افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختيا هوکړه ليک لاسليک شو

افغانستان کې د عامه پوهاوي د کمپاين له لارې د اسلامي بانکوالۍ د پراختيا هوکړه ليک په داسې حال کې لاسليک شو چې ٦٠ سلنه افغان سوداګر د سودي پورونو له اخيستو ډډه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي مرستيال خان جان الکوزی وايي، د دغه هوکړه ليک پر بنسټ دواړو اړخونو د پوهاوي او روزنې د ورکشاپونو، د کنفرانسونو، علمي سيمينارونو او په رسنيو کې د علمي مناظرو او بحثونو پر جوړولو هوکړه کړې چې له لارې يې خصوصي سکتور ته پوهاوى ورکړل شي او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو په خونې پورې له اړوند بنسټونو سره د اسلامي بانکوالۍ د سيستم په څرنګوالي کې مرسته وکړي.د سوداګرۍ او صنايعو خونې د افغانستان د يوه مالي او مشورتي اسلامي شرکت او د متحده عربي اماراتو د اسلامي المعالى مشورتي ګروپ سره لاسليک کړ.د دغه هوکړه لیک د لاسلیک موخه په افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختيا او اسلامي مالي سيستم د تمويل هدف دی.ښاغلی الکوزی وایي، دواړه خواوې به هڅه وکړي چې د يادو پروګرامونو تر څنګ د علماى کرامو لپاره د روزنيزو ځانګړو کورسونو او د عالمانو، فقهاوو د ناستو له لارې په هېواد کې اسلامي بانکوالي او مالي اسلامي سيستم له محمدي غرا شريعت سره سم دود کړي.نوموړی وایي، چې په هېواد کې به د اسلامي بانکوالۍ د اسانتياوو په رامنځته کولو سره سوداګر او پانګوال وکولى شي چې له اسلامي

شريعت سره سم پورونو ته لاسرسى ولري او دغه چاره به د دوى په سوداګرۍ کې د پرمختګ لامل شي.هغه زياته کړې چې د اسلامي بانکوالۍ پر بنسټ بانک د نغدو پيسو په بدل کې د پور اخيستونکو سوداګرو او پانګوالو په واک کې وسايل او د اړتيا وړ ماشين الات ورکوي.

د الکوزي د معلوماتو له مخې، هغه پورونه چې اوس د نړيوالو اصولو پر بنسټ د هېواد په خصوصي بانکونو کې ترسره کېږي، د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د سود او تر ډېره يې د ټکټانې له اړخه د منلو وړ نه دي.د المعالي شرکت ونډه وال محمد بوليف هم ويلي چې اسلامي بانکوالي به په افغانستان کې د اقتصادي ودې لامل شي. هغه زياته کړې چې اسلامي بانکوالي د نړۍ په کچه د ودې په حال کې ده او اوسمهال پر مسلمانانو سربېره د نورو دينونو پيروانو هم اسلامي بانکوالۍ ته مخه کړې ده.

کې د اقتصادي ودې لامل شي. هغه زياته کړې چې اسلامي بانکوالي د نړۍ په کچه د ودې په حال کې ده او اوسمهال پر مسلمانانو سربېره د نورو دينونو پيروانو هم اسلامي بانکوالۍ ته مخه کړې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، اسلامي بانکوالي په روان کال کې له ١٥ څخه تر ٣٠ سلنې پورې وده کړې او اوسمهال په نړۍ کې د ٤٥٠ بانکونو له لارې دا ډول خدمات وړاندې کېږي.د نوموړي په خبره، دواړه خواوې به هڅه وکړي چې د افغانستان د عالمانو او د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې د اسلامي بانکوالۍ د رواجېدو لپاره زمينه مساعده کړي، څو سوداګري او صنعت په افغانستان کې وده وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې خان جان الکوزی وایي، اوسمهال د افغان سوداګرو او پانګوالو ٦٠ سلنه له دې امله چې د پور اخيستل يې د ټاکلو پيسو په بدل کې ترسره کېږي او سود دى، د پور اخيستلو ته نه حاضرېږي.

ولسمشر اشرف غنی دقيق کار کوی

ولسمشر اشرف غنی چی تل خلکو ته دا وعده ورکولی دی چی غواړی جدی او اساسی اصلاحتات په افغانستان راوړی او د دی هيواد دپاره بنسټيز کارونه کوي اوس په څو مواردو کو ډير په احتياط او دقيق اقدام کړي ده او سياست يي داسي مالوميږي چي دا سړي هغي ژمني چي خلکو ته کړي دي اوس ملا تړلي ده چي يي تر سره کړي.

اشرف غني احمدزي چي د اقتصاد په ډګر کي يو پيژندل شوي څيره ده او اقتصادي تصاميم يي هم جامع دي د افغانستان د اقتصاد د ودي دپاره چين ته ولاړ او له چين سره چي د نړي د اقتصاد اساسي قطب دي څو توافق نامه لاس ليک کړي دي او له چين نه غوښتلي دي چي افغانستان بايد د آسيايي هيوادونو د اقتصاد د اتصال مرکز تبديل شي او چين هم خپلي مرستي افغانستان ته څو برابره کړي دي. مهمه دادي چي د افغانستان اقتصادي فعاليتونو مستقيما امنيت سره تړون لري او کله چي د افغانستان امنيت تامين نه شي اقتصادي تصاميم نه شي پوره کيداي، په همدي خاطر ولسمشر سعودي عربستان ته هم سفر وکړ او غوښتنه يي دا دي چي د افغانستان ستونزو له ګاونډيو هيوادونو سره بايد د مذاکرات او تشابهاتو له لياري حل شي نه د مخالفت او منازعي له لياري. له بلي خوا هم خپل سياسي کرخي د پاکستان په هکله هم واضح کړي دي چي تر هغه چي پاکستان واقعا د افغانستان د امنيت دپاره جدي او عملي اقدام و نه کړي پاکستان ته به سفر نه کړي.

د اصلاحات غوښتل په اداري چارو کي هم يو له هغه کارونو څخه دي چي مخ کي له جدي شروع کيدو څخه په اداراتو کي محسوس دي. د ولسمشر تګ د 400 بستر په روغتون کي ټولو اداراتو ته يو هشدار شوي دي خو که د اشرف غني سياست د داکتر عبدالله عبدالله له اصلاحات سره يو ځاي شي او د دي تاثير لا ډيريږي او د خلکو اميدواري هم تر سره کيږي.

داکتر عبدالله عبدالله هم چي د اصلاحات او همپالني له پلان او ستراتيژي سره راغلي دي او خلکو ته وعده ورکړي دي چي نور فاسد نظام نه غواړي بل چي د اصلاحاتو د راوړلو په خاطر راغلي دي خپلي عملي ګامونه اوچت کړي دي او تل تاکيد لري چي راتلونکي کابينه کي بايد متخصص کسان وګمارل شي.

د افغانستان د خلکو اميدواري دادي چه خداي وکړي چي تل د اشرف غني سياست د عبدالله عبدالله له اصلاحاتو سره موافق وي او يو له بل سره تفاهم او اتفاق نظر ولري چي د افغانستان دپاره مهم او اساسي مساله دي. که د دوي تصاميم لکه څنګه چي تر اوسه په يو اعتماد فضا کي تر سره کيږي، دوام وکي د دوي حکومت حتمن موثر او متخصص کسان د مهمو پستونو په راس راودي.

ز مونږ غوښتنه له دواړو داکترانو څخه دادي چي همداسي په دقت سره ګامونه واخلي او دخلکو د رفاه او هوسايني دپاره له هر ممکن لياري څخه استفاده وکړي او د وحدت دپاره جدي کارونه وکړي.

حکومت بايد خپل اعتبار وساتی

کله چي د وحدت ملي حکومت وروسته له ډيرو جنجالونو او ستونزو را مينځته شو او د دواړو ډاکټرانو تر مينځ يوه موافقت تر لاسه شو او دوي پريکړه وکړه چي د وحدت ملي حکومت تشکيلوي او دوي دواړه د يو بل په همکاري سره قوي او متخصص کابينه جوړوي.

د دي پريکړي پر اساس د خلکو باورونو پر دي وحدت ملي حکومت باندي لاس ته راغي او خلک په دا فکر وو چي دوي حتما د دي توان لري چي يو منظم او قوي مرکزي حکومت جوړ کړي او په دي اساس دوي د بنيادي او اساسي بدلون په ټولو خواوو سترګي په لاره وي.

د دي حکومت په اولو ورځو کي ولسمشر غني په ډير شدت او حدت سره پخپل کار پيل که او په تيرشوي جنجالي مسايلو باندي هم لاس واچوله خو وروسته له هغي نه د ولس مشر بنيادي کړنو په هکله هيڅ کوم خبر نشته دي.

په دي وروستيو کي بيا هم د ولسمشر غني او د داکتر عبدالله عبدالله تر مينځ د کابيني د غړو په سر لکه چي جنجالونه را منيځته شوي دي او نږدي دوي مياشتي له نوي حکومت نه تيريږي خو تر اوسه کابينه نه دي تشکيل شوي. که دا بي توجهي او دا قدرت خواهي د دواړو خواوو تر مينځ ادامه ولري چي د خلکو د انتظارو څخه خلاف کار دي د خلکو او ټولو ملي او نړيوالو نهادونو پر باورونو باندي بده اغيزه لري او دا حکومت د خلکو له نظره له هغه اعتبار څخه بيل کيږي چي وروسته د خلکو پر اذهان درلوده.

له يوه طرفه خلک د دي انتظار لري چي کابينه بايد تشکيل شي او پخپل کار شروع کړي ځکه چي په ټولو اداراتو کي سرپرست کسان ناست دي او اساسي کارونه نه کوي او نه شي تر سروي او له بلي خوا خلکو ته د کار و بار زمينه برابره شي ځکه چي د خلکو اقتصادي وضعيت په بده حالت کي قرار لري او له بلي خوا ولسمشر خلکو ته وعده ورکړي وو چي تر 40 ورځو پوري خپل کابينه جوړ کړي او دوي پخپل کار باندي بوخت وي خو تر اوسه حتي مقدماتي خبره هم د کابيني د جوړښت په هکله شتون نه لري.

که د وحدت ملي حکومت په همدي شکل خپل کار ته ادامه ورکړي د خلکو باور په دي حکومت باندي ورانيږي او دا چي دوي له اوله داسي کمکاري وکړي او په مهمو مسايلو باندي بي توجهي وکړي تر آخره پوري به څه وي. د خلکو غوښتنه دادي چي حکومت نه بايد د خلکو له باورونو څخه لوبي وکړي او خپل اعتبار له مينځه وړي او حکومت بايد په اساسي توګه پخپل کار شروع کړي.

کابينه بايد تشکيل شی

د ولسمشر اشرف غنی يو له مهمو وعيدونو څخه هم د کابينه جوړول په يو نيم مياشتو کي وو چي له دي نيټه څخه څو ورځي هم تير شوي دي خو تر اوسه پوري در کابينه د جوړول په اړه هيڅ کوم خبره نشته دي او داسي مالوميږي چي د ولسمشر اشرف غني او د اجرايي رييس داکتر عبدالله عبدالله تر مينځ د کابيني د تشکيل د څرنګوالي په اړه تر اوسه هم ستونزه شتون لري او دوي د دي کار په خاطر تر اوسه پوري نهايي پايلي نه دي تر لاسه کړي.

د افغانستان خلک پر وحدت ملي حکومت باندي پوره باور لري او له هر څه نه مخکي دوي دا انتظار لري چي ولسمشر او د اجرايي رييس د هيواد د مهمو ستونزو او لومړيتوبونو په خاطر جدي او اساسي تصاميم ولري او داسي يو کابينه بايد تشکيل کړي چي ملت ته واقعا خدمت وکړي. له بلي خوا خلک په دي هيله دي چي ولسمشر هماغسي چي په اولو ورځو کي پخپل کار باندي جدي وو او څو مهمو فرامانونو ورکړي وو اوس هم خلک انتظار باسي چي دا فرمانونه بايد په دقت سره تر سره شي او که داسي وشي چي د دي فرمانونه لکه د ولسمشر کرزي فرمانونو غوندي هير شي او دا کار د خلکو پر باورونو باندي ډيره بده اغيزه کوي.

د کابل بانک مساله لږتر لږه په يو شکل باندي خلاص شو خو هغه هم د خلکو او ډيرو کسانو د مننو وړ نه وو ولي باالآخره خلاصه شو خو د ولسمشر غني بلي فرمان د کابيني د تشکيليدو په خاطر ډير مهم او حياتي دي او د هيواد پر منافعو باندي ډيره اغيزه لري نو بايد کابينه زر تر زره تشکيل شي او متخصص کسان د لوړو پستونو دپاره د نظر لاندي وي.

ښه به دا وي چي دواړو ټيمونو يعني ولسمشر اشرف غني او د اجرايي رييس داکتر عبدالله بايد خپل مينځي ستونزي په جدي او اساسي توګه حل کي او د هغه موافقت پر اساس چي دوي د ملي وحدت حکومت تشکيل کړي دي استوار وي او د هماغه موافقت نامه پر اساس د هيواد ستونزي حل کي او کابينه تشکيل کړي.

د دي پر ځآي چي د دواړو خواوو نه کميته تشکيل شي او د کابيني د جوړولو په خاطر کار وکړي ښه به داوي چي داوړو داکتران سره کښيني او د کابيني په اړه خبري اتري وکړي او د شايسته سالاري د اصل په اساس خپلي کابيني تشکيل کړي. ځکه چي ټولو خلکو ته مالومه دي چي حتما په دواړو تيمونو کي داسي کسان شتون لري چي د زړه له کومي نه غواړي چي دا مساله بي له کوم ستونزي حل شي او د دوي له نوم څخه ناوړه استفاده کيږي.

که دوي پخپل مينځ خپلي ستونزي حل نه کړي او يو ځل بيا د دوي تر مينځ کوم شخړي پيدا شي دا مسالي د وحدت ملي حکومت نقش د خلکو پر اذهان باندي بدنام کوي او دا اعتبار او ارزښت چي اوس خلکو په دي حکومت باندي لري له مينځه ځي او دا د هيڅ خوا په نفع باندي نه دي

د وحدت ملی حکومت لمړيتوبونه!

لکه څنګه چی ولسمشر اشرف غنی احمدزی د تحليف د مراسمو په بهير کي وويل د دي د حکومت د ډيرو مهمو لمړيتوبونه يو هم جدي مبارزه له فساد سره دي و د حکومت د اجرايوي پست رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دي مساله باندي ټينګار لري او وعده ورکوي چي له فساد سره به جدي مبارزه وکړي. له همدي کبله ولس مشر اشرف غني احمدزي د تحليف د مراسمو په بهير کي قضايي قواوي څخه غوښتنه وکړه چي د دي اداري د مکافاتو او مجازاتو د اصل سره سم تر يوه مياشتي پوري بايد ټول کارکونکي يي بررسي وشي.

فساد چي د افغانستان د مخکني حکومت اصلي بڼه وه او ز مونږ هيواد په نړي کي هم د فاسدترين هيواد په توګه رکورد تللي وه د حامد کرزي د حکومت له جوړيدو نه شروع شوه چي د افغانستان په تاريخ کي هم داسي فساد کاري نه وو شوي. دا فساد پيشه ګان نه يوازي افغانستان تباه او چور کړي چي خارجي بانکونه او کمکونه هم د دوي له لاسه نه دي پاتي شوي او د دي فساد دليل او اصلي عامل هم ناکار دولت او ضعيف مديريت وه چي مرکزي حکومت د يو مقتدر حکومت په حيث د دي توان نه درلوده چي د لويو مفسدينو مخه ونيسي کله کله هم نه يوازي چي حکومت د دوي د مخنيوي توان نه درلوده چي د دوي حامي هم وه ځکه چي ډير فسادو د حکومت په نوم او لوړپورو سياسي او دولتي چارواکو په نوم تر سره کيده.

د وحدت ملي حکومت چي د داسي يو فاسد نظام او بنيادونو وارثين دي په ډير جدي او مهمو چالش سره مخامخ دي او ډير جديت او تدبير غواړي چي دا مهمو سره مبارزه وشي ځکه چي دا د خلکو په عادت تبديل شوي دي او په ټولنه کي نهادينه شوي دي نو په کار دي چي د وحدت ملي حکومت د اشخاصو د ګزينشو په باره کي ډير محتاط وسي او متخصص او متعهد کسان په لوړو واکونو کي پيشنهاد کړي او يو ځل نړي او خلکو ته دا وښيي چي دوي د دي ملت خادمان دي او د دوي زړه پر دي غم ځپلي ملت باندي سوځيږي.

د افغانستان خلک چي اوس ډير اميدوار دي او انتظار لري چي حتما د دوي ستونزي او مشکلات حل کيږي او د وحدت ملي حکومت خوشبين دي حکومت هم بايد د دوي آرمانونه خاوري سره خاوري نه کړي او د خلکو لمړني غوښتني او احتياجونو ته بايد لاري چاري فراهم کړي.

نا امني او فساد چي له ډيرو مهمو چالشونو څخه شميرل کيږي او دافغانستان په ټولو ولاياتو کي خلک له دي ستونزي سره مخامخ او لاس و ګريوان دي خلک ستړي کړي دي او داسي مالوميږي چي نور خلک د دي دواړو مهمو د شتون تحمل نه لري او په جدي توګه له نيوي حکومت څخه انتظار لري چي دا ستونزي ته د حل لياري هواري کړي.

دا کار هيڅکله نه ترسره کيږي تر سو چي ولسمشر اشرف غني احمدزي او د دولت اجرايي رييس عبدالله عبدالله په واقعي توګه او په صداقت سره يو بل ونه مني او د همکاري او اصلاحات احساس او اعتماد پيدا و نه کړي. تر هغه چي دوي دواړو د يو کارآمد او متخصص او متعهد کابينه د جوړيدل په مشترکه ټوګه هڅه و نه کړي. مونږ انتظار لرو چي دوي داسي يو کابينه جوړ کړي چي له مفسدينو څخه پاک وي او د تخصص او تعهد د اصل له امله رامينځته شوي وي.