د صلح پروسه او نامشخصه کړن لاری

نږدی يوه لسيزه کيږي چه د افغانستان تيرشوي حکومت او د وحدت ملي حکومت چارواکو د طالبان او نورو سياسي مخالفينو سره د صلح او د خبري اتري بحث کوي او په دي نوم باندي غټه کميته جوړ شوي دي چي متاسفانه تر اوسه پوري هيڅ کوم واضح او روښانه پايلي نه لري او دوي نه دي توانيدلي چي د افغانستان د ملي منافعو پر اساس کوم لاسته راوړني تر لاسه کړي.

دا خبره چي د مخکني جمهور رييس کرزي په دوران کي رامينځته شو او د صلح کميته هم د شهيد استاد رباني په رياست جوړ شو او دوي پخپل وس په اساس خپلي هلي ځلي وکړ خو تر اوسه پوري چي نوي حکومت هم رامينځته شوي دي او دا پروسه هم په بهير کي دي د دوي پر کړنو باندي هيڅ کوم پيشرفت نه دي ليدل شوي او ورځ تر ورځ د امنيتي له لحاظه زمونږ هيواد او خلکو امنيتي ګواښونو سره مخامخ کيږي.

د ولس مشر کرزي په موده کي دا کار او د صلح د کميتي مسوولين پخپل کړنو کي ناکام شول دليل يي دا وو چي ولس مشر کرزي او کابينه يي د تضرع او عذر سياست نيولي وه او مخالفينو ته داسي ښودلي وو چي مونږ قدرت او توان د جنګ او مخالفت تاسو سره نه لرو بل چي مونږ عذر کوو چي راشي او د مونږ د حکومت سره مصالحه وکړي. واضحه دي چي په داسي يوه حالت کي چي و منازعي يوه طرف په دي باندي پوه شي چي مقابل طرف يي توان نه لري او قدرت هم د دوي په لاس کي دي بي له شکه چي د زور او ترهګري له لياري څخه قدرت تر لاسه کړي او د دي لياري په وسيله زيات امتيازات تر لاسه کړي. په همدي دليل وو چي هيڅکله طالبان حاضر نه شوه چي حکومت سره مصالحه وکړي او د افغانستان د خلکو د ملي منافعو پر اساس راشي او حکومت کي ونډه واخلي. دوي تل خپل ترهګري ته شدت ورکړه او په نتيجه ورسيده چي دوي حتما کولي شي چي د جنګ له لياري ډير امکانات او امتيازات ترلاسه کړي.

د دوي لويه بهانه د افغانستان د حکومت د صلح په مساله کي د بحرنيانو او امريکايانو اخراج وو چي اوس دا کار هم تر زيات حده پوري اجرا شوي دي خو اوس بيا د دوي بهاني زياته شوي دي او غواړي چي په اساسي قانونو کي پوره تعديلات راشي او دوي د سياسي له لحاظه په حکومت کي شريک شي دوي يوازي صلح نه غواړي دوي غواړي چي د يو سياسي ګوند په هکله د نظام رهبري په لاس ولري.

د وحدت ملي حکومت کله چي رامينځته شو دوي هم د ولس مشر کرزي کړن لاري ته ادامه ورکړ او بيا هم طالبانو ته د يو قدرت په سترګه وکتل او دوي ته يو ځل بيا هم د عذر سياست مخ ته کړه چي د افغانستان د دولت مخالفين يو ځل بيا مهرال واخيسته او خپلي مخکني سياست چي جنګ او ترهګري دي و نيول او غواړي د د دي لياري په اساس د افغانستان د حکومت يو لوي برخه واخلي. خلاصه دا چي د حکومت مسلح مخالفين د کرزي په دوره کي د حکومت له ضعف او تضرع سياست څخه خپلي ناوړه استفاده وکړ او پخپلو غوښتني باندي ټينګ ولاړ وو. له هغه وخت څخه چي د وحدت ملي حکومت رامينځته شواو د افغانستان سياسي وضعيت کړکيجونو سره مخامخ شو يو ځل بيا مخالفينو ته دا امکانات فراهم شو چي دوي وکولي شي چي له دي خلا څخه پخپل نفع باندي موثر استفاده وکړي. دوي د دواړو رهبرانو له مخالفتونو څخه استفاده کړي دي او تر اوسه پوري هم د دوي له اختلافاتو څخه استفاده کوي. لکه څنګه چي ګورو د افغانستان په ګوټ ګوټ ځايونو کي د نا امني لمنه هواره شوي دي او هرع ورځ مونږ په يو انساني فاجعه باندي مخامخ يو.

د افغانستان د خلکو غوښتنه له وحدت ملي حکومت څخه دادي چي دوي بايد په جدي توګه مشخص او سياسي کړن لاري د مخالفينو په اړه ولري او د سياست او زور له لياري دوي سره مبارزه او مصالحه وکړي نه د تضرع او عذر له لياري.

حکومت او نامنیته بی توجهی

د يو هيواد د وګړو يو له مهمو او لمړني حق پر دولت باندي د دوي امنيت ساتل دي چي حکومت مکلف دي چي بايد دا حق حتمن خلکو دپاره برابره کړي و د دي کار د زمنيني د برابرولو د پاره جدي هڅه وکړي. هغه حکومت چي حد اقل د دي توان و نه لري چي د خلکو او د يو ملت او هيواد د وګړو دپاره د ځان او مال امنيت تامين کړي هغه حکومت ناکار حکومت دي او خلک پر داسي يو حکومت باندي اعتماد نه لري.

د معاصرو سياسي کړنو پر اساس يو حکومت د خلکو د راي او ټاکني پر اساس ايجاد کيږي او خلک د خپلي اړتياوي پر اساس هغه کس ته راي ورکوي چي پوهيږي چي د دي توان لري چي حد اقل د دوي حقوق ورکوي او خلکو دپاره تسهيلات ايجادوي. په جمهوري نظامونو کي کله چي خلک و نه غواړي چي حکومت تشکيل شي او پخپل کار ادامه ورکړي هغه نه شي کولي چي پر خلکو باندي حکومت وکړي نو ځکه حکومت مسووليت لري او وظيفه يي دي چي د خلکو د حقوقو په خوندي کولو کي جدي اقدامات او هسي وکړي.

په افغانستان کي هم حکومت د جمهوريت د اساساتو پر مبني رامينځته کيږي او خلک حکومت تشکيلوي او يو شخص د جمهور رييس په توګه انتخابوي نو پر دي اساس حکومت بايد د خلکو د حوايجو د برابولو په هکله خپل وظيفه او مسووليت حس کړي او هدف يي بايد دا وي چي حتمن خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او نه پريږدي چي د خلکو حقوق د پښو لاندي شي.

د دي حقوقو څخه چي خلک پر حکومت باندي لري يو مهم او اساسي مساله يي د امنيت مساله دي چي حکومت د خلکو امنيت بايد تامين کړي خو متاسفانه په دي لسيزو کي د افغانستان ټول خلک ځاني او مالي مصوونيت نه لري او ز مونږ په هيواد کي په ګوټ ګوټ ځايونو کي په شدت او حدت سره بي امني شتون لري او خلک واقعا په تنګ راغلي دي.

د ولس مشر کرزي د حکومت په اوايلو کي افغانستان امن شوي وو او هيڅ کوم جدي چالش د امنيت په هکله شتون نه درلوده خو وروسته له دري څلور کاله يو ځل بيا د هيواد په ګوټ ګوټ کي بي امني رامينځته شو او حکومت دا مساله ته جدي پاملرنه و نه کړه چي بالآخره دا مساله په يو درد سر باندي تبديل شو او وسعت پيدا کړه. دا چي د ولس مشر کرزي د حکومت په اوايلو کي امنيت راغلي وو دا يو عادي او معمولي خبره وه ځکه چي هغه جريان د افغانستان د معاصر تاريخ په هکله يو عطف نقطه وو او د تاريخ په معطوفاتو کي هرکله داسي يو مساله رامينځته کيږي مهمه دا دي چي د کرزي حکومت و نه توانيده چي دا امنيت حفظ کړي او په جدي توګه د دي مسالي د حلولو دپاره لازم اقدامات وکړي تر هغه چي دا مساله په يو سياسي درد سر باندي مبدل شوه او بالآخره د حکومت له توان نه لوړ شو او دا توان له لاسه ورکړ چي هغه امنيت چي راغلي وو هغه حفظ کړي.

د ولسمشر کرزي د حکومت بي توجهي د امنيت د هکله په غني او عبدالله په حکومت کي هم بده اغيزه درلوده چي لاتر اوسه پوري دا بد امني ادامه لري او حکومت نه شي کولي چي مخ يي ونيسي. اوس چي نوي حکومت ايجاد شوي دي او نوي څيري رامينځته شوي دي مخ کي له دي نه چي پخپلو بحرنيو سياستو په هکله ګامونه اوچت کړي حتمن بايد د کورني ستونزي او بي امني په هکله خپل انرژي او توان څخه کار واخلي او هسه وکړي چي لومړي کورني ستونزي ته پاملرنه وکړي او د خلکو امنيت تامين کړي.

د افغانستان امنيتي چارواکو بايد جدي هسه وکړي چي پوزيان مسلح کړي او دوي ته امکانات ورکړ شي چي د افغانستان د خلکو د دښمنانو پر ضد د مقابله توان پيدا کړي او امنيت تامين کړي. د راتلونکي فصل په رارسيدو کي خلک داسي ګمان کوي چي بي امني به ډير شي حتي داچي نه يوازي خلکو ته چي حکومت ته دا مساله او جدي هشدار به وي او د مخالفين حرکات او حملات مستقيما په حکومت باندي هم تر سره شي.

په داسي يوه کي لازمه دي چي حکومت د امينت په هکله جدي اقدامات او هسه وکړي او نه پريږدي چي تل د افغانستان خلک د بي امني قرباني شي او د خپلي حکومت اعتبار او اعتماد له لاسه ورکړي.

د افغانستان بحرني سياست بايد درست تعريف شي

افغانستان په دي څو لسيزو کي معيوب، ناکار او غلطه بحرني سياست لري کله کله اصلا د بحرنيو اړيکو څخه هيڅ کوم واضح او روښانه تعريف نه لري او ځيني اوقات داسي عجولانه او غير منطقي سياست د بحرنيو په چارو کي نيول کيږي چه نه د افغانستان او نه هم د منطقه ګټه په کي خوندي کيږي.

د طالبانو به وخت کي خو اصلا د امارت اسلامي حکومت بحرني سياست فلج وو ځکه چي پرته له نيمګړي او يوطرفه اړيکي چي عربستان او پاکستان سره درلوده نورو هيوادونو سره هيڅکوم سياسي اړيکه نه درلوده. پس له طالبانو څه چي حامد کرزي په رهبري حکومت جوړشو او ويل کيده چي دا حکومت به د معاصر او نيوي بنسټونو پر اساس تشکيل کيږي او سياسي چارو هم په مدرن توګه هم د بحرنيو سياسي کړنو او هم په کورنيو سياسي چارو په مخ ځي او د افغانستان د ملي منافعو پر اساس د دي هيواد اړيکي له نورو هيوادونو سره په ټينګ شي. اوس داسي مالوميږي چي د ولس مشر کرزي 13کلني حکومت هم په کورني سياست او هم په بحرني سياست کي ناکام وو او هيڅکله هم له سياست څخه کوم واضح او روښانه تعريف نه درلوده. پاکستان چي تل افغانستان سره په چل او نيرنګ دي او محصولات او صادرات يي په افغانستان کي افراطي طالبان او القاعده دي تل د کرزي د حکومت له طرفه ورور خطاب شوي دي او هيڅکله هم د سياست له لياري دوي سره خبري اتري نه دي شوي چي له دخالت څخه لاس واخلي. د پاکستان راکتي بريدونه د افغانستان په سرحداتو کي په ځانګړي توګه د کنړ په ولايت کي د کرزي د حکومت له خوا بي جواب پاتي شو چي دا هم معيوب او ناکاره سياست ګڼل کيږي.

د ولس مشر کرزي د حکومت کورني سياست هم له فساد او بدنامي څخه ډک وو تر هغه افغانستان په نړي کي د فساد مدال واخيسته او لمړي درجه خپل کړه. زورواکان، قومي مشران، تفنګداران او غير تخصصي کسان د کرزي په حکومت کي شريکان وو او د افغانستان ټول بنسټونه د خپلي شخصي ګټي دپاره وران کړي دي. د کرزي د حکومت دا غلطه سياست د طالبانو او القاعده د راتلو لوي او مهم عامل ګڼل کيږي. که تير شوي حکومت واقعا د خلکو او د دي غم ځپلي ملت د خدمت دپاره راغلي وو سره له هغه لوي او غټي مرستو چي نړي له افغانستان سره کړي وو اوس افغانستان بايد خودکفا شوي وو او ډيرو بنسټيز کارونه پکي تر سره شوي وو خو متاسفانه د نړي مرستي هغه پسي ګاني وو چي د افغانستان د ګرګانو په لاس راغي او ټول يي تار و مار شول.

وروسته د کرزي حکومت څخه پس له ډيرو شخړو او جنجالونو څخه و دحدت ملي حکومت د داکتر اشرف غني احمدزي او داکتر عبدالله عبدالله په مشري له ډيرو دعيدونو او پوف و چوف سره رامينځته شو چي تر اوسه پوري هيڅ کوم کار چي د ملت او د خلکو په نفع وي نه دي کړي. د انتخاباتو په مبارزاتو کي دوي داسي باټ او لاف ويلي دي چي او خلک حيران پاتي دي چي د دوي پروني وعيدونه او باټونه څه شو او اوس دوي ولي دسي غلي ناست دي؟ داکتر سميع حامد وايي:

فرق بين شيخ و روشن فکر اينجا بيش نيست

کار اين چُف کردن است و کار آن پُف کردن است

د چُف حکومت تير شو اوس د پُف حکومت رامينځته شوي دي چي پرته له کوم محاسبي څخه پُف کوي خو تر سره نه کيږي. ښه په ياد لرم چي د دي حکومت په اوايلو کي ولسمشر غني وويل چي تر 6 مياشتو معلمينو ته حتما به کور درکړو، خو متاسفانه تر اوسه پوري اصلا کوم اقدامات په دي هکله نشته دي. له بلي خوا د دواړو رهبرانو په ډيرو مسايلو کي مخالفتونه او د کابينه ځنډيدل او نورو مسايلو حکم کوي چي تر اوسه پوري دا حکومت د کورنيو سياستو په هکله ناکام دي او کوم واضح او روښانه سياست او برنامه نه لري. اوس د دي حکومت بحرني سياست هم مالوميږي چي پښه نه دي او د معياري او دقيقو سياسي شعور په واسطه نه دي جوړ شوي ځکه چي د عربستان او د يمن په اړه ډير په عجله تصميم و نيول سره له دي چي په دي باندي ښه پوهيږي چي عربستان او ايران په منطقه کي خپلي نيابتي جګړي لري کله په افغانستان او کله هم په عراق، سوريه او يمن کي.

د افغانستان حکومت بايد په ډير احتياط او دقت سره په داسي مسايلو کي تصميم و نيسي او عجولانه تصاميم د افغانستان په ګټه نه دي او ز مونږ اړيکي له نړي سره محدودوي. افغانستان تر اوسه پوري په داسي حد نه دي رسيدلي چي د منطقي د هيوادونو په جګړو کي طرف واقع شي او خپلي ګاونډي هيواد متضرر کړي.

د حکومت بي توجهي او د تاوتريخوالي زياتيدو

د وحدت ملی د حکومت څخه وروسته د افغانستان په ګوټ ګوټ کی تاوتريخوال او جنجالونه زياته شوي دي او هره ورځ لازياتيږي. که څه هم د ولسمشر کرزي په دوران کي هم د افغانستان خلک امنيت نه درلوده او داسي واقعات ډير وه خو د افغانستان خلک د وحدت ملي حکومت په انتظار پاتي شوي وو او د دوي هيله دا وو چي دا حکومت حتما د بي امني او نورو اجتماعي تاوتريخوالي په برخه کارکوي او د خلکو د ستونزو په اړه جدي اقدامات کوي لکه څنګه چي د وحدت ملي حکومت رهبران دواړو خلکو ته وعده ورکړي وو چي دوي د دي پلان او توان لري چي د خلکو د هوسايني زمينه برابره کړي.

حکومت په ډيرو مواردو کي اغفال کوي او ځيني خطرناک موارد مهم نه بولي د دي کار سبب يا د حکومت ضعف دي او يا هم چي دوي واقعا پخپلو سياسي شعور مشکل لري ځکه چي ځيني ګواښونه چي هره ورځ په رسنيو کي د بحث لاندي راځي او سياسي کارپوهان حکومت ته ډاډ ورکوي چي بايد جدي اقدامات ولري خو دولت مردان تر اوسه پوري هيڅ کوم جدي اقدام نه دي کړي.

له انتحاري چاودني او ماينونو څخه چي تير شو ځکه هغه خو د افغانستان د خلکو په ورځني تقسيم اوقات کي ځاي لري وروسته له ملي وحدت حکومت څخه د 31 کسان ګروګانيدل په زابل کي يوه لوي جنجال دي چي د افغانستان دښمنان غواړي يو ځل بيا د خلکو تر مينځ قومي او مذهبي مخالفتونه رامينځته کړي خو د افغانستان د ملي وحدت حکومت تر اوسه پوري هيڅ کوم جدي اقدامات نه دي تر سره کړي او د دوي کورني تر اوسه پوري د خپلي عزيزان سترګي په لار پاتي شوي دي.

دا چي حکومت نه غواړي يا هم نه شي کولي چي دا ګروګانان د ترهګرانو له بند څخه خوسي کړي د خلکو باور د دي حکومت څخه سلب کيږي او يو ځل بيا د افغانستان د خلکو او د حکومت تر مينځ فاصله ايجاد کيږي او له بلي خوا دا لوي شرم دي يو حکومت ته چي حد اقل د دي توان و نه لري چي په لويو لارو کي د خلکو امنيت تامين کړي.

بله شرم آوره مساله د فرخندي مساله دي چي څو کسان د ارګ په څو متري کي په ظالمانه توګه يوه کس وژني او د دي حکومت پوليس هم ولاړ دي خو د فرخندي د نجات په هکله هيڅ کار هم نه شي کولي. په داسي يوه شرايطو کي حکومت څه مانا او مفهوم لري چي خلک په صحرايي توګه محکمه کيږي او حکومت نه شي کولي چي د داسي ننګ آور اقداماتو مخه و نيسي. ويل کيږي چي د فرخندي د شهادت بهير نږدي 45 دقيقي نيولي دي خو په دي جريان کي د حکومت کسان نه دي توانيدلي چي د څو وحشي کسان مخه ونيسي او دا مسالي ته رسيدګي وکړي.

خلک حيران پاتي دي چي دا دولت مردان د څه شي دپاره په لوړو چارو بوخت دي او د دوي اصلي وظيفه څه شي دي فقط دا چي خلکو ته شعارونه ورکړي؟ اوس خلک د مصوونيت احساس له لاسه ورکړي دي او هر لحظه انتظار لري چي دوي د غير مسوول کسانو په لاس محکمه شي ځکه چي حکومت شتون نه لري او په داسي مواردو کي اصلا اقدامات نه لري. داسي بي توجهي د خلکو او د حکومت تر مينځ ډير فاصله ايجادوي.

بلي مسالي بيا هم د سه شنبه د شپي په شا و خوا لسو بجو کي د کابل کندهار په لوي لاره کي تر سره شو چي غير مسوول مسلح کسان په څو موټرونو کي بريد وکړ او 13 تن په کي مړ شو.

آيا حکومت کله هم فکر کوي چي دا کسان کورني لري، ژوند لري او پر حکومت باندي حق لري چي د دوي امنيت تامين شي؟

فکر نه کوم چي حکومت تر اوسه پوري دا فکر کړي وي ځکه چي تر اوسه پوري هيڅ کوم جدي اقدامات په دي اړه نه دي تر سره شوي. د حکومت لوي مسووليت دادي چي بايد د خلکو امنيت تامين کړي حد اقل د ښارونو او لويو لارو امنيت خو بايد تامين کړي.

د خلکو لمړني او مهمي وړانديز حکومت ته به داوي چي د افغانستان د خلکو امنيت تامين کړي او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي ترڅو چي دوي مخالفينو سره يو ځاي نه شي.

نيمګړی کابينه اود خلکو ستونزی

نږدی يوه کال کيږي چي د ټولټاکني او د نوي حکومت د جوړيدو څخه تيريږي او په دي موده کي د افغانستان د حکومت د ټولو اداراتو کارونه فلج دي او ټول خلک نوي حکومت ته منتظر پاتي دي چي باالآخره وروسته له 8 ماشتو څخه د وحدت ملي حکومت رامينځته شو او دا حکومت خلکو وعده وکړ چي دوي د خلکو د هوسايني په برخه خپلي هسه کوي او داسي کابينه به جوړ کي چي د تخصص او تعهد خاوند وي.

پرته له دي چي دوي د خپلي انتخاباتي مبارزاتو کي خلکو ته څه وعده او وعيدونه ورکړي وه او د خيالاتي کارونو او کابيني د جوړيدو وعده هم ورکړي وه دوي پس له دي چي حکومت هم جوړ شو په ډير جرات سره خلکو ته وعده ورکوي چي خلکو دپاره د کار زمينه برابروي او د دوي ستونزي ته لاري چاري هواروي خو تر اوسه پوري دوي نه دي توانيدلي چي حد اقل خپل کابينه تشکيل کړي او عادي کارونه تر سره کړي.

د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه له حکومت څخه امنيت او د کار زمينه برابرول دي چي متاسفانه تر اوسه د دي حکومت مهمي امنيتي وزارت يعني د دفاع وزارت وزير نه دي ټاکل شوي او ورځ تر ورځ د افغانستان په ډيرو ولاياتو کي امنيتي وضعيت مخ په خراپيدو دي له يوه طرفه د طالبانو ګواښونه او له بلي خوا د داعش مساله چي د افغانستان د خلکو د امنيت دپاره لوي ګواښ دي او د وحدت ملي حکومت رهبران ويده دي او هيڅ کوم جدي او عملي پلان د دي ستونزي د حلولو دپاره نه دي نيولي دي.

دوي چي تل د اصلاحات شعارونه ورکوي او خلکو ته اعلانوي چي څارنوالي کي او نورو ځايونو کي دوي غواړي اصلاحات راوړي اوس خبره دادي چي دوي مخکي له دي نه چي غواړي نورو اداراتو ته اصلاحات راوړي لومړي بايد خپل ځان اصلاح کړي او په وزارتونو کي مصلح کسان معرفي کړي پس له هغي نه داسي شعارونه ورکړي. دوي فکر کوي چي خلک په هيڅ شي باندي خبر نه دي او نه پوهيږي چي دوي پخپل مينځ کي ستونزه لري او د دي توان نه لري چي پخپل مينځي ستونزي حل کړي څه پاتي شي چي د خلکو د ستونزو د هوارولو په برخه څه کار وکړي.

د خلکو غوښتنه له حکومت څخه دادي چي د خداي په لحاظ لږ خلکو ته نظر وکړي او د دوي ستونزو ته هم لږ پاملرنه وکړي. خلکو له اوزګاري څخه په تنګ راغلي خلک له بي امني څخه په تنګ راغلي دي او نور د جنګ او د فقر توان نه لري. تاسو په قراره زړه خپلو قصرونو ته ناست يي او د قدرت په سر يو بل سره جګړه کوي.

دوي ډير ښه په دي باندي پوهيږي چي د افغانستان د خلکو لومړني او اساسي غوښتنه د کار د زمينه برابرول او امنيت دي او د افغانستان خلک له جګړي نه بيزار شوي دي خو بيا هم دوي پخپل مينځ کي د قدرت په سر ستونزه لري چي د دوي دا کار سبب ګرځيدلي چي ډيرو مهمو کارونو پاتي شي حتي کابينه هم وځنډيږي.

د افغانستان د خلکو استازي په ولسي جرګه کي هم څو ځله داد و فرياد وکړ او دولت نه غوښتنه وکړ چي زر تر زره بايد نوماند وزيران معرفي کړي حتي دا چي دوي وويل چي دواړو رهرانو بايد استيضاح شي او دوي بايد خلکو ته ځواب ورکړي چي ولي دوي واقعا نه غواړي چي د افغانستان د حکومت کابينه جوړه شي او د خلکو د ستونزو د هوارلو دپاره کار وشي د دي سره سره بيا هم حکومت تر اوسه پوري هيڅ کوم خاص توجه نه دي کړي.

د ورځ په تيريدو سره چي هوا توده کيږي د افغانستان د خلکو او د حکومت مخالفينو فعاليتونه هم زياتيږي او د خلکو آرامتيا کواښ سره مخامخ کوي په داسي يوه حالت کي د حکومت توجه ضروري دي او بايد جدي اقدامات ولري چي د دوي تخريبي فعاليتونه مخه ونيسي او زر تر زره بايد د دفاع او نورو وزارتونو نوماند وزيران ولسي جرګي ته معرفي کړي.

د افغانستان د خلکو يواځني غوښتنه له دي حکومت څخه دادي چي دوي ته امنيت او د کار زمينه برابره کړي او د افغانستان ملي وحدت حکومت هم وعده ورکړي وه چي حتما د کار زمينه خلکو ته برابره کړي او د خلکو امنيت خوندي کړي. دا کوم لوي غوښتنه نه دي او دا د يو حکومت وظيفه دي چي بايد د خلکو امنيت وساتي او دوي ته د کار زمينه برابره کړي.