انتخابات‌يا مضحکه لوبی

کله کله خلکو ته داسی ګمان پيدا کيږي چي اصلا ممکن نه دي چه افغانستان د قانون او عقلانيت پر بنسټ جوړ شي ځکه چي د ورځ په تيريدو دلته داسي خاينين سر لوړوي چي د ژبني او قومي تعصباتو له امله خپل ځان د تقلب او تخطي پر اساس قدرت ته رسوي.

د انتخاباتو خپلواک کميسيو په دي انتخاباتو کي په ډير بي شرمي سره د يو کانديد په نفع کار کړي دي او دا کار افغانستان د بدبختي او د نوماندانو تر مينځ د شخړي د را مينځته کيدو سبب ګرځي. که څه هم د انتخاباتو خپلواک کميسيون دا کار د حکومت له حمايت سره تر سره کړي دي خو په دي باندي بايد پوه شي چي د افغانستان خلک هرو مرو درنه پوښتنه کوي او يو ورځ په د قانون پر مخ خپلي ځواب ورکړي.

دا خو ساده کار نه دي د مليونونو خلکو له سرنوشت سره لوبي دي. د دارالانشا رييس په واضحه توګه په تقلب کي (دزد با پشتاره) ګير شو، په سروبي او اندړ ولسوالي کي يوه ورځ مخکي له انتخاباتو نه په موټر صندوقونه ډک شوي وه، په لوګر، فراه او هلمند کي طالبان خلکو ته اخطار ورکړي وه چي بايد اشرف غني ته راي ورکړي او داسي نور چي پنهان پاتي شوي.

جالبه دادي چي په ځينو ولاياتو کي د راي برګي د دي ولايت له وګړي څخه هم ډير دي دا خو واضحه تقلب دي او هيڅ څوک نه شي کوي چي له دي څخه سترګي وغړوي. بله جالب خبره دادي چي په لوګر او نورو جنوبي ولاياتو کي د ډاکټر صاحب غني هواداران په افتخار سره وايي چي مونږ داسي صندوقونه ډک کړ او په دي سايت دومره خيانت مو وکړ او په هغه سايت کي دومره تقلب مو وکړ.

د ننګ ځاي دي هغه خلکو ته چي تل د غيرت او وجدان خبري کوي هغه خلکو ته چي تل د دين او ايمان او اسلام خبري کوي او ډيرو ختونو د دين او عقيده په خاطر ځانونه انتحاروي خو د عمل په ډګر کي بيا خاين ترين او بي ايمان ترين خلک هم دا دي. له دي نه بي ايماني او خيانت په نړي کي نه دي چي د خلکو پر تصاميمو باندي لوبي وشي او د تقلب او خيانت پر اساس دولت جوړ کړو او پر هغه خلکو چي ته يي انتخابي رييس جمهور نه يي حکومت وکړي دا لوي خيانت دي.

د انتخاباتو کميسيون د دي شان کړني ځواب به ورکي که اوس نه شو صبا ته يي به ورکي خو په دي بانيد بايد پوه شي چي د افغانستان خلک دا خيانت نه هيروي او هرومرو له دي کميسيون نه پوښتنه کيړي. دا کميسيون که واقعا عزت غواړي او د کانديدانو اعتماد تر لاسه کړي حتما بايد د کانديدانو سوالاتو ته ځواب ورکړي او د دارالانشا رييس برطرف کړي او حساب ورکړي چي هغه پنځه زره کارمندان چي په لمړي دوره کي منفک شوي وه د دوي پر ځاي کوم کسان استخدام شوي دي دا د سوال ځان دي او داکتر صاحب عبدالله هم په دي باندي شک لري چي دا پنځه زره کسان ټول د دي د رقيب طرفداران وه او په همدي خاطر د هغه په نفع ډير تقلب وشو.

ټولټاکنی که دويم پړاو ته لاړشی!

د افغانستان ټولټاکنی لمړی پړاو چی د وری د مياشتي د 16 نيټه کي تر سره شو د خلکو د شور او علاقمندي سره سم د راي ورکونکي آمار له نورو ټاکنو څخه ډير لوړ وو او خلک په دي اميد وو چي دا ځل د دوي له راي او سرنوشت سره څوک لوبه نه کوي او د دوي راي ورکول سرنوشت ساز دي او د دوي د راي له امله راتلونکي ولسمشر ټاکل کيږي او کله چي د دوي د انتخاب سره وټاکل شي حتما د دي غمځپلي ملت او ولس سره همکاري کوي او د کار او روزګار زمينه برابروي.

د ډيرو خلکو باور دا وو چي دا ټولټاکني په لمړي پړاو کي به ختم شي او د دوي ولسمشر وټاکل شي او د افغانستان خلک سخت انتظار وو چي د ټولټاکني کميسيون د دوي د ولمسمشر بريا حتما اعلانوي خو متاسفانه دا کار په لمړي ځل کي نه شو او ابتدايي نتايج داسي څرګندوي چي کيداي شي دا ټولټاکني دويمه پړاو ته لاړشي، ددي امکان هم شته دي چي کله د شکاياتو کميسيون څيړني تمام شي او هغه صندوقونه چي قرنتين شوي دي هم وشمارل شي، د مطرحو کانديدانو يو کس په بريالي شي او په همدغه لمړي ځل کي دا انتخابات پخپله پايله ورسي خو که داسي نه شي کړکيجونه او ستونزي په دويم ځل کي ډير زياتيږي. لمړني دليل يي دادي چي په دويم پړاو کي د راي ورکونکو آمار به ټيپ شي او شور او شوق چي په لمړي ځل کي وو په دويم ځل به نه وي، ځيني خلک فکر کوي چي بيا هم دا کميسيون د خلکو سره لوبي کوي او غواړي چي د خپل خوښه کړي نوماند کامياب کړي. دويمه دليل يي دادي چي هغه جانفشاني او هفه غيرت چي په لمړي پړاو کي ز مونږ ملي امنيتي ارګانونه وښودل کيدي شي چي دا ځل په هغه قوت سره نه وي ځکه چي له يوه طرفه د هوا د ګرميدو له امله طالبان او د حکومت مخالفو وسله والو ګوندونو زياتيږي او خپلي ويرانکارانه فعاليتونه شروع کوي او له بلي خوا د نوماندانو تر مينځ هم کيداي شي چي يو ناسالمه مبارزي شروع شي چي يو ځل بيا ستونزي رامينځته شي.

په هر صورت که دا ټولټاکني دويمه پړاو ته ولاړشي او د دوي مطرحو کانديدانو تر مينځ بيا انتخابات شي دا ځل د ټولټاکني د خپلواک کميسيون مسوولين او کارکونکي بايد په جدي خپلي ډنډي تر سره کړي او هغه نواقص چي مخکي شتون درلوده دا ځل بايد حتما حل شي او د دي ستونزي د مخ نيوي دپاره حتما جدي اقدامات وشي.

د نوماندانو مهم او اساسي انتقاد د دي ټولټاکنو کي دا وو چي په زياتو ټاکنو مرکزونو کي د انتخاباتي اوراق د کميدو له امله زيښت ډير کسان له خپلي حق څخه محروم شول او و نه توانيدل چي خپلي رايون استعمال کړي.

بله معضله دا وو چي د کميسيون کارکونکي ځيني کارونه کوله چي قطعا د توجيه وړ کار نه وو او دوي خپلي دا زمينه برابريده چي تقلب او تخطي د ټاکنو په پروسه کي وشي نو دا کار هيځکله د توجيه وړ کار نه دي.

هيله دادي چي لمړي خو خداي وکي چي په نهايي مرحله کي يو نوماند بريالي شي او خلکو د دي فترت مرحلي نه عبور کړي او دا بي سرنوشتي خلاص شي که داسي و نه شي او دا ټولټاکني دويمه پړاو ته لاړشي نو بيا کميسيون بايد خپلي نواقص په جدي توګه پوره کړي او په کامل آمادګي سره د دويم ځل دپاره خپلي آمادګي و نيسي او يو ځل بيا د نوماندانو او د خلکو د انتقاد او سر و صدا څخه خپل ځان وباسي.

دانتخاباتی مناظری پای او د خلکو قضاوت

یو له مهمو فعالیتونو څخه چی نوماندان تر سره کوی چی هم د خلکو او هم د نوماندانو دپاره ډیر مهم او اساسی رول لری انتخاباتی مناظری دی چی تر سره کیږی. انتخاباتی مناظری نه یوازی په افغانستان کی پر شورشترین انتخاباتی مساله دی بل چی په ټول نړی کی دا مناظری د ټولټاکنی یو له مهمو ارکانو څخه ګڼل کیږی او په ټولو هیوادونو کی همداسی پرشور تر سره کیږی.

د انتخاباتی مناظری اساسی ټیکی دادی چی ټول نوماندان باید خپلی کړن لاری په واضحه ټوګه بیان کړی او په دی مناظره کی مشخصا په هر بخش کی ټول نوماندان خپلی نظر او کړن لاری بیانوی او خلک، مدنی ټولنی او سیاسی احزابو د دوی لیدونکی دی او د هر نوماند نظر ته غږ نیسی او خپلی لیاری تعینوی. په دی مانا چی په مناظرو کی نوماندان باید حتما خپلی لاری بیان کړی پرته له دی چی شعارونه ورکړی او عملی بڼه ونه لری. په نورو هیوادونو کی چی انتخاباتی مناظری تر سره کیږی یو نوماند بل نوماند نه پریږدی چی شعارونه ورکړی، مستقیما انتقاد کوی او توصیه یی بل نوماند ته دادی چی شعار مه ورکوه د حل لیاری وښیه چی دا کار ډیر جالب او عملی دی او د خلکو د اذهانو د روښانولو دپاره ډير خوندور دی، ځکه چی خلک پوهیږی چی کوم یو نوماند ښه برنامی لری او کوم یو یی فقط شعارونه ورکوی.

په داسی حالت کی نوماندان هم وجدانی مسوولیت لری چی شعارونه ور نه کړی او باید مدبرانه خپلی د حل لاری وړاندی کړی او خپلی برنامی خلکو ته توضحات ورکړی. ځینی نوماندان حتی خپلی صلاحیتونه هم نه پوهیږی او کله کله داسی خبری کوی چی ښایی له قانون څخه هیڅ مالومات نه لری.

د نوماندان په مینځ داسی کسان هم شته دی چی اصلا برنامه نه لری فقط د سیاسی جنون له امله خپل ځان کاندید کړی دی او خلکو ته شعارونه ورکوی. د مونږ او د خلکو غوښتنه دادی چی یو ځل دا نوماندان باید خپلی وجدانونو سره مشورت وکړی او خپلی توانایی سنجش وکړی چی په کوم منطق باندی ځان کاندید کړی دی؟ هغه چی ځان د ولسمشری دپاره نوماندوی متخصص کاری تیم باید ولری او په هر قسمت کی هماغه متخصص شخص باید ولسمشری نوماند ته مشورت ورکړی او وروسته له کامیابی څخه هماغه متخصص سړی باید په همغه بخش کی په وظیفه وګمارل شی.

د افغانستان خلک باید د زړه له کومی څیړنی وکړی او باید خپلی خوښه کړی نوماند ته رای ورکړی یعنی دا چی د افغانستان خلک باید وروسته له دقیقه مالومات څخه داسی یو کس ته رای ورکړی چی واقعا د افغانستان د خلکو او د افغانستان د سرلوړی دپاره مناسب شخص وی.

اوس مهال چی تقریبا د مبارزی موده هم ختم کیږی او د ټولټاکنی ورځ رارسیږی د افغانستان خلک باید خپلی آخری تصمیم نیولی وی او خپلی خوښه کړی نوماند په نښه کړی وی او دا انتخاب خدای وکړی چی د تخصص او د برنامی په اساس شوی وی نه د قومیت او ملیت له لحاظ.

د ټولټاکنی‌نوماندان مشخص برنامی نه لری

کله چي يو تعداد نوماندان په تلويزيونونو کي خبري اتري لري او د مناظري په نوم راضي او خپل کړن لاري توضيح کوي سړي متاسف کيږي چي دغه سړي د چه شي دپاره ځان کانديد کړي دي؟ آيا د افانستان پر خلکو باندي حکومت کول دومره ساده او بي مفهوم دي؟ بيا ځواب مي هو دي ځکه چي په ټول افغانستان کي خلک ويده دي نه د خپل سرنوشت په کيسه کي دي او نه هم د نورو د راتلونکي دپاره فکر کوي.

د افغانستان د نوماندانو په جمع کي داسي کسان شتون لري چي نه يوازي کړن لاري او برنامي نه لري بل چي څو دقيقو دپاره خبري هم نه شي کولي او داسي د تاثير لاندي راځي چي حتي مورني ژبه يي له ياده ځي نو په داسي يوه حالت کي دا حضرات څنګه رياست جمهوري کولي شي؟ ځيني اساسي سياسي پوښتني چي د افغانستان په سرنوښت کي شتون لري او عمومي مسالي دي کله کله چي له يو تعداد نوماندانو څخه په دي اړه پوښتنه کيږي داسي مالوميږي چي دوي اصلا د سوال په مانا نه پوهيږي او اصلا په دي اړه کوم موثر نظر نه لري.

په تلويزيونونو کي مجري له نوماندان څخه پوښتنه کوي چي مثلا د امنيت د راوستلو په اړه تاسو کوم هغه نوي او موثر پلان لري چي اوسني حکومت يي نه لري؟ ځيني کسان د خندا وړ ځوابونه ورکوي او ځيني کسان هم اصلا داسي مالوميږي چي تر اوسه پوري په دي اړه هيڅ فکر نه دي کړي. يوه نوماند وايي چي زه طالبانو سره مستقيم اړيکه لرم او دوي سره به خبري وکړم او صلح به تامين شي په داسي حال کي چي اوسني حکومت له دي امتياز له هر څوک نه ډير زيات برخوردار وه او و نه شي کولي چي د امينت د راوستلو دپاره کوم عملي ګام ولري. ځيني کسان وايي چي مونږ بايد اول اداري فساد ته د پاي ټيکي کيږدو وروسته امنيت خپله تامين کيږي چي دا دوي مسالي اصلا په اکثره ځايونو کي سره ارتباط نه لري. او ځيني هم د خلکو د تفاهم او د حکومت او د خلکو ايجاد شوي فاصله د له مينځه وړلو په وا سطه امنيت تامينوي چي ډير جالب نظريات او د خندا وړ دي.

بله مهمه مساله د نومادانو د برنامي او کړن لاري د مشخص کولو دپاره په تلويزيونونو کي دي چي بايد منظمه برنامه په ټاکل شوي وخت تنظيم شي او ټول نوماندان بايد هلته حاضر شي او يو نوماند د بل نوماندانو په حضور خپلي برنامي اعلان کړي او نورو نوماندانو ته بايد حق ورکړل شي چي د هغه کړن لاري او وړانديزونه نقد کړي په دي صورت د افغانستان خلک ښه پوهيږي چي د دوي په مينځ کي کوم يو واقعا رياست جمهوري دپاره ښايسته او د پام وړ سړي دي.

ځيني نوماندان هم وايي چي د ما په حکومت کي د ښځو فيصدي دومره به وي چي دا د يو نوماند د شايسته سالاري څخه نمايندګي نه کوي نوماندان بايد د قانون په مطابقت داسي نظر ولري چي د قانون او ملي والي پر ضد نه وي. دوي بايد داسي وواي چي د شايستګي او تخصص له لياري مونږ ته هيڅ توپير نه لري چي په هر بست او موقف کي ښځه راځي يا نارينه خداي وکي چي د ښځو آمار په حکومت کي اتيا فيصد شي او يا صفر شي ځکه چي دا نوماندان د ښځو د رايونو د اخيستلو دپاره داسي شعارونه ورکوي او دا شعارونه نه قانوني بڼه لري او نه هم عملي بڼه.

مونږ په دي اميد يو چي هم نوماندان خلکو سره درغلي بس کړي او نور دا کوښښ و نه کړي چي د خلکو د فريب د پاره وي او د فقط د خپلي شخصي مقصد او منفعت دپاره د خلکو له احساسات څخه ناوړه استفاده وکړي او له بلي خوا هيله من يو چي د افغانستان خلک هم د تفکيک او تمييز له لياري يو قوي او قانونمدار کانديد په نښه کړي او خپلي ملي وجيبه ادا کړي.