EQTEDAREMELLI WEEKLY

  • Increase font size
  • Default font size
  • Decrease font size

پشتو

E-mail Print PDF

د سولی ملی جرگه او پایله یی

 

د «الصلح خیر» په مصداق ریښتنی خبره ده چی سولی د بشریت د پرمختک او هوسا عامل دی خو په دی شرط چی هغوی چه خپل ځان د سولی د تینګیښت خاوندان بولی واقعا د سولی غوښتونکی وی.

 

تیر شوی سولی ملی جرګه چی ویل شوی وو چی یوه ملی جرګه دی او د افغانستان ټول قومونو او ناراضو ګوندونو استازی پکی ګډون لری څرنګه تر سره شو؟ آیا واقعا ملی و؟ آیا د اپوزیسیون له نظره د مننی وړ و؟ آیا د ملی منافعو پر اساس ترسره شو؟ او دسولی د راوړلو په باب به کوم اغیزه  ولری؟

 

دسولی ملی جرګه په داسی یوه حالت کی ترسره کیږی چی ښایی لمړنی پایله یی د دوو مهمو او جک پورو دولتی کسان استعفا دی او خلک ګمان کوی چی ددی جرګه یوه تصویب شوی ماده یی داسی یوه خبره وه.

 

د ملی توب او نا ملی توب په باب ویلی شو چی تیر شوی ملی جرګه په عام توګه یوه ملی جرګه نه وو ځکه چی ددی جرګه د ترسره کولو اصلی او اساسی موخه د مخالفینو سره دسولی لاری لټول وو نو په دی اساس باید ددوی استازی پکی ګډون درلود  خو لکه څنګه چی مونږ وکتلی ددی جرګه په لومړی صفونو کی ټول تکراری ، کلیشه یی او قراردی څیری شتون درلود هغه کسان چی تل دکرزی او ولس لپاره خپلی ذهنی بخت آزمون کړی دی دا جرګه چی په ملیونونو دالر لګښت وخوړ بیا هم له هغه کسانو سره تر سره شو چی پرته له دی جرګی نه هم ددی امکان موجود وو چه کرزی دوی سره خبری اتری وکړی نو ددومره مصرف څه اړتیا وو؟ کله چی مونږ وایو «ملی» او یا «غیر ملی» ددوی په مینځ کی مرزونه شته دی او خپل ځان ته معیارونه لری خو په دی جرګه کی د ملی کیدو معیارونه موجود نه وو.

 

له بلی خوا دا جرګه د اپوزیسیون له نظره اصلا د  مننی وړ نه وه لکه څنګه چی سانچارکی وویل چی مونږ اصلا له دی جرګی نه خبر نه یو او هغه چی استاد ربانی ددی جرګی مسوولیت په غاړه نیولی وه هغه د جبهه متحد د رهبریت له خوا نه وو بلکه هغه د یوه رهبر او پخوانی ولسمشر په حیث هلته ګډون کړی وو.

 

دا باید ومنو چی اوس طالبان هم د یوه مهمی اپوزیسیون ګوند موقف لری او همدا راز حزب اسلامی چی یو یی هم په دی جرګه کی نه وو او پرته له دی چی په جرګه کی برخه وا نه اخیستلی طالبان خپلی مخالفت د جرګی په بهیر کی د ډزو او انتحاری بریدونو په ترسره کولو بیا هم خپلی مخالفت وړاندی کړی.

 

په یوه اجمالی کتنه کی ویلی شو چی په دی جرګه کی کوم نوی مساله وړاندیز شوی ندی او ټول تصویبات یی هم هماغه د کرزی پخوانی ویناوی وی خو په هر حال مونږ انتظار یو چی تصویب شوی مادی ته پاملرنه وشی او ددی غم ځپلی ملت د کړکیجونو د له مینځه وړلو او دستونزو د حل لاره د پیدا کولو لپاره دا یوه مقدمه وی او تل پیګیری وشی.

 
 
Kabul
mod_vvisit_countermod_vvisit_countermod_vvisit_countermod_vvisit_countermod_vvisit_countermod_vvisit_counter
mod_vvisit_counterامروز40
mod_vvisit_counterدیروز55
mod_vvisit_counterاین هفته95
mod_vvisit_counterاین ماه466
mod_vvisit_counterمجموع49436