هفته نامه اقتدار ملی

تازه ها: .

خلک د وينو څخه ډک او جنت غوښتونکی حکومت

دوشنبه, ١٥ جوزا ١٣٩٦       آریک

کابل بيا په وینه لوبی کوی. کابليان خپل روژه ماتی د خپلی ورونو، دوستانو، پلارونو، ميندو او خويندو له وينو څخه وکړ.دا لوی غم او انسانی فاجعه ټولو متضررو کورنيو ته تسليت وايم او دا حيوانی کړنی په کلکه غندم.

دولت د طالبانو د دی غير انسانی کړنی په هکله هيڅ کوم مشخص موقف نه درلوده او دوی طبق معمول فقط دا واقعه هم په شديد الفاظ محکوم کړل. حکومت بايد د دی فاجعی په اساس ځينی مهمی امنيتی کسان له وظيفی څخه ګوښه کړی وه او د افغانستان د خلکو د مخالفينو په هکله جدی او اصلی موقف نيولی وه او خلکو ته يی اعلان کړی وه. ولس مشر هنوز هم فکر کوی چی خلک له حکومت سره نږدی رابطه لری او په ډير جرات سره وايی چی بايد خلکو سره مشورت وشی. ولسمشره! د خدای په لحاظ په دی باندی پوه شه چی خلک له دی حکومت څخه منزجر شوی دی او خلک هره ورځ له مينځه ځی يو واری له خپل ځان څخه پوښتنه وکړه چی دا څنګه حکومت دی چی يو ټانکر منفجره مواد کابل ښار ته راځی خو ز مونږ امنيتی ارګانونه خوب دی. کله دی دا پوښتنه کړی چی 1500 کيلو ګرم منفجره مواد څنګه کولای شی چی د پلازمينی کابل په استراتيژيک منطقه کی ورسيږی او بيا منفجر شی؟ خلک پر حکومت باندی مشکوک دی او خلک داسی فکر کوی چی دا کار د خپله حکومت په همکاری تر سره کيږی. که د حکومت د ځينو حلقاتو همکاری نه وی دا امکان نه لری چی په داسی مهم او استراتيژيکو ساحو کی دومره منفجره مواد انتقال شی او امنيتی ارګانونه هم خبر نه وی.

امنيت او ثبات د افغانستان د خلکو دپاره اوس يو کابوس باندی تبديل شوی دی. د افغانستان په ټولو مناطقو کی جنګ روان دی او خلک له مينځه ځی. د افغانستان شمال چی امن وه د حکومت د غلط سياست په ترڅ کی هغه هم نا امنه شوه او اوس د افغانستان شمال هم امنيت او ثبات ته سترګی په لاره دی خو متاسفانه چی له دی حکومت څخه دا انتظار يو روءيا دی او حکومت يا نه شی کولای چی د دی نا امنيو مخه ونيسی او يا هم نه غواړی.

که څه هم د افغانستان خلک ډير زيښت مشکلات او ستونزی لری خو نا امنی داسی د خلکو ملا ماتی کړی دی چی ټول خلک په دی انتظار دی چی دوی حد اقل امنيت ولری او د انتحار او انفجار له شره خلاص شی. نا امنی او د حکومت د مخالفينو وده ول له تير شوی حکومت څخه تر اوسه پوری په شدت او حدت سره را روان دی او په دی هکله نه حکومت او نه بحرنيو قواوو کوم جدی او مسوولانه اقدام کړی دی.

دا هرچا ته روښانه دی چی نه طالبان او نه نورو مخالفو مسلحو ګوندونو په افغانستان کی د دی توان لری چی حکومت سره داسی مواجهه وکړی بل چی تر اوسه پوری د افغانستان مخکنی حکومت او اوسنی حکومت جدی او مسوولانه اقدام د ترهګرو د له مينځه وړلو دپاره نه دی کړی دی او مخالفين هم له دی فرصت څخه ښه استفادی کوی.

په داسی يوه حالت کی چی د افغانستان ټول خلک د مخالفو مسلحو ګوندونو پرضد دی او د افغانستان هيڅ سړی نه غواړی چی داسی غير مسوول مسلح کسان په دی خاوره کی فعاليت ولری حکومت قطعا د دی توان لری چی دوی تار و مار کړی ځکه چی دوی د خلکو له حمايت څخه برخوردار نه دی خو اصلی خبره دا دی چی حکومت يا واقعا نه غواړی چی داسی غيرمسوولو ګوندونو سره په جدی مبارزه وکړی او يا هم چی دا حکومت د دی کار توان او اجازه نه لری خو د افغانستان خلک په دی باندی نه پوهيږی.

په دی اواخرو کی د دی ناامنی لمنی په ټول افغانستان کی ډير هواره شوی دی نه يوازی په کابل بل چی د افغانستان په ټولو ولاياتو کی نا امنی ډير شوی دی او حکومت هم په دی هکله سکوت کړی دی.

اوس د خلکو اصلی غوښتنی دادی چی حکومت نه بايد د دی مهمی مسالی په خاطر سکوت اختيار کړی او په جدی توګه بايد له ترهګرو سره مبارزه وکړی او دا مخالفو مسلحو کسانو ته اجازه ور نه کړی چی د خلکو وينی تويی کړی او پخپل سر قانونی او جزايی اجراات وکړی.

که حکومت په دی هکله غفلت وکړی او د مخالفو مسلحو ګوندونو مخه و نه نيسی بيا هم يو سياسی انارشيسم رامينځته کيږی او ځينی کسان او احزاب له دی فرصت څخه ناوړه استفاده کوی. حکومت د دی ناوړی استفادی د مخنوی دپاره بايد داسی يوه سياست اتخاذ کړی چی مخ کی له دی نه چی خلک او سياسی احزاب غوښتنه وکړی حکومت د هغه د چمتو کولو په برخه تصميم اتخاذ کړی.

دا حکومت دومره بی کفايته شوی دی چی اصلا د خلکو چيغ او فرياد دا حکومت ته کوم مانا او مفهوم نه لری ځکه چی په نورو هيوادونو کی پس له څو لسيزو هم يو واری تظاهرات نه کيږی خو دلته په افغانستان کی په اونی دا کار تر سره کيږی عامل يی هم دادی چی خلک په تنګ راځی او نور د عملی ګامونو د اوچتولو نه توان لری او نه اجازه نو مجبور کيږی چی مظاهراتو ته اقدام وکړی او په دی صورت خپلی انزجار له حکومت څخه اظهار کړی. حکومت بايد په دی باندی پوه شی چی که خلک نظامی قدرت او توان درلوده هيڅکله تظاهراتو ته اقدام نه وی کړی بل چی مستقيما له حکومت سره تسويه حساب کړی وه خو حکومت نه بايد دومره ميدان پر خلکو باندی تنګ کړی چی بالآخره له مجبوريت څخه د حکومت پر ضد ولاړ شی.

نظر ها (0)

نام:
آدرس ايميل:
نظر شما:

سرمقاله

قرار است به زودی کاخ سفید راهبر جدید مبارزه با هراس‌افکنی در افغانستان را اعلان کند. شواهد نشان می‌دهند که محور اصلی این راهبرد افزایش نیرو و فرستادن سربازان بیشتر به افغانستان است. پرسشی که هم اکنون وجود دارد این است که آیا این راهبرد تاثیر قابل انتظاری برای از بین بردن فعالیت هراس‌افکنان در افغانستان دارد؟ گذشته نشان داده است که چنین راهبردی به تنهایی نمی‌تواند کارآیی لازم را ...

ادامه مطلب

بخش پشتو

کابل بيا په وینه لوبی کوی. کابليان خپل روژه ماتی د خپلی ورونو، دوستانو، پلارونو، ميندو او خويندو له وينو څخه وکړ.دا لوی غم او انسانی فاجعه ټولو متضررو کورنيو ته تسليت وايم او دا حيوانی کړنی په کلکه غندم. دولت د طالبانو د دی غير انسانی کړنی په هکله هيڅ کوم مشخص موقف نه درلوده او دوی طبق معمول فقط دا واقعه هم په شديد الفاظ محکوم کړل. حکومت بايد د دی فاجعی په اساس ځينی مهمی امنيتی کسان له ...

ادامه مطلب
mod_vvisit_counterامروز2898
mod_vvisit_counterدیروز4163
mod_vvisit_counterاین هفته2898
mod_vvisit_counterاین ماه102336
mod_vvisit_counterمجموع2266098

Visitors Counter

تمام حقوق مادی و معنوی اين سايت برای هفته نامه اقتدار ملی محفوظ می باشد. 2017 ©
نقل مطالب با ذکر منبع مانعي ندارد.
ديزاين و اجرای وب سايت توسط ممتاز هاست