هفته نامه اقتدار ملی

تازه ها: .

د کندز ولايت سقوطد شمال د نورو

سه شنبه, ٢٠ سرطان ١٣٩٦       سایت

د دوو کلنو راهيسې د افغانستان په شمال کې په ځانګړي ډول په کندز کې جګړه روانه ده. طالبان او نورې مخالفې وسله والې ډلې د هيواد په شمالي ولايتونو په تيره بيا په کندز ولايت کې د جګړې لوړ لګښتونه ورکوي او دوه ځليد کندز ولايت د وسلوالو په لاس کې ولويد. ډېر زيان او لګښت يې دولت او خلکو ته ور واړاوه.

که چيرې د کندز جګړه دوام پيدا کړې او وسله والو په لاس کي ولويږې؛ نو د افغانستان څلور يا پنځه ولايتونه د حکومت له کنترول څخه وځې. وسله وال مخالفين له کندز سربيره د پلخمرې په دري لارو چې د افغانستان د سويلي ولايتونو دريو ولايتونو ته لاره مومي او په دي لارو باندي هم کړکيج رامينځته کوي. که چيرې دا درې لارې وسله والو ته په لاس ورشي، د پلخمري ښار، بغلان، سمنګان، تخار، کندز او د هيواد نور سويلي ولايتونو مواصلاتي لاره تړل کيږي او په پايله کې حکومت او ولس ته اقتصادي زيان رسيږي.

اوس پوښتنه داده: چي ولي؟ کندز د وسله والو مخالفينو لپاره مهم دي، چې هغوي د کندز د ترلاسه کولو لپاره ډېر لګښت ورکوي او د نيولو هڅه يې کوې او ولي؟ طالبان له نورو ولايتونو څخه نورې ډلې د کندز د جګړې د ګټولو لپاره راټولوي او په سويلي ولايتونو کې ټول تمرکز په کندز اچوې. دي پوښتنو ته ځواب په لاندې کرښو کې وړاندې کوو:

- د کندز نيول د سويلي ولايتونو نيول دي. د کندز په نيولو سره وسله وال مخالفين د هيواد د څو سويلي ولايتونو د نيولوتوان تر لاسه کولاي شياو که چيرې کندز سقوط وکړي؛ نو د څو ولايتونو مواصلاتي لارې هم د ګواښونو سره مخامخ کيږي.

- بله مهمه مسله داده: چي د افغانستان او پاکستان د اړيکو د تريخوالي له امله په کندز ولايت کې جګړي زور اخيستي او دا مسله خپله يوه مهمه پوښتنه رامينځته کوي، چې د افغانستان او پاکستان د اړيکو د خرابوالي سره د تورخم مواصلاتي لاره يا بندر کله تړل کيږي او کله هم د ترافيکو په مخ خلاصه وي، په دي کار سره پاکستان په اقتصاديلحاظ ډېر زيانونه ويني؛ نو له دې څخه څرګنديږي چېوسله وال طالبان او په ضمني توګه پاکستان هڅه کوي چې کندز کې جګړه توده وساتي؛ ځکه کله چي د تورخم بندر يا لوي لارې بندې کيږي؛ نو د افغانستان حکومت د شيرخان بندر ته پاملرنه کوي، ځکه شيرخان بندر په هيواد کې يو مهم تدارکاتي او لوژيستيکي بندر دي او د پاکستان لپاره هم مهم دي، نو پاکستان هڅه کوي تر څو د شيرخان بندر وتړل شي او د دي کار لپاره په کندز کې وسله وال جګړې ته لمن وهي.

- له بلې خوا وسله وال غواړي د افغانستان د حکومت اقتدار تر ګواښ لاندې راولي؛ ځکه چي حکومت د هيواد په جنوب او جنوب لويديځ کې په ډيرو سيمو کنټرول نه لري يواځې د هيواد په سويلي ولايتونو کې په نسبي توګه کنټرول لري؛ نو وسله وال هڅه کوي همدا سيمې هم د حکومت له کنټرول څخه وکاږي او د حکومت اقتدار د پوښتنې لاندې راولي.

د وړاندې شوېو مطالبو په کتو سره د افغانستان حکومت بايد د ملي ارزښتونو ته په پاملرنې سره د هيواد سويلي ولايتونو ته په تيره بيا کندز ولايت ته جدي پاملرنه وکړي. که چيرې دا يې و نه کړاي شواي؛نو په شمال کې هم د حکومت له کنټرول څخه ډيرې سيمې وويستل شي او له بل خوا په اقتصادي ډګر کې حکومت هم له ناکامۍ سره مخامخ کيږي.

نظر ها (0)

نام:
آدرس ايميل:
نظر شما:

سرمقاله

قرار است به زودی کاخ سفید راهبر جدید مبارزه با هراس‌افکنی در افغانستان را اعلان کند. شواهد نشان می‌دهند که محور اصلی این راهبرد افزایش نیرو و فرستادن سربازان بیشتر به افغانستان است. پرسشی که هم اکنون وجود دارد این است که آیا این راهبرد تاثیر قابل انتظاری برای از بین بردن فعالیت هراس‌افکنان در افغانستان دارد؟ گذشته نشان داده است که چنین راهبردی به تنهایی نمی‌تواند کارآیی لازم را ...

ادامه مطلب

بخش پشتو

کابل بيا په وینه لوبی کوی. کابليان خپل روژه ماتی د خپلی ورونو، دوستانو، پلارونو، ميندو او خويندو له وينو څخه وکړ.دا لوی غم او انسانی فاجعه ټولو متضررو کورنيو ته تسليت وايم او دا حيوانی کړنی په کلکه غندم. دولت د طالبانو د دی غير انسانی کړنی په هکله هيڅ کوم مشخص موقف نه درلوده او دوی طبق معمول فقط دا واقعه هم په شديد الفاظ محکوم کړل. حکومت بايد د دی فاجعی په اساس ځينی مهمی امنيتی کسان له ...

ادامه مطلب
mod_vvisit_counterامروز2884
mod_vvisit_counterدیروز4163
mod_vvisit_counterاین هفته2884
mod_vvisit_counterاین ماه102322
mod_vvisit_counterمجموع2266084

Visitors Counter

تمام حقوق مادی و معنوی اين سايت برای هفته نامه اقتدار ملی محفوظ می باشد. 2017 ©
نقل مطالب با ذکر منبع مانعي ندارد.
ديزاين و اجرای وب سايت توسط ممتاز هاست