تشويش وړ نه دي او دا تړون د افغانستان دپاره منفعت لري ځکه چي دوي د افغانستان امنيت تقويت کوي او دا کار د افغانستان په امنيت باندي هيڅ کوم بده اغيزه به و نلري ځکه چي د ملي امنيت د رياست له‏ايجاد څخه تر اوسه چي د داکتر نجيب په وخت بنسټ يي کيښودل شوه تر اوسه پوري د دي رياست اصلي کړن لاري قابت پاتي شوي دي او هيڅکله په اساسات يي کوم جدي بدلون نه دي راغلي او د افغانستان امنيت چي تل خپل کارکنان او خپل وطنداران په خاک او ويني ليدلي دي له خپل اصلي مسير څخه انحراف نه قبولوي.

د مامون له نظره طالبان اوس دوه ګروه شوي دي يو هغه طالبان چي پاکستان سره تړون لري او په افغانستان کي جنګ کوي او بل پاکستاني طالبان دي چي له افغانستان څخه رهبري کيږي. د افغانستان طالبان بي له دي نه چي له افغانستان حکومت سره يو ځاي نه شي کوم بلي لاري نه لري خو د پاکستان طالبان پاتي کيږي او اوس دا پاکستاني طالبان پاکستان مجبور کړي دي چي پاکستان له يو ضعيف موقف سره راشي او د افغانستان حکومت سره په ګډه د طالبانو پر ضد جګړه وکړي ځکه چي اوس د پاکستان د ويني ډګ ګوتي د افغانستان د کابل د حکومت تر پښو لاندي دي او په داسي يوه حالت کي د کابل حکومت هم له يو قوي موقف څخه د پاکستان صدق او کذب ثابت کوي شي.

له بلي خوا بيا امرالله صالح د امنيت ملي مخکني رييس وايي چي دا تړون د ديورند د کرخي له پيژندلي څه هم خطرناک او د شرم وړ کار دي. صالح وايي چي هغه کسان چي غواړي له دي لياري څخه افغانستان سره همکاري او کمک وکړي د پاکستان له ارتش او آي اس آي څخه تل درد او داغ ليدلي دي. د صالح له نظره دا تړون د استخباراتي له لحاظ څخه د افغانستان ملي منافعو ته انساني جفا دي. ويل کيږي چي رحمت الله نبيل د امنيت ملي رييس هم ويلي دي چي که زه د يو ساعت دپاره هم د امنيت رييس په حيث پاتي شم دا تړون نه لاسليک کوم. د آريانا نيوز د ګزارش سره سم رحمت الله نبيل خپل شديد مخالفت د دي تړون په اړه ښودلي دي او د دي تړون د لاسليک کيدلو څخه خودداري کړي دي. ويل کيږي چي د رحمت الله نبيل او حنيف اتمر تر مينځ لفظي نښته هم شوي دي.

اسدالله خالد او د سنا مجلس رييس هم د دي تړون په وړاندي مخالفت کړي دي او ويلي دي چي دا تړون د افغانستان د امنيت دپاره خطرناک دي له بلي خوا د ولسي جرګي ځيني غړي هم په جدي توګه دا تړون سره مخالفت لري او دا کار لوي اشتباه بولي.

د خلکو تحليل او څيړني دادي چي پاکستان هيڅکله له افغانستان سره صادق نه دي او اوس هم پاکستان غواړي چي د افغانستان د امنيتي رازونو څخه ځان باخبر کړي او پخپلو تصاميمو باندي په غور سره کار وکړي. داسي مالوميږي چي د افغانستان حکومت فکر کوي چي مونږ کولي شو چي له دي لياري د پاکستان د امنيتي رمزونو څخه ځان خبر کړو او داسي فکر کوي چي د افغانستان امنيت د پاکستان د امنيت په مقايسه قوي دي او مونږ کولي شو چي ځيني سرچيني پيدا کړو خو بايد دا فکر هم وکړي چي پاکستان نه غواړي چي خپلي امنيتي رازونه د افغانستان له امنيت سره شريک کړي که څه هم د افغانستان خلک پر امنيتي قواوو باندي پوره اعتماد لري خو بيا هم افغانستان تر اوسه پوري تر دا حده پوري نه دي رسيدلي چي د پاکستان آي اس آي سره د مبارزي او قوت آزمايي توان ولري.

حکومت پخپلو کړنو باندي باندي بايد پوره غور وکړي او داسي کار و نه کړي چي د افغانستان د ملي منافعو پر ضد وي. د افغانستان طالبان اوس په منظمه توګه له پاکستان څخه پيروي نه کوي او پاکستان هم د افغانستان طالبان رهبري له لاسه ورکړي دي په دي خاطر د افغانستان طالبان يا بايد حکومت سره يوځاي شي او يا هم بايد له مينځه لاړشي خو افغانستان او د افغانستان ملي امنيت کولي شي چي د پاکستان طالبان رهبري په منظمه توګه په لاس واخلي او پاکستان ته وښيي چي افغانستان هم د هر کار توان لري او بيا وروسته پاکستان سره د سياسي موقف له لياري خبري اتري وکړي او د پاکستان مداخله د افغانستان پر امنيتي مسايلو باندي د سياست له لياري ونيسي.