مبارزه با هراس‌افکنی‌ شکست در کابل، آسیب‌پذیری در واشنگتن

سخنرانی رئیس اجرایی حکومت وحدت ملی در سفر به امریکا در یک مرکز تحقیقاتی بار دیگر از واقعیتی سخن گفت که حدود شانزده سال پیش،‌ دنیا را تکان داد.

قوت گرفتن گروه‎های هراس‌افکن در کابل در سال ۲۰۰۱ که آن زمان مرکز ثقل گروه‎های هراس‌افکنی به حساب می‎آمد، بالاترین تهدید را متوجه واشنگتن و نیویارک کرد؛‌ امری‎که در آ‎ن زمان کمتر تصور آن می‎رفت. امروزه نیز شرایط زمانی و اوضاع مکانی نه تنها تغییر کرده، بل به لحاظ گفتمانی،‌ وضعیت حاکم بر روزگار مردمان دنیا تشدید نیز شده است. سخنان رئیس اجرائیه که گفته است اگر هراس‌افکنی در کابل شکست نخورد، باید شاهد نبرد آن در خیابان‎های واشنگتن و نیویارک باشیم، اشاره به همین مسئله است.

تحلیل پدیده هراس‌افکنی با توجه به واقعیت‎های موجود، تهدید این پدیده را برای کشورهایی چون امریکا و متحدان آن بیشتر از هر ملت و مردمی نشان می‎دهد. زیرا ترور، کنش اجتماعی­ سیاسی برای باز نشاندن گفتمانی است که به حاشیه رفته و به عبارتی، کشاندن گفتمان مغلوب به متن است. هراس‌افکنی نیز به نوعی با ابزارهای شناخت خویش دست به یک نوع ساخت اجتماعی واقعیت می‌زند. هراس‌افکن در پی احیای هویتی است که بر اثر کنش‌های اجتماعی استحاله یافته است. رابطه میان هویت و هراس‌افکنی رابطه‌ی دو سویه است. هنجارها، ارزش‌ها و انگاره‌ها همگی به عنوان یک ساخت اجتماعی و در چارچوب بعد هستی‌شناسی و گفتمان، کنش هراس‌افکنی را معنا می‌دهند.

به همین دلیل است که اسپرینزاگ، تئوری پرداز سازه‌انگاری بر این باور است که افرادی که قدم در راه هراس‌افکنی می‌گذارند، دگرگونی سیاسی و فردی قابل توجهی را در فرآیند و بعد از ورود به گروه هراس‌افکن از خود آشکار می‌سازند. هر چند هویت قبلی خود را نیز از دست نمی‌دهند. امروزه هراس‌افکنی بر خلاف گذشته که صرفاً مسئله‌ای سیاسی بود، به مبحثی مذهبی­ سیاسی و یا هویتی تبدیل شده است.

به عبارت دیگر، ما شاهد هراس‌افکنی نوین با آموزه‌های مذهبی هستیم. آنچه اسامه بن لادن در فتوای مشهور علیه ایالات متحده بیان کرد، امروزه با شدت بیش‎تری قابل مشاهده است. بن لادن در این فتوا گفته بود: «کشتن امریکایی‌ها و متحدان آن‌ها ­ نظامیان و غیرنظامیان ­ وظیفه فردی هر مسلمان است که می‌تواند مبادرت به این اقدام در هر کشور با هر وسیله ممکن نماید. این اقدام فرد مسلمان جهت آزادسازی بیت‌المقدس و بیت‌الله الحرام و عقب‌نشینی از تمامی کشورهای اسلامی خلاصه می‌شود.»

بنابراین یک فرد هم با پیوستن به یک گروه هراس‌افکن، با تغییر هویت خود به هویت جمعی به یکسان‌انگاری در گروه می‌رسد. و دیگر «خود» در فرد رنگ می‌بازد و ارزش‌ها، منافع و هنجارهای گروه مهم جلوه‌گر می‌شود. رهبر و رئیس گروه وظایف و پیام‌های خود را به افراد و اعضاء منتقل می‌سازد و می‌توان وی را مسئول اصلی و هدایت‌کننده تغییر هویت فردی به جمعی در یک گروه تروریستی دانست.

در مقابل چنین نگاهی، باید به درک مشترک از دردهای ناشی از این پدیده دست یافت؛‌ امری‎که تاکنون حاصل نشده و یا دستکم در عرصه‎ی عمل به آن توجه جدی صورت نگرفته است. به طور مثال، نگاه امریکا به مسئله هراس‌افکنی در منطقه و افغانستان یکسان نبوده و سیاست یک بام و دو هوای واشنگتن نسبت به هراس‌افکنی در افغانستان و پاکستان طی یک و نیم دهه گذشته، موجب تقویت گروه‎های هراس‌افکن شده است. عین این مسئله در سایر کشورها از جمله در حوزه خاورمیانه صادق بوده است.

بنابراین،‌ تا زمانی‎که ایالات متحده امریکا و متحدان آن نگاه یکسانی به پدیده هراس‌افکنی به عنوان یک کتله هویتی که در صدد ظهور و بروز در برابر جریان‎های جمعی ملت‎ها در شرایط جهانی شدن است نباشد،‌ پیروزی در برابر این پدیده میسر نخواهد شد. امریکا و مدعیان مبارزه با هراس‌افکنی باید به درک هویت مشترک با ملت‎های زجر کشیده از این پدیده برسند و خویشتن را در قالب هویتی مشترک در برابر هویتی تحت نام هراس‌افکنی تصور نمایند تا راه مشترک را پیموده و به اهداف همسان دست یابند.

لذا تا زمانی‎ که چنین انگاره‎های ذهنی و عینی از هراس‌افکنی به دست نیاید،‌ افغانستان کماکان خط مقدم نبرد با هراس‌افکنی بوده و از این بستر مناسب،‌ سایر کشورها نیز مورد تهدید قرار خواهد گرفت.

محمد قره‎باغی

حجت الاسلام فاضل دره‌صوفی، عضو شورای مرکزی حزب اقتدارملی و مشاور ریاست اجرائیه ج.ا.ا:

پیام شهید کاظمی وحدت و دست به دست همدیگر دادن بود

حسبن‌الله و نعم‌الوکیل نعم‌المولا و نعم‌النصیر. اعوذ بالله من‌الشیطان الرجیم. بسم‌الله الرحمن الرحیم. الصلوه والسلام علی سیدالمرسلین و علی آله و اصحابه الجمعین. و بعد قال الله تعالی فی القرآن الکریم: «من المومنین الرجال الصدقو ماعاهدوالله علیه فمهنم من قضا نحبه و منهم من ینتظر و مابدلو تبدیلا.»

به نمایندگی از طرف ستاد برگزاری دهمین سالیاد شهادت مظلومانه جمعی از بزرگان، دانشجویان، معلمین و کشاورزان کشور ما که در سرزمین بغلان به خاک و خون غلطیدند و با شهادت‌شان وحدت ملی را برای ما ترسیم کردند، شرکت همه شما عزیزان را در این مراسم باشکوه خیرمقدم عرض می‌کنم.

جلالتمآب محترم، دانشمندان گرامی، حضرت آیت‌الله العظمی صالحی، جلالتمآب محترم جناب استاد خلیلی، رئیس شورای عالی صلح، جلالتمآب محترم ابراهیمی، رئیس پارلمان کشور، جلالتمآب محترم دکتر سیدعلی کاظمی، رهبر عزیز حزب اقتدارملی افغانستان و نماینده مردم کابل در پارلمان، استاد گرانقدر ما جناب استاد اکبری، رهبر حزب حراست اسلامی افغانستان و نماینده مردم بامیان در پارلمان، جناب آقای بحر، نماینده مردم ولایت غور در پارلمان و برادر عزیز و گرامی جناب دکتر مدبر و باقی عزیزان شرکت‌کننده در مجلس، سروران گرامی، مشاورین عزیز ریاست‌جمهوری و ریاست اجرائیه، ریاست دفتر رئیس اجرائیه کشور، خواهران، برادران، دانش‌آموزان، جوانان همه شما عزیزان را در این محفل خیر مقدم عرض می‌کنم.

ما در دهمین سالگرد شهادت جمعی به غم نشسته‌ایم که ده سال قبل با دست ناپاکان تاریخ از جامعه ما گرفته شدند.

شهیدکاظمی که در رأس این جمع قرار داشت شعارش وحدت ملی و هدفش عملی ساختن این شعار بود. در جامعه ما او همانطوری که به بیانش و عملش و گفتارش و منشش و فکرش برای وحدت ملی و پیاده کردن این شعار در جامعه تلاش می‌کرد، چی عجیب بود که عروجش و پروازش و رفتنش به جوار الهی بازهم ترسیم‌کننده وحدت ملی بود.

کاظمی همسفر با کاروانی گردید که در آن کاروان همه اقشار مردم کشور ما به نمایندگی از هر قوم و هر قشر و هر صنفی حضور داشتند. همسفران کاظمی در این عروج هم پشتون و هم تاجک، هم هزاره و هم ازبک، هم کارگر و هم دهقان، هم معلم و هم دانش‌آموز وهم پیر و هم نونهال بودند و همه اقشار در یک جمع با وی به سوی خدا پرواز کردند. این عروج یک پیام را برای جامعه افغانستان باقی می‌گذارد و آن این است که ای مردم افغانستان، راه سعادت و نجات شما از بحران‌ها، وحدت ملی است. همانطوری که ما چنین هماهنگ پرواز می‌کنیم و اوج می‌گیریم و به سوی عزت و کمال می‌رویم، شما مردم عزتمند افغانستان زمانی به اوج و عزت و کمال می‌رسید و زمانی می‌توانید به اقتدار واقعی خودتان برسید که وحدت ملی خودتان را ترسیم کنید.

کاظمی پرچمدار چنین انگیزه‌ای است. او رهبری چنین جمعی را دارد و با چنین جمعی پرواز می‌کند و این پیام را به عنوان یک درس و آموزه برای همه ما و ملت افغانستان به یادگار می‌گذارد. امروز در این شرایط وانفسایی که با آن دست و پنجه نرم می‌کنیم، مشکلات و بحران‌های مختلفی که امروز دامنگیر جامعه ما و سرزمین ما و مردم ما در این خطه قهرمان‌پرور گردیده است، چه راهی و چه روزنه‌ای و چه امیدی جلو رو و فراروی ما قرار دارد؟

این پیام وحدت‌بخش شهید کاظمی است: ما زمانی می‌توانیم که به اوج عزت واقعی و اقتدار واقعی برسیم و از این بحران‌ها نجات پیدا کنیم که این همه مرزها و این همه کتلهه‌ها و این همه شعارهای جداجدای از هم را کنار بگذاریم.

یکی از دوستان یک کلیپی را در رسانه‌ها نشر کرده بودند و در فضای مجازی از  شهیدکاظمی گله‌مند بودند که از رسمیت یک قوم خاص در روز تدوین قانون اساسی چرا دفاع نکرده است با اینکه صلاحیت داشته است و به عنوان ناظر در کمیته‌های مختلف لویه جرگه آن روز  قدم می‌زده است. گفت من رفتم پهلوی آقای کاظمی و گفتم باید در این مورد توجه کنی. کاظمی یک جمله فرمود، گفت:«این مسئله‌ها در ذهن من وجود ندارد، مسئله قومیت برای من مطرح نیست، برای من عزت و اقتدار مردم افغانستان و نجات افغانستان مطرح است. برای من بردن نان بر سر سفره‌های همه اقشار مردم مطرح است. من عزت و رفاه و اقتدار و آسایش همه مردم را می‌طلبم. من برای یک قشر خاص نیستم. من برای یک قوم خاص کار نمی‌کنم. من شعار یک قوم خاصی را سر نمی‌دهم.»

کاظمی متعلق به همه مردم افغانستان بود و همین پیام را برای من و شما و برای آحاد جامعه افغانستان به یادگار گذاشت که تنها راه رهایی از این بحران‌ها وحدت است، دست به دست همدیگر دادن است، درکنارهمدیگر قرار گرفتن است و صلح را در این کشور اگر بخواهید به وجود بیاوریم، یک راه وجود دارد و آن وحدت و اتحاد ماست.

درباره ما پشتو

بسم الله الرحمن الرحیم

و امرهم شوری بینهم

قران کریم

مرامنامه او اساسنامه

دافغانستان دملی انسجام ګوند

دافغانستان ملی انسجام ګوند مرامنامه

سریزه :

زموږ ګران هېواد افغانستان، د دریو لسیزو جګړو او بحران په اوږدو کې د خپلو مادی او معنوی بنسټونو یوه برخه له لاسه ورکړې ده. کورنی او بهرنی تاو تریخوالی او لانجې، د دې هېواد پر اوسېدونکو باندې د زیاتو مصیبتونو اودردونو د تپلو لامل ګرځېدلی دی. د هېواد د سیاسی دوامدارو بحرانونو ریښه له بهرنیو عواملو څخه مخکې د سیاسی او ټولنیزو پېچلو مناسباتو په دننه کې په ګوته شوې ده. استبدادی حکومتونه د جهل، ناپوهۍ تعصب او نفاق په خپرولو سره د هېواد په برخلیک کې د شخړو او پردیو د لاسوهنو اصلی زمینه برابره کړې او د کورنیو او بهرنیو جنګ جګړو او لانجو کړۍ یې زموږ د خلکو پرژوندانه تپلې ده. که چېرې د نویو بدلونونو په بهیر کې د بحران جرړې او سرچینې ونه پېژندل شی او اصولی علاج یې ونه شی، بیا به هم د تاوتریخوالی او نفاق او د خپلو خلکو د هویت او عزت د تباهۍ د نوې دورې شاهدان واوسوو.

له دې سره سره چې نننی افغانستان د خپل سیاسی او ټولنیز ژوندانه نوی فصل پیل کړی او د نظام جوړولو، د قانون د واکمنۍ او د سولې او وفاق د تامینولو په لاره کې یې بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی، خو هوسا او عادلانه ژوندانه ته د رسېدو لپاره اوږده لاره په مخکې ده. د نورو ټولنو تجربه، د سیاسی او ټولنیزو بحرانونو په له منځه وړلو کې، د عبرت داسې درس دی چې کولای شی د سولې او ثبات په تامینولو کې زموږ له خلکو سره مرسته وکړی او له ګډوډیو څخه د تېرېدو دوره ګړندۍ کړی.

څرنګه چې معاصرو بدلون راوړونکو، په اخلاص، تېره دوره د خپلې راتلونکې د لارې مشال ګرځولی، څو بنسټونه او اساسات د انسانی اصولو پربنا په پښو ودروی او له جنګ څخه سولې ته د هېواد د تېرېدو، له نفاق څخه وفاق ته اوله سخت دریځۍ څخه اعتدال ته، پر مشارکت او د خلکو په اګاهانه نقش، اعتماد او باور وکړی، په ډاډمنه توګه به زموږ ملت له سختو ازمایښتونو څخه بریالۍ راوزی.

د وروستۍ لسیزې بدلونونو، زموږ د خلکو لپاره فرصت برابر کړ چې له کلونوکلونو جګړو او بحران وروسته، د موکراسی او ازادی تجربه کړی. د برخلیک ټاکل، د حقوقو برابری او ټولنیز عدالت د خلکو هغه اساسی غوښتنې دی چې د هغو د لاسته راوړلو لپاره یې ګرانه بیه ورکړې ده. خو هدف ته د رسېدو لپاره اوږده لاره په مخکې ده چې د مبارزې او د ټولو ملی ځواکونو د یو موټی کولو له لارې پرته، لاسبری نه ترسترګو کېږی، ځکه د ازاد ۍ او عدالت دښمنان، تل زموږ د خلکو د هوساینې او پت د له منځه وړلو په کمین کې ناست دی او له هېڅ ډول ټګۍ برګۍ نه یې مخ نه دی اړولی.

په ملی ارمانونو باندې د لاسرسی لپاره د نویو بدلونونو له بهیر څخه استفاده، د افغانستان په ګټو باندې د ټولو باورمندو ځواکونو له ارادې او عزم سره تړاو لری. ځکه په سیاسی پراختیا باندې لاسرسی، یوازې د پرګنو د پوهې او بینش د پراختیا له لارې ترلاسه کېدای شی هغه ته چمتووالی هم د سیاسی او مدنی غورځنګونو او جریانونو پراختیا ده څو وکړای شی په سیاسی او ټولنیزو برخو کې د خلکو د آګاهانه حضور زمینه برابره کړی او ملی غوښتنې له قوې څخه فعل ته واړوی. په دې لاره کې د علماو، روڼ آندو او ملی مخورو ونډه اخیستنه ټینګه پوشتوانه ده چې کولای شی مدنی او سیاسی غورځنګونه چټک کړی او د دموکراتیکو ارزښتونو په بنسټیز کولو کې مرسته وکړی.

د افغانستان د ملی انسجام ګوند بنسټ ایښودونکی د هېواد د حالاتو او شرایطو په دقیقه څېړنه او تحلیل ، خپل اساسی رسالت، ملی ،پوهو او زړه سواندو ځواکونو ته سازمان ورکول بولی څو د سیاسی کانون د جوړولو له لارې په ملی ګټو او مصالحو باندې د باورمندو ځواکونو د تمرکز او فعالیت لپاره یو محور پرانیزی، ځکه باور لری چې د سیاسی سازمان جوړول به د ټولو دردمنو او ژمنو ځواکونو د انسجام لپاره یو داسې بستر وی څو وکړای شی د هېواد د خلکو د مبارزو د لاسته راوړنو ساتنه وکړی او د حقو قو د له منځه وړلو او بې عدالتیو په وړاندې ودریږی او مبارزه وکړی.

دافغانستان دملی انسجام اصول او دسیاسی او ټولنیز تفکر بنسټ

الف:اسلام

موږ اسلام د هغه دین په نامه چې د تمدن، تاریخ او بشری فرهنګ په بنسټ ایښودنه او د خلکو په فردی او ټولنیز ژوندانه کې اساسی نقش لری او زموږ انسانی او ملی بنسټیز ارزښتونه له هغه څخه سرچینه اخلی، د قانون جوړولو اصلی سرچینه یامنبع بولو.

ب:دموکراسی

زموږ له نظره د موکراسی، په افغانستان کې د حکومت والۍ ډېر غوره سیستم دی چې کولای شی په هېواد کې د ځان غوښتونکو او ګوډاګیو حکومتونو د پای ته رسولو، د بحران او دوامدارو شخړو د له منځه وړلو د زمینې برابرونکی وی. د ملی غوښتنو او مطالبو د تامینولو او برابرولو په مقصد د مشروعو بنسټونو جوړول، یوازې د دموکراتیکو او وګړنیزو نظامونو د جوړولو له لارې امکان لری.

ج:ټولنیز عدالت

ټولنیز عدالت ټولو هېوادوالو ته په برابره توګه د فرصتونو او امکاناتو د برابرولو په مانا، د هېواد د مادی او معنوی ودې او پرمختګ اصلی عامل دی، ځکه د مشارکت او فکر د یووالی روح به، د هېواد په ټولو اتباعو باندې په عادلانه توګه د مادی او معنوی امکاناتو د وېش له لارې پیاوړی شی، نو عدالت دی چې د ټولو هېوادوالو د استعدادونو او قابلیتونو د ودې زمینه او د ملی پراختیا او ترقۍ امکان برابروی.

د:ملی وحدت

د افغانستان خلکو له ټولو قومی، ژبنیو او مذهبی ځانګړتیاو، سره سره د اوږدو پېړیو په بهیر کې، ډله ییز ژوند تجربه کړی او په ګډه یې د خپل ملی هویت دفاع کړې. موږ ځانګړتیا او تکثر د خپل هېواد د فرهنګی او ټولنیزې بډاینې، پانګه بولوو او له هر ډول توپیر غوښتنې او لوړتیا غوښتنې سره مبارزه کوو. د هېواد والۍ په نظام کې هر ډول تبعیض، د خپلواکۍ او د هېواد د خلکو د وحدت خلاف عمل بولوو او د هغه پرخلاف به مبارزه وکړو.

هـ:خپلواکی

خپلواکی هم د ازاد ۍ په څېر د انسان د طبیعت او د و یښو او ژوندیو ملتونو، پرځای غوښتنه ده چې پرخپل برخلیک باندې د واکمنۍ غوښتونکی دی. زموږ خلکو خپلواکۍ او ازاد ۍ ته د رسېدو په خاطر، نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړی او بې شمېره قربانۍ یې ورکړی دی. موږ د خپلواکۍپر اصل باندې په تکیې سره د نړۍ له ټولو ملتونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی یوو او د سیمې او نړۍ په کچه د هر ډول تاوتریخوالی د کمښت ملاتړکوو.

د ګوند سیاستونه او پروګرامونه

الف:کورنی

.1د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع

.2د ملی وحدت د ټبنګښت په لاره کې هڅه

.3د هر ډول توپیر او بې عدالتۍ پرخلاف مبارزه

.4د دموکراسۍ او د خلکو د ازادۍ پر بنسټ د منتخب نظام ملاتړ

.5د سالمې، عادلانه او مسوولې ادارې د جوړولو په لاره کې هڅه

.6د خلکو او قانونی حکومت ترمنځ د سالمو اړیکو تامین

.7د وګړو د معیار له مخې د اداری واحدونو د وېش د جوړښت د نوی کولو په مقصد هڅه

.8بې برخو سیمو ته د پراختیا د لومړیتوب ورکولو له لارې، د سیمو ترمنځ د انډول د رامنځته کولو په خاطر هڅه

.9د ملی ترکیب په رعایت د هېواد د وسله وال پوځ ملاتړ او پیاوړتیا

.10د عمومی بې وسلې کولو د بهیر ملاتړ

.11په سیاسی اواداری جوړښت کې د ټولو قومونو عادلانه مشارکت

ب: بهرنی

.1له اساسی قانون سره په مطابقت کې د ملګرو ملتو د سازمان د منشور او د بین المللی کنوانسیونونو او میثاقونو ملاتړ

.2د بهرنیو روابطو او مناسباتو په ټینګښت کې د خپلواکۍ د اصل رعایت او زیان نه منل

.3د خپلواکۍ په ساتلو او د یو بل په کورنیو چارو کې له لاسوهنې پرته، د بین المللی اړیکو د پراختیا ملاتړ

.4له بین المللی او سیمه ییزو سیاسی ا و اقتصادی اتحادیو سره د هېواد د پیوستون د سیاست ملاتړ

.5د متقابل درناوی او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ له سوله ییزې لارې د سیمه ییز تاوتریخوالی د کمښت او د لانجو پرحل ټینګار

.6د ترهګرۍ پرخلاف د مبارزې د بین المللی ایتلاف ملاتړ

 

ج: اقتصادی

.1د کرهڼې، صنعت او تولید د بنسټونو د پیاوړتیا له لارې د ملی اقتصاد د ودې او پراختیا ملاتړ

.2د کرنې د میکانیزه کولو ، مالدارۍ د پیاوړتیا او د کلیوالو لپاره د اعتباری اسانتیاو د پراختیا له لارې د کلیو د پراختیا او پرمختیا ملاتړ

.3د قانون په چوکاټ کې د خصوصی سکتور ملاتړ

.4د ژوندانه د چاپېریال ساتنې په لاره کې هڅه

.5د هېواد د متوازنې پرمختیا په لاره کې د اقتصادی سیاستونو ملاتړ

.6د بیا رغاونې د بهیر ملاتړ او د مادی بنسټونو نوی کول

.7له منابعو او ملی عوایدو څخه د اصولی ګټې اخیستنې او د هغو د عادلانه وېش په لاره کې هڅه

.8د ټولو لپاره د کار او بوختیا( اشتغال) د زمینې برابرول

 

د: فرهنګی

.1د ملی فرهنګ د ودې او پراختیا لپاره هڅه

.2د سیمه ییزو فرهنګونو له پراختیا او ودې سره مرسته

.3د فرهنګی میراثونو او تاریخی ابداتو ساتنه

.4د مناسبې ښوونې او روزنې د زمینې د برابرولو له لارې د ماشومانو د حقوقو ملاتړ او دفاع

.5د هېواد د ټولو اتباعو لپاره د روزنې او حیاتی سواد د زده کړې د زمینې د برابرولو لپاره هلې ځلې

.6د بې برخې سیمو د اوسېدونکو لپاره د لوړو زده کړو د زمینې د برابرولو کوښښ او ملاتړ

.7د ځوان نسل لپاره د مسلکی او تخصصی زده کړو د زمینې د پراختیا لپاره هڅه

 

هـ: ټولنیز

.1د علمی او فنی نوښتونو ملاتړ

.2فردی اومدنی ازادۍ ته درناوی

.3د قانون په چوکاټ کې د بیان د ازادۍ ملاتړ

.4د ښځو د حقوقو ملاتړ او دفاع

.5د سیاسی او مدنی ګوندونو او سازمانونو د ازادو فعالیتونو ملاتړ

.6د صنفی اتحادیو د فعالیت ملاتړ

.7د ژوندانه د سالم چاپېریال ساتنې ملاتړ

.8د ټولو لپاره د ورزشی مناسبو امکاناتو د تامینولو ملاتړ

.9د نشه یی توکو د کرکېلې، تولید، قاچاقو او استعمال پرخلاف جدی مبارزه

.10د معلولینو، زړو کسانو، یتیمانو او شهیدانو د کورنیو درناوی او د دوی د حقوقو د دفاع لپاره هڅه

.11په پتمنه توګه د کډوالو او مهاجرینو د راستنولو لپاره د فرصت د برابرولو ملاتړ او دوی ته د پتمن ژوندانه د زمینې برابرول.

 

دافغانستان ملی انسجام ګوند اساسنامه

سریزه:

د افغانستان خلک د تاریخ په اوږدو، په تېره بیا په وروستۍ لسیزه کې د غورځنګونو، انقلابونو، کورنیو جنګ جګړو او بهرنیوتېریو د زیاتو لوړو ژورو شاهدان وو، خو خپله خپلواکی، ځمکنۍ بشپړتیا، هویت او پت یې په مېړانه ساتلی دی.

له دې سره سره چې زموږ خلکو د خپلې خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او لوړو دینی او فرهنګی ارزښتونو د دفاع په سختو پړاوونو کې مېړانې او اتلولۍ ښودلی او سخت مقاومت یې کړی دی، خو د ثبات او تېرېدو (ګذار) په پړاو کې یې خپل هېوادنی، لومړنی حق نه دی ترلاسه کړی. ځکه ظالمو او ګوډاګیو نظامونو د جهل، تعصب، بې وزلۍ، فساد او نفاق د خپرولو له لارې خپل قدرت د خلکو په عجز او له واکمنۍ څخه په لرې والی کې لټولی دی.

پرله پسې او دوامدار بحرانونه او لانجې چې په ترقۍ، ودې او ملی وفاق باندې د لاسبری په لاره کې ستر خنډ دی، په بهرنیو مناسباتو کې ریښه لری چې د بې پروایۍ او نه پاملرنې په صورت کې به د هېواد د نننی او راتلونکی نسل ژوند له خطر سره مخامخ کړی.

له بحرانونوڅخه ژغورنه ، په ټولو برخو کې له بیا کتنې او بدلون پرته ناشونی برېښی، دموکراسی، سیاسی پلورالیزم ، ټولنیز عدالت ، بشری کرامت او د بشر حقوقو ته درناوی په نننۍ مدرنه نړۍ کې، په بحرانونو او لانجو باندې د بریالیتوب مهم شرایط بلل کېږی چې د یوه ملی او انسانی رسالت په توګه د معاصر دردمند، پوه او انګیزه لرونکی نسل په وړاندې دی.

اوس چې د افغانستان خلکو له ورانو ویجاړو څخه سر رااوچت کړی او د نه ستړی کېدونکو مجاهدتونو او مقاومتونوپه بیه یې په سیاسی او ټولنیز ژوندانه کې نوی فصل پرانیستی دی، ډېره پرځای او غوره ده چې تېر بدلونونه او ترخې تجربې د راتلونکی دود او لارې لپاره د عبرت درس وګرځی.

له دې سره سره چې د وروستۍ لسیزې بدلونونو د زیاترو سیاسی، ټولنیزو، فرهنګی اواقتصادی معادلو د بدلون زمینه برابره کړه، خو د دموکراسۍ، سیاسی پلورالیزم، د عمومی ازادیو د تامین، د ټولنیز عدالت د ټینګښت او د بشر د حقوقو د تامینولو د ارزښتونو تر تحقق پورې اوږده لاره په مخکې ده چې د زړه سواندو، روڼ آندو، دآزادۍ د فکر د خاوندانو او ترقۍ غوښتونکو له یوموټی کولو پرته نه شی ترلاسه کېدای .

په دې لاره کې ده چې موږ د ملی پوهې ا و بصیرت پراختیا، د سیاسی پراختیا او د قدرت د اساسی جوړښتونو لازم شرط بولوو اوپه دې ټینګار کوو چې د افغانستان د غیرتمنو او پتمنو خلکو فعال حضور د خپل برخلیک په ټاکلو کې د دینی او ملی لوړو ارمانونو د تحقق یوازینۍ لاره ده او دا هم په ټولو برخو کې د سیاسی ، ټولنیزو، فرهنګی او مدنی بنسټونو له ځواکمن حضور پرته ناشونې ده.

د افغانستان د ملی انسجام ګوند بنسټ ایښودونکی نویو بدلونونو او شرایطو ته په پاملرنې سره په یوه سراسری جریان کې د خپلواکو، روڼ آندو، پوهو او انګیزه لرونکو انسجام د افغانستان د اتل ملت عالی هدفونو ته د رسېدو بنسټیز خوځښت بولی او باور لری چې د اسلامی او ملی لوړو ارزښتونو هراړخیزه پراختیا او تحقق د هېواد د ټولو غوره او پوهو ځواکونو له فعال او هدفمن مشارکت پرته ناشونی دی.

د افغانستان د ملی انسجام ګوند بنسټ ایښودونکی نویو تحولاتو او شرایطو ته په پاملرنې، د افغانستان د اتل ملت عالی موخو ته د رسېدو په مقصد په یوه ملی پراخ بنسټ جریان کې د خپلواکو، روڼ آندو، پوهو او انګیزه لرونکو ځواکونو یوموټی کېدل بولی او باور لری د لوړو اسلامی او ملی ارزښتونو هراړخیزه پراختیا او تحقق د هېواد د ټولو وړ او غوره ځواکونو له فعال او هدفمن ګډون پرته ناشونی دی. له دې امله د ملی انسجام ګوند خپله دنده بولی څو د خلکو د آرمانونونو او پرحقو غوښتنو له لارې، په قدرت کې د دوی د آګاهانه او ځواکمن حضور زمینه برابره کړی. د دموکراسۍ اصول، د زغملو روحیه، عقایدو او انسانی کرامت ته درناوی، ملی جریانونو او ځواکونو ته د بلنې او همکارۍ یوازینۍ لاره ده.

د افغانستان د ملی انسجام ګوند بنسټ ایښودونکی، د لوی خدای په مرسته او د خلکو په اخلاص مندانه ملاتړ هوډمن دی چې له فرصتونو او نویو شرایطو څخه په استفادې، باورمندو، بصیرو او انګیزه لرونکو ځواکونو ته په سازمان ورکولو ستر سیاسی، ټولنیز، فرهنګی خوځښت پیل کړی، څو د خلکو دګټو او د هېواد د هراړخیزې پراختیا په خدمت کې وی.

د افغانستان د ملی انسجام ګوند هوډمن دی چې له قانونی لارو څخه په استفادې، د هېواد په بنسټیزو جوړښتونو کې د ټولوخلکو د مشارکت زمینه برابره کړې ا و د دموکراسۍ، ټولنیز عدالت د لوړو دینی اوملی ارزښتونود تحقق لپاره خپل ټول وس وکاروی او هېڅ ډول جوړجاړی ته غاړه کېنږدی.

ګوند هڅه کوی چې د نفاق، ظلم، توپیر، تنګ نظرۍ او تند لارۍ له مظاهرو سره مبارزه وکړی او پوهه، هوښیاری، زغم او خبرې اترې د خپل ټولنیز او فرهنګی عمل پربنا سرمشق وګرځوی.

ګوند داسې عقیده لری چې د خلکو پوهه او په سیاسی، ټولنیزو، فرهنګی او اقتصادی برخو کې د دوی حضور د دینی او ملی لوړو هدفونو د تحقق ټینګه پشتوانه ده او د ملی خدمت کوونکو غورځنګونو د بریالیتوب زمینه برابروی.

 

لومړی فصل

عمومی احکام

لومړۍ ماده:

دغه اساسنامه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اساسی قانون د پنځه دېرشمې مادې او د ګوندونو د قانون د څلورمې مادې پر بنسټ د (افغانستان د ملی انسجام ګوند) د جوړولو او د هغه د فعالیتونود تنظیمولو په مقصد وضع شوې ده. د افغانستان د ملی انسجام ګوند د هېواد د اساسی قانون، د سیاسی ګوندونو او نورو قوانینو د حکمونو رعایت ته، ژمن دی.

دویمه ماده:

د تشکیلاتو نوم د (افغانستان د ملی انسجام ګوند) دی.

دریمه ماده:

کله چې په دې اساسنامه کې ګوند وویل شی، مقصد (د افغانستان د ملی انسجام ګوند) دی.

څلورمه ماده:

ګوند، یو پراخ ملی جوړښت دی چې د ملی مستقلو او په دموکراسۍ، سیاسی پلورالیزم، ټولنیز عدالت، ملی وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا باندې باورمند شخصیتونه، خپل هدفونه د قانونمندو او سوله ییزو سیاسی مبارزو له لارې تعقیبوی. هر هېوادوال له قومی، مذهبی، سمتی، جنسی او ژبنیو ملاحظاتو پرته په ګوند کې د غړیتوب، انتخابولو او انتخاب کېدو حق لری.

پنځمه ماده:

د ګوند د غونډو د نصاب حد د غړو د اکثریت حضور (د یوې برخې + نیمه برخه) ده، تصمیمونه او پرېکړې د حاضرو غړیو د رایو د اکثریت پربنسټ کېږی.

 

 

شپږمه ماده:

د ګوند مرکزی دفتر د کابل په ښار کې دی. په ولایتونو، ولسوالیو او سیموکې هم د ګوند نمایندګۍ فعالیت کوی.

اوومه ماده:

دګوند سمبول د دوی له اعتقادی، فرهنګی،سیاسی او اقتصادی نښو څخه جوړ شوی دی.

د الله ( ج ) کلمه، محراب، قلم، کتاب، د غنمو وږی، د صنعت څرخ او د ګوند له نامه او د جوړولو له نیټې سره د ځمکې کره .

 

دویم فصل

د تشکیلاتو جوړښت

اتمه ماده:

ګوند لاندې تشکیلات لری:

.1عمومی مجمع

.2مرکزی شورا

.3د مشرتابه شورا

.4ولایتی شورا

.5د ولسوالۍا و سیمه ییزه شورا

نهمه ماده:

عمومی مجمع

عمومی مجمع د ګوند د تصمیم نیولو عالی مرجع ده چې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل جوړېږی. د عمومی مجمع فوق العاده غونډې کېدای شی د مرکزی شورا د دوو برخو په وړاندیز او د مشرتابه شورا په تایید له نوموړې مودې مخکې جوړې شی.

لسمه ماده:

د عمومی مجمع په غونډو کې د مرکزی شورا، د مشرتابه شورا، ولایتی شورا، د ولسوالۍ او سیمه ییزې شورا غړی ګډون کوی.

تبصره ۱- د مشرتابه شورا کولای شی ملی او بین المللی مستقلو اشخاصو ته د عمومی مجمع په غونډو کې د مېلمنو په توګه بلنه ورکړی.

یوولسمه ماده:

دعمومی مجمع دندې اوواکونه:

.1د ګوند د عمومی کړنلارې ټاکل

.2د عمومی مجمع د رییسه هیات ټاکنه

.3د مرکزی شورا د غړو ټاکنه

.4د ګوند د فعالیتونو د رپوټ اورېدل چې د مشرتابه شورا د رییس له خوا وړاندې کېږی.

.5د ګوند د اساسنامې تصویب او تعدیل

دولسمه ماده:

عمومی مجمع په خپل لومړنی اجلاس کې د موسسانو شورا د موقت رییس په مشرۍ، رییسه هیات ټاکی او د مجمع طرز العمل تصویبوی.

دیارلسمه ماده:

تر هغه وخته چې لومړنۍ عمومی مجمع د اساسنامې له مخې جوړېږی ، د موسسانو شورا ، په یوولسمه ماده کې لیکل شوی واکونه او اختیارات لری.

څوارلسمه ماده:

د موسسانو شورا د ټولنې له بېلا بېلو سیمو او اقشارو څخه د دری څلوېښتو (۴۳) غړو څخه جوړه شوې ده.

پنځلسمه ماده:

د موسسانو شورا د اساسنامې د تصویب او اجازې له ترلاسه کولو وروسته د ګوند د کار پیل د یوې عمومی غونډې په ترڅ کې په رسمی توګه اعلاموی.

شپاړسمه ماده:

د لومړنۍ عمومی مجمع له جوړېدو اود مرکزی شورا د غړو له ټاکنې وروسته د موسسانو شورا له منځه ځی.

اوولسمه ماده:

مرکزی شورا

مرکزی شورا له عمومی مجمع وروسته، د ګوند د تصمیم نیولو عالی مرجع ده. شورا له یو سلو یو پنځوسو( ۱۵۱) تنو غړوڅخه جوړه شوې ده چې د عمومی مجمع له خوا د مستقیمواو سری ا نتخاباتو له لارې ټاکل کېږی.

تبصره۲- مرکزی شورا لږ ترلږه په کال کې یو ځل غونډه کوی.

اتلسمه ماده:

په مرکزی شورا کې د غړیتوب شرایط:

.1د افغانستان تبعه وی او د پنځه ویشت کلنۍ عمر یې بشپړ کړی وی.

.2په اسلامی ارزښتونو، دموکراسۍ، انسانی کرامت او د بشر په حقوقو عقیده ولری.

.3ملی ګټو او مصالحو ته ژمن وی.

.4د هېواد او نړۍ د حالاتو او جریانونو د درک او تحلیل توان ولری.

.5 ښه مخینه یا(سابقه) او نېک شهرت ولری.

.6د واکمنې محکمې له خوا د جرمونو او بشری ضد جنایتونو په کولو نه وی محکوم شوی.

نولسمه ماده:

دمرکزی شورا دندې او واکونه

.1د ګوند د کړنلارې ټاکل او تصویب

.2د مشرتابه شورا د رییس ، مرستیال، منشی او د اجرایی کمیټو د مسوولینو او مرستیالانو ټاکنه او ګوښه کول.

.3د ګوند د کلنۍ بودجې تصویب

.4د مشرتابه شورا د کاری رپوټ اورېدل

.5د موقت رئیس ټاکل

.6له کورنیو سیاسی ګوندونو او سازمانونو سره د اتحاد په اړه د تصمیم نیول

.7د اړوندو طرزالعملونو تدوین او تصویب

.8د ګوند د حق الشمول او غړیتوب د حق الشمول د اندازې ټاکل

شلمه ماده:

د مشرتابه شورا

د ګوند د مشرتابه شورا (۳۵) تنه غړی لری چې په لاندې توګه.

رئیس ، مرستیال او منشی، د اجرایی کمیټو رییسان او مرستیالان چې د یوې څلور کلنې دورې لپاره د مرکزی شورا له خوا ټاکل شوی، خو د دوی ټاکنه د څو ځلو لپاره خنډ نه ګرځی، د مشرتابه پاتې غړی د مرکزی شورا د غړیو له منځه چې په لاندې شرایطو برابر وی ټاکل کېږی:

.1په سیاسی، ټولنیزو او فرهنګی برخو کې پوهه او کافی تجربه ولری.

.2د مشرتابه شورا په غونډو کې په منظمه توګه د حضور توانایی ولری.

یوویشتمه ماده:

د مشرتابه شورا، د عمومی مجمع د دوو اجلاسو د جوړولو په فاصله کی کې د ګوند د تصمیم نیولو عالی مرجع ده او د ګوند د ټولو چارو سرپرستی او څارنه کوی اود مرکزی شورا اوعمومی مجمع په وړاندې ځواب وایی.

دوه ویشتمه ماده:

د مشرتابه شورا لږ ترلږه په میاشت کې یو ځل غونډه کوی، فوق العاده اجلاس د دوو برخو غړو په وړاندیز او یا د رییس په بلنه پورې اړه لری.

درویشتمه ماده:

د ګوند اجرایی کمیټې

.1سیاسی کمیټه

.2د تشکیلاتو کمیټه

.3فرهنګی کمیټه

.4اداری او مالی کمیټه

.5د ټولنیزو خدمتونو کمیټه

.6د څارنې اوپلټنې کمیټه

.7د ښځو چارو کمیټه

.8د ځوانانو چارو کمیټه

څلېر ویشتمه ماده:

د کمیټو ریاست او مرستیالی د مشرتابه شورا د غړو په غاړه دی، له تخصصی مواردو پرته د کمیټو مرستیالان اوغړی له تخصصی مواردو پرته ترجیحاْ د مرکزی شورا د غړو له منځه ټاکل کېږی.

پنځه ویشتمه ماده:

د مشرتابه شورا دندې اوواکونه

1 . د ګوند د پالیسۍ طرحه اوتطبیق

2. مرکزی شورا ته د ګوند د کلنۍ بودجې ترتیبول او وړاندیز

3. د ګوند پرعوایدو اولګښتونو باندې څارنه

4. له داخلی ګوندونو او ټولنیزو او مدنی سازمانونو سره د اړیکو تامینول

5. له داخلی ګوندونو او سازمانونو سره د تړونونو او موافقو لاسلیک او د منقولو او غیرمنقولو معاملو ترسره کول

6. له حقیقی او حکمی اشخاصو څخه د داخلی مادی او معنوی مرستو جلبول

7. دګوند د منقولو او غیرمنقولو مالونو ساتنه او څارنه

8. د کمیټو د داخلی قوانینو تصویب

9. د لزوم په صورت او خاصو حالاتو کې د اجرایی کمیسیونونو جوړول

10. د کمیټو د غړیو ټاکنه او ګوښه کول

11. له داخلی سیاسی ګوندونو او سازمانونو سره ایتلاف

12. د جمهوری ریاست، پارلمانی، ولایتی شوراګانو د ولسوالیو شورا ګانو او ښاروالیو د ټاکنو په وخت کې د ګوند د کاندیدانو د دریځ ټاکل.

13. د ولایتی، ولسوالیو او سیمو د شورا د رییسانو ټاکنه او د ګوند د ولایتی کمیټو د غړیو تایید.

14. د ګوند په چوکاټ کې د هیات، استخدام او د پرسونل د معاشونو ټاکنه.

شپږ ویشتمه ماده:

د مشرتابه شورا د رئیس دندې او واکونه

1. د شورا د غونډو مشرتوب

2. د مشرتابه شورا د غړیو له منځه د ویندوی ټاکنه او ګوښه کول

3. د فوق العاده غونډو اعلام

4. مرکزی شورا او عمومی مجمع ته د کاری رپوټونو وړاندې کول

5. د اجراییه کمیټو د کړنو څارنه

تبصره ۳- رییس د عمومی مجمع، د مرکزی شورا او د مشرتابه شورا په وړاندې مسوولیت لری

اووه ویشتمه ماده:

د رئیس په غیاب کې دمشرتابه شورا، د رئیس دندې د مشرتابه شورا مرستیال ترسره کوی.

اته ویشتمه ماده:

ولایتی شورا

ولایتی شورا د ولایتونو په کچه د ګوند د تصمیم نیولو عالی مرجع ده چې د اجرایی کمیټو په جوړولوسره له دوه ویشتمې مادې سره سم، خپل فعالیت پیلوی.

نهه ویشتمه ماده:

ولایتی شورا میاشتنۍ غونډه کوی. فوق العاده اجلاس د ر ییس په بلنه او یاد دوو برخو غړیو په وړاندیز پورې اړه لری.

دېرشمه ماده:

د ولایتی شورا د کمیټو د دندو لایحه د اجرایی شورا له کمیټو سره په مطابقت کې تنظیم اود مشرتابه شورا له تایید وروسته د تطبیق وړ ده .

یودېرشمه ماده:

د ولایتی شورا د کمیټو غړی، د ولایتی شورا د رییس په وړاندیز، د مشرتابه شورا له خوا ټاکل کېږی.

 

دوه دېرشمه ماده:

ولایتی شورا د رئیس او مشرتابه شورا په وړاندې مسووله ده

درې دېرشمه ماده:

د ولسوالۍ او سیمه ییزه شورا

د ولسوالۍ او سیمې شورا، د ولسوالۍ او محلاتو په کچه د ګوند د تصمیم نیولو عالی مرجع ده چې د اجرایی کمیټو له طرزالعمل سره سم فعالیت کوی.

څلور دېرشمه ماده:

د ولسوالۍ او سیمې شورا میاشتنۍ غونډه جوړوی. فوق العاده اجلاس، د رئیس په بلنه او یا د دوو برخو غړیو په وړاندیز اړه لری.

پنځه دېرشمه ماده:

د ولسوالۍ او سیمې شورا د کمیټو د دندو لایحه له اجرایی کمیټو سره په مطابقت کې تنظیم او د مشرتابه شورا له تایید وروسته د تطبیق وړ ده.

شپږ دېرشمه ماده:

د ولسوالۍ او سیمه ییزې شورا د کمیټو غړی، د شورا د رئیس په وړاندیز، د ولایتی شورا د مشرتابه له خوا ټاکل کېږی.

اووه دېرشمه ماده:

د ولسوالۍ او سیمه ییزې شورا رئیس د ولایتی شورا د رییس په وړاندې ځواب وایی.

 

دریم فصل

د غړیو شرایط او مکلفیتونه

اته دېرشمه ماده:

د افغانستان هر تبعه له قومی، مذهبی، سمتی، ژبنی او جنسی توپیر پرته د لاندې شرایطو په لرلو سره کولای شی د ګوند غړیتوب ترلاسه کړی.

1. د اتلس کلنۍ عمر یې بشپر کړی وی

2. د اساسنامې او مرامنامې منل او د ګوند د غړیتوب د فورم بشپړول

3. د جرمونو او بشری ضد جنایتونو په کولو د واکمنې محکمې له خوا نه وی محکوم شوی .

4. ملی ګټو او مصالحو ته ژمنتیا

5. له اړوند طرز العمل سره سم ، د حق الشمول ورکړه

6. د مقرراتورعایت ته ژمنتیا او د تشکیلاتو د اسرار ساتنه

 

نهه دېرشمه ماده:

د ګوند غړی مکلف دی

1. په اسلامی او انسانی ارزښتونو عقیده ولری

2. د ډله ییزو تصمیمونو او پرېکړو تابع وی او د تشکیلاتو درازونو ساتنه وکړی

3. د ځان د پوهې د لوړتیا او د خپلې جسمی او روحی سلامتیا لپاره هڅه وکړی

4. ډله ییزو ګټو ته پر فردی ګټو ترجیح ورکړی

5. له طرز العمل سره سم د غړیتوب حق ورکړی

څلوېښتمه ماده:

د ګوند غړی د ډله ییزو موخو په لاره کې د وړتیا، غوره فعالیت او ارزښتمن خدمت د ترسره کولو په صورت کې د تشکیلاتو د کمیټې د وړاندیز له مخې په لاندې توګه هڅول کېږی او مکافات ورکول کېږی:

1. تحسین لیک او تقدیر لیک

2. د ګوند عالی پوړو ته لوړتیا

3. مادی او معنوی جایزې

یوڅلوېښتمه ماده:

دګوند مجازات په لاندې ډول دی

1. شفاهی توصیه

2. لیکلی خبرداری

3. دګوندې مسوولیت سلبول

4. د ګوند د غړیتوب ځنډول

5. له ګوند نه شړل.

تبصره ۴- د ځنډولو اوږده دوره یوکال دی

دوه څلوېښتمه ماده:

د غړیتوب سلب په لاندې حالاتوکې صورت نیسی:

1. د ګوند له مادی اومعنوی امکاناتو څخه ناوړه استفاده

2. د دین اصولو او عامه معتقداتو ته سپکاوی

3. په بل ګوند کې د غړیتوب ثبوت

4. قومی، ژبنی او مذهبی اختلافاتو ته لمن وهل

5. د ګوند د اسرارو افشا کول

6. د استعفی لیک وړاندې کول

درې څلوېښتمه ماده:

د ګوند مکافات او مجازات د مشرتابه شورا له خوا د رایو په اکثریت ټاکل کېږی

 

څلورم فصل

د ګوند مالی سرچینې

څلور څلوېښتمه ماده:

د ګوند مشرتوب دخپلې تصد ۍ په دوره کې د ګوند د مالی چارو مسوولیت په غاړه لری او د ګوند لګښتونه له لاندې سرچینو څخه تامینېږی:

1. د غړیو حق الشمول اود غړیتوب حق

2. د حقیقی او حکمی شخص له خوا د وړیا مرستې ورکړه

3. د ګوند د منقولو او غیرمنقولو مالونو د عوایدو له پلوه

4. د انتخاباتو د ترسره کولو په وخت کې د دولت مرسته

5. د غړیو له خوا نورې مرستې

پنځه څلوېښتمه ماده:

د ګوند بهاداره اسناد او اوراق د لاندې دریو تنو واکمنو غړیو له منځه د دوو تنو له خوا لاسلیک کېږی

۱. رییس ۲. د مشرتابه شورا د مرستیال ۳. د مالی چارو مسوول

شپږڅلوېښتمه ماده:

د ګوند مالی چارې، په ځانګړو د فترونو کې لیکل کېږی او بېلانس یې د مالی چارو د مسوول له خوا، مشرتابه شورا، مرکزی شورا او عمومی مجمع ته وړاندې کېږی.

تبصره ۵ ګوند بانکی حساب شمېره لری، د بانک چکونه، په پنځه څلوېښتمه ماده کې د لیکل شویو دریو تنو له منځه د دوو تنو په لاسلیک د اعتبار وړ دی.

 

 

پنځم فصل

متفرقه حکمونه

اووه څلوېښتمه ماده:

ګوند په لاندې حالاتو کې د عمومی مجمع د دوو برخو غړیو په سلا مشورې له منځه ځی:

1. د داسې داخلی اختلافونو د رامنځته کېدو له امله چې د ګوند د هدفونو د تعقیب او د سالم فعالیت خنډ وګرځی

2. د ګوند فعالیت له اساسی قانون سره په مغایرت کې واقع شی

اته څلوېښتمه ماده:

د له منځه تللو په صورت کې، د ګوند منقول او غیرمنقول مالونه د دولت په واک کې راځی.

نهه څلوېښتمه ماده:

ګوند، کولای شی د خپلو دریځونو او هدفونو د بیانولو لپاره، له نشراتی ارګانونو، وېب پاڼې او د ډله ییز ارتباط له وسایلو استفاده وکړی

پنځوسمه ماده:

دغه اساسنامه پنځه (۵) فصلونه، پنځوس (۵۰) مادې او پنځه ( ۵ ) تبصرې لری چې د موسسانو شورا له تصویب او د مجوز له ترلاسه کولو وروسته د اجرا وړ ده.

 

ختم شو